تاند- څېړونکو د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انتلیجنس داسې سیستم جوړ کړی چې د خلکو د ږغ یا ثبت شوي ږغ په اورېدو د هغوی د څېړې ځانګړتیاوې پېژندلی شي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سیستم د امریکا د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انستیتیوت (MIT) څېړونکو جوړ کړی دی.
دا سیستم، چې (Speech 2 Face) نومېږي، د مصنوعي ذهانت نرمکالی یا سافټوېر د صوتي کلیپونو په اورېدو د هغه کس څېره ترسیموي.
څېړونکي وايي، د دې څېړنې هدف دا دی چې د یوه کس د خبرو کولو د طریقې له لارې د هغه ظاهر یا څېره تر څه حده پېژندل کېدای شي.
په دې کې شک نشته چې د هرې څېړې ځانګړی ږغ نه وي او څېړونکي هم وايي چې دوی له دې لارې د چا څېره سل په سلو کې نه شي پېژندلی بلکې غواړي چې د فرد د څېرې اصلي ځانګړتیا معلومه کړي.
د مصنوعي ذهانت په دې سیستم د یوټیوب ویدیوګانې څېړل شوي او د هغو د ږغ او تصویر ارتباط تشخیص شوی دی.
پر دې سربېره دا سیستم د خلکو عمر، جنسیت او حتي قومیت هم تشخیص کولی شي.
دا سیستم په دې کارونو کې د انسان دخالت ته اړتیا نه لري.
د څېړونکو په وینا له دې سیستم څخه په راتلونکې کې ډېر کار اخیستل کېدای شي.