د جدي دمیاشتې اومه شپه ده اسمان په وریځو کې پټ دی دباران څاڅکي په پرلپسې ډول رالویږي،له باران سره سړه سیلۍ هم راالوتې ده سړه سيلۍ په بدن باندې داسې لګیږي ته وا دبدن غوښې له ځانه سره وړي، د ښاردوکانونه اوسرایونه دتړلو په حال کې دي،په اسمان کې وریځې د ښامارانوپه څیر اوړي رااوړي اوپه خلکو دیوې ناوړه اوبدې شپې زیری کوي، ټول خلک په بیړه کی دي ترسوځان ژر کورته ورسوي.

یوهلک چې ځان یی په څادرکې پیچلی اوڅادریی باران یو څه لوند کړی هم دی پلاستیکي بوټان یی بي جرابو په پښودي ساړه یی ژامې ورکړپوي اودښارپه عمومي واټ بنګساری روان دی، دی چې دبل کوم ښارنه دې ښار ته په دی تمه راغلی چې دلته به ځوړندې ډوډۍ وي اوس بې سرنوشته په سوچونو کې ډوب دی چې دژمي دا یخه اوسړه شپه به چیرته تیروي.

په عمومي واټ له یو څه مزل نه وروسته ښې لورته په یوې تنګه کوڅه ورننوزي، تنګه کوڅه چې خامه ده خټې پکې جوړې شوي دغورځیدو امکان یی هم پکې شته نوځکه خو په ډیراحتیاط روان دی، په کوڅه کې لږ نور هم وړاندې ځي په یوځای یی نظر لویږي چې فکر کوي جومات به وي، دځای په سر منار او په کې لګیدلی لوډسپیکر یی نور هم یقیني کوي چې جومات دی نو یو څه هیلې یی په زړه کې راټوکيږي اوپه زړه کی دځان سره وایی چې بس دشپې د تیرولو کار وشو.

په کراره دجومات ورخلاصوي ورننوزي دجومات له انګړ نه ګوري چې ملادننه په کوټه کې ناست دی اودخلکو له خوا دراوړل شوې نوبتي ډوډۍ په خوړلو لګیا دی،هلک په ورو ورو قدمونو دجومات دکوټې دروازې ته رسیږي دننه په جومات کې دملا دخولې چړپیدا اوري چې په جومات کې انګازې کوي، دکوټې ورپه کراره بیرته کوي اوملا ته په ډیر نري اوازچې دملا دلطافت او مهربانۍ حس پرې راوپاروي وایی:  مولوي صیب که ستا اجازه وي زه به دانن شپه دلته تیره کړم بیرون ډیره یخني ده بل داوسیدو ځای هم نلرم؟

ملا خپلې غوڅناکې سترګې هلک ته اړوي اوپه سپوره لهجه ورته وایی، داجومات دی دپوډریانوموډریانو ځای نه وزه

هلک: نه مولوي صیب زه روغ جوړهلک یم پوډري نه یم بل ځای نه دکار لپاره دلته راغلی یم ماوویل کنه بل داوسیدو ځای نه لرم نو ځکه دلته راغلم.

ملاپاڅیږي دمحراب نه خپله امسا را اخلي اووایی ښه نوته ماته له ځانه ملایکه جوړوي اوپوډري نه یی په هلک پسې منډه کوي، هلک هم په بیړه دجومات له کوټې وزي بوټان په لاسونو کې نیسي او دجومات له انګړه کوڅې ته منډه کوي، ملا هم دانګړتر دروازې ورپسې وي نور بیرته راګرځي  دجومات دانګړ دروازه بندوي او له ځان سره غوریږي.

باران نورهم تیزشوی هلک اسمان ته ګوري دویلولپاره شونډې سره خوځوي ژامې یی دیخنۍ نه کړپیږي بیرته دښار لاره نیسي ،عمومي واټ ته وزي په واټ باندي یو نیم موټر ډیر په تیزۍ سره تیریږي اوده باندي اوبه بادوي دی نو چې باران لوند کړی، لدې اوبو هم ځان نه بچ کوي په سرک روان دی اخوا دیخوا ګوري چې د شپې تیرولو مناسب ځای پیداکړي.

په یو تخت یی سترګې لګیږي چې خلکو دترکاریو د خرڅولو لپاره دسرک په غاړه لګولی دی دتخت په لیدلو خوشالیږي ځي د تخت لاندې ځای سموي او په خاورو کي اوږد غځیږي نور له بارانه بچ دی خو د تخت له درزونویی یویو څاڅکی په بدن رالویږي،دی چې یخنۍ غونج کړی او راټول پروت دی لږه شیبه وروسته په خواکې یوبل شی حس کوي مخ وراړوي چي ګوري یو سپی  چې باران خیشت پیشت کړی دده خواته پروت دی،هلک نو دملا په څیر ندی چې په سپي د کوڅه ډب لیوني سپي او نورې ټاپې ولګوي او ددې ځای نه یی وشړي بلکه په خپل حال او دسپي په حال یی زړه سوځي او دسترګو نه یی مړې مړې اوښکې لویږي.

خو چې سهارکیږي یخڼي په دواړو برلاسې شوې او روحونه یی ترې اخیستي،سهارله لمانځه وروسته د همغه جومات ملا چې هلک یی راشړلی وه په مصله ناست وه خپلو مقتدیانو ته یی خپله دبهادرۍ کیسه کوله چې څنګه یی بیګا یو پوډري چې د لوډسپیکر او نورو سامانونو په غلاپسې راغلی وه په زاړه ځان له جوماته په منډو کړ.

         ۱۳۹۲/۸/۲۵          مولوی خالص فامیلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *