د هلمند د شپږسوه څلورم سرحدي زون په قرارګاه کې د ژمني موسم د پيل په خاطر د خپل تعلیمي چمتوالي سره سم ، ژمنۍ صفحه رسماً پرانيسته .
په دغه مراسیموکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون قومندان الحاج مل پاسوال سلطان محمود ( محمود) دامنیه قومندانۍ د تعلیم او تر بیې مدیر سمونوال عبیدالله وطن دوست او ددې زون ګڼ شمیر افسران ، ساتنمنانو او سرتیرو برخه درلوده .
په هلمند کې د شپږسوه څلورم سرحدي زون ښاغلي قومندان په خپلو خبرو کي وویل چي پوليس دنده لري په ټولنه کې نظم ، سوله او امنیت تامین کړي .
هغه د پولیسو په چلند کې د تعلیم او تربیې اړیکې ته د جسم او روح مثال ورکړ او زیاته یې کړه چي اوس مهال ددوی ځواکونه دژمني موسم لپاره په بیلابیلو برخو کي لکه عملیاتي برخه ، دښووني او روزني برخه او نورو مسلکي برخوکي چمتوالی لري .
دهلمند دامنیه قومندانۍ د ښووني او روزني مدیر سمونوال عبیدالله وطن دوست وویل چي د پولیسو د دندې د اجراء او خلکو سره په سر او کار کې د تعلیم او تربیې رول مهم دی .
هغه وویل چي سرحدي پولیسو ته په زیاته اندازه دښووني او روزني په برخه کي کار تر سره سوی دی چي زیاته ستاینه یې وکړه .
ددې ترڅنګ دشپږسوه څلورم سرحدي زون دحقوقو مدیر سمونوال جان اقا وویل چي دوی سرحدي ځواکونه په دوامداره توګه په بیلابیلو برخوکي زده ورکړېده ، کله دقانون زده کړه ، دخپلو سره ښه چلند، اسلامي زده کړه ، دسواد زده کړه ، دموټرچلوني زده کړه او نورو برخو کي زده کړه ورکول کیږي .
په وروستیو کي شاوخوا دیرش تنه سرتیري چي نوي ثبت سوي او راجستر سوي وه دلوړي مراسم ورته تر سره سوه .