رواني جنګ

– د اراکوزیا پوهنتون استاد –

د ژبې ارواپوهنه د یوه نوي علم نوم دی او د دوو علومو(ارواپوهني او ژبپوهنې) له یوځای کېدو څخه رامنځته سوې دی ، دا علوم په ښوونه او روزنه کي خورا ګټور او بنسټیز ځای لري خو چي پر ځای او سم وکارول سي.دلته له ژبې څخه موخه عضوي ژبه (tongue) نه ده بلکي عقلي او فکري ژبه (Language) ده .

یوه مسئله چې په دواړو څانګو (ارواپوهنې او ژبپوهنې ) کې سره شریکه ده هغه دژبې او تفکر اړیکه ده. یاده موضوع د ژبې د ارواپوهنې په نوم د یوه نوي علم په رڼا کې لاندنیو پوښتنو ته ځواب وايي:

  • ایا تفکر بېله ژبې شونی دی؟
  • موږ څه ډول خپل افکار او احساسات دژبې په اډانه او قالب کې اچولای سو؟
  • ایا دا اډانه زموږ افکار او احساسات اغېزمن کولای سي؟
  • ایا اورېدونکي په هماغه څه پوهیږي، هغه چې ویونکی يې په پام کي لري؟
  • ایا هغه کسان چي دبیلو او متفاوتو ژبو ویونکي دي ، په توپیري ډول فکر کوي؟

په دې لیکنه کې هڅه سوې تر څو د څېړنکو د څېړنو پر بنسټ پورتنیو پوښتونو ته ځواب وویل سي.

د ژبې او تفکر اړوند یوه اړینه پوښتنه داده چې ایا تفکر بېله ژبې شونی دی؟

د ژبې د ارواپوهنې څېړونکي په ډاګه کوي چې تفکر بېله ژبې هم شونی دی ، خو په خورا ټیټه کچه کې ، تر دې چي کېدای سي د تفکر نوم ور نه کړو لکه دحیواناتو تفکر. د ډیرو ارواپوهانو او ژبپوهانو په وینا ، دانتزاعي او لوړي کچې د تفکر وسیله همدا ژبه ده. ژبه دفکر کولو ابزار او وسیله ده او بېله دې وسیلې دانسان فکر ډېرخام او ابتدایي وي. د نور حیواناتو سره دانسان توپیر همدا د ژب زده کړي ځواک دی ، همدا تونايي ده چې نوموړي ته دلوړي کچې دتفکر ځواک ور کوي. فکر په خپله یوه باطني ژبه ده اوس نو که ژبني مقولات او خبري له خپل ذهن څخه بهر وباسو حتی په فکر کولو به ونه توانیږو ، ویې ازمويی بېله دې چې دژبې څخه استفاده وکړی د ځانه سره په باطني ژبه وږغېږی او فکر وکړئ، ایا کولای سی بېله دې چې کلمات په ذهن کې راغونډ کړی فکر وکړای سئ؟ ایا کولای سی بېله دې چې دځان سره خبري وکړی فکر وکړی؟

یوه بله اړینه او هیجاني پوښتنه چې دې برخه کې مخي ته راځي داده ، ژبه زموږ دتفکر پر ډول او په ټوله کې زموږ پر نړۍ لید څه اغېز ښندي؟

ددې پوښتنې د ځواب لپاره باید دژبې دنسبیت او نسبي کېدلو بحث ته ور ګډ سو . دژبې نسبیت په دې معنی دی چې ژبه زموږ په نړۍ پېژندنه کې پوره اغېز لري او بیا هر ژبه نورور ته توپیري اغېزې لري. اوس نو په ژبه کې نسبیت د دوو آرونو او یوې پایلې پر بنسټ شتون لري :

۱ : ژبه له بهرنۍ نړۍ څخه سم انځور (نه) ترلاسه کوي.

۲: هره ژبه له نړۍ څخه بیل او توپیري واقعیتونه تر لاسه کوي.

پایله : دا چې ژبه واقعي نړۍ تحریف او کږوي او دا چې موږ د ژبې د مقولات(خبرو) په قالب او اډانه کې فکر کوو و همدا ده چې موږ نړۍد خپلې ژبې له کړکۍ څخه وینو ، یا په بل ډول نړۍ په تحریف سوې بڼه وینو ، لکه څنګه چې يې زموږ ژبه زموږ لپاره انځوري همداسي وینو.دا داسي ده لکه تاسو چې نړۍ ته په ځانګړو عینکو کې ګوری او بېله عینکو د لېدلو توان نه لری، د دې ډول عینکو دځانګړنو پېژندنه ډېره اړینه ده، که غواړو چې دخپل نړۍ لید شناخت روڼ او سم کړو اړ یو دعینکو سکښت او سمښت مو وکړو.

 دلته څو بېلګې راړو تر څو مسئله نوره هم روښانه سي : دواقعي نړۍ یو له څرګندو او ښکاره مسایلو څخه د هغه ډلبندي ـ طبقه بندي او نوموونه ده ، هغه چې له آره دواقعیت پر بنسټ هم نه ده ، ځکه دلته موږ اړیو چې دهماغه ژبنیو مقولو او ډلبندۍ پر بنسټ احساس او فکر وکړو ، دبېلګې په توګه موږ په ظاهري ډول فکر کوو او وایو چې اسمان شین دی خو دساینس له مخي بیا حقیقت بل څه دی او یا موږ په طبعیت کې د (H2o ) په نوم یو ترکیبي ماده لرو خو موږ په فکر او ژبه کې دهغه لپاره بیل نړۍ لید لرو ، په بېلو حالاتو کې ورته بیل نومونه لرو له ؛ اوبو نیولې تر بړاس ، یخی ، واوره ، شبنم ، ږلې ، پرخه ، باران ، چینه ، سیند او نورو…

یو شی چې زموږ ژبنۍ ډلبندي له واقعیت سره ورته والی او تطابق نه لري هغه د رنګ موضوع ده.

پوهیږو چې رنګ دانسان لپاره د ښکاره(مرئی) وړانګو له ډول (طیف) څخه سرچینه اخلي او دا د تړلي ډول په بڼه دی ، نه په غوړېدلې بڼه ، خو فکري او عقلي ژبه بیا رنګونه د غوړېدلې او پرانیستي مقیاس او اندازې له مخي ډلبندي کوي او بیا دهغه لپاره بېل – بېل نومونه ټاکي د بېلګې په توګه تور ، سور ، زرغون او …

جالبه دا چې بېلابېل ملتونه د ښکاره وړانګو د طیف لپاره مختلفي ډلبندۍ لري لکه یو سور پوستی اروپايي د وړانګو  ډول او طیف پر درو برخو ویشي ،خو یو افغان بیا د همدې ورته وړانګو طیف پر اوو ډولونو ویشي او هفت رنګه یا اووه رنګه يې بولي. دا چې ولې يې یو پر درې او بل پر اوو ډولونو ویشي واقعیت دلته دی چې د رنګونو دا ټولګه چې دواړي غاړې يې ویني ، نه پوره درې او نه هم پوره اووه رنګونه وي ، کېدای سي حقیقت کې پنځه یا شپږ رنګونه وي ، دبحث سر دلته دی چې د اوو رنګونو شمېره زموږ افغانانو په فکر کې بېله او د اروپايانو لپاره بېله معنی لري ، همداسي لکه د ۳۹ او ۴۲۰ شمېرې چې ځینو ټولنو کې بېل کلتوري نړۍ لید لري په اړه يې فکر بېل وي او پر ژبه يې راوړل هم وړ نه ګڼي ، ځینو ملتونو ته بیا هیڅ معنی نه لري او نه يې هم په اړه فکر او خبري کوي.

که له دې تېر سو وګړي د خپل حرفې او علاقې له مخي درنګونو لپاره مختلفي وېشنې لري ، دبېلګې په توګه : دیوه انځورګر په فکر شین رنګ یوازي دیوه رنګ په توګه نه بلکې د خام ، روڼ ، تیاریک ، تېز او څو نورو ډولونو په توګه پېژني ، معلومه سوه چې یوه انځورګر دخپل فن ، مسلک او هنر له مخي دنړۍ درنګونو سمه وېشنه کړې او یوه تابلو هم طبعیت ته ورته انځورلای سي، باید وي ځکه نوموړی د رنګونو دوېش توان او پوهه لري ، دا دمخکنۍ مسئلې عیني بېلګه ده هغه چې زموږ دنړۍ لید ژبې ته تغیر ور کوي او موږ د خپلي فکري ژبې له کړکۍ څخه نړۍ وینو.

دې برخه کې نورې پېچلې بېلګي هم سته مثال څه ډول زموږ د درک ژبه د بېلو او انتزاعي مفاهیمو لکه خپلواکي ، امنیت ، مینه او نورو تر اغېزې لاندي راځي خو دلته له دې تېریږو.

لکه څنګه چې مو ولېدل (ژبې) هره یوه د نړۍلید بېل انځور موږ ته راښیي ځکه نو دهري ژبې کارونکې نړۍ له نورو توپیري ویني. فدر له کوچنیوالي څخه د ژبې فکري عادت نیسي او فکر کوي چې نور هم نړۍ د ده په څېر ویني . یو له هغه مسئلو څخه چې کولای سو له بهرنۍ نړۍ څخه د ژبې د تحریف په وړاندي سم درک وکړو دادی چې فرد له مورنۍ ژبې پرته پر نورو څو ژبو مسلط وي ، هغه څوک چې له یوې پر زیاتو ژبو مسلط وي له یو ژبې څخه غوره د بهرنۍ نړۍ انځور اخیستلای سي ، ځکه د ژبني او فکري مقایسې توان لري.

که یو ځل بیا مخکنۍ خبري ته ولاړ سو هغه څوک چې یوازی یو ډول عینکې پرسترګو ولري یعني پر یوه ژبه تسلط لري نه سي کولای د ډېر ژبې په څېر د نړۍ په هکله سم فکر وکړي او هغه سمه وویني ، خو هغه څوک چې له څو عینکو کار اخلي کولای سي په فکر او ژبه د ګټو او زیانونو اړوند سم قضاوت وکړي. لنډه دا چې دژبې له مخي کولای سو د و ګړو ډېري ځانګړنې ځانته معلومې کړو په فکري ژور لید او برسېرن لید یې پوه سو، هغه څوک چې غوړېدلې او پېچلې ژبه لري پوهیږو چې دلوړي کچې د تفکر څښتن دی کېدای سي ووایو هغه څوک چې د ډېرو کلماتو او لغتونو د ذخیرې وړتیا او استعداد لري په غوره او لوړ انتزاعي تفکر کې عمل کوي ، که نورهم وړاندې ولاړ سو څوک چې اوچته او پیاوړې ژبه لري تر شا يې دزیات هوښ او فکر لرونکی وي ، دهوښ د ډېرو ازمیښتونو څخه چې پېژندویه يې (وکسلر) دی د ازمیښت نیمایي پوښتنې دخبرو دتوانايي اړوند دي، وینو چې ژبه او دهغې غوړېدا او پیاړوتیا د هوښ له مخي په نظر کې نیول کیږي ، په ورستي کې دیادولو وړ ده چې زموږ د هیواد د ښوونې او روزنې او یا هم لوړو زده کړو په برخه کې د ژبې ارواپوهنې ور دننه کول ډېره اړینه ده ، ځکه افغانان هم دنورو ملتونو په څېر دژبې او فکر ځانګړې لاري لري ، دا چې تېرو څلویښتو کلونو جګړو کې په رواني لحاظ دژبې او فکر تړاو سخت زیانمن کړی دی د ژبپوهانو او ارواپوهانو څېړنو ته په علمي او تعلیمي ډګر کې د څېړنو ټینګه اړتیا لیدل کیږي ، هیله ده د ژبې د ارواپوهنې په برخه کې علمي او عملي ګامونه پورته سي ، ترڅو د یوه سالم رواني نسل برخمن هیواد ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *