یو ترخه خاطره
د سرطان میاشتې ۴ نېټه ده، د معمول په څېر دفتر ته راغلم د کمپیوتر د مېز تر شا کېناستم برېښنا لیک مې چک کړ، تختې ته ورپورته شوم، ورځنۍ دندې مې د یاداشت په ډول ورباندې ولیکلې، شېبه وروسته د مېز تلیفون وشرنګېد، پورته مې کړ.
-
بلې
-
بلې سلام علیکم، څو خبریالان راغلي غواړي تا وګوري.
-
مه یې ځنډوه، د دفتر لار ورته ور وښایه.
-
همم سمه ده
له پښتني دود سره سم د دفتر تر دروازې ورته را ووتم، ګورم د سور رنګ، پکول پرسر، او منځنۍ ونې خاوند او ورپسې تورنګی پوخ سن درلودنکی کمره په لاس کې دوه کسان را روان دي، روغبړ مې ورسره وکړ او دفتر ته ننوتلو.
له پېژندګلوئ وروسته (دوی د یوه تلوېزون خبریالان وه ) مې د چایو ست ورته وکړ، ست مې ځکه وکړ چې ژونالېستان د چا چای نه څښي، خو دوی ویل کوم څه یخ(انرژي، میرانډا، پپسي میپسي..) که و اوسي نو ښه خبره ده، ما ورته وویل چې دلته خو بازار نژدې نشته نو چای مې ورته مخ ته کېښود.
ما هم دا بهترینه موقع وګڼله او د خپلې ادارې د فعالیتونو د انعکاس لپاره ورسره ښه په جزیاتو وغږېدو.
د مرکې په وروستۍ برخه کې ما ورته څو مجلې او کلیزې ورکړې، او سور رنګي کس د کتابچو غوښتنه راڅخه وکړه، ما ورته وویل چې موږ کومې داسې کتابچې نه لرو چې د ډالۍ په ډول یې چاته ورکړو.
تور رنګی خبریال چې لا تر اوسه يې څه شي غوښتنه نه وه کړې، یو لیکلی کاغذ د نورو له سترګو پټ په لاس کې را کېښود، ما ونه غوښتل چې د ټولو له وړاندې کاغذ وګورم ځکه ده پټ راکړ او زه هم مجبور وم چې پټ یې وګورم، خو د تګ په وخت کې یې رایاده کړه چې زه باید د دوی په غوښتنه غوور وکړم، ما چې کاغذ ولوست، د پیسو غوښتنه یې کړې وه، حیران پاتې شوم، لاتر اوسه مې له داسې کوم څه سره په ۷ کلنه کاري تجربه کې سر نه وه خوړلی، ما ورته وویل
-
موږ کوم داسې حساب نه لرو چې هلته دې د ژورنالېستانو لپاره پیسې ځانګړې شوې وي.
تر دروازې پورې مې ملګرتیا ورسره وکړه، په پای کې وايي چې: د موټر د ټېلو پیسې خو راکړه، ما ورته کړه :
-
و قدرمنه دا ته څه او څه وايي؟
-
مجبور یم نو واکسفاف(د خلکو غږ) راټولوکړم.
-
اول خو ما ته راغوښتی نه یې، نه هم کوم اعلانات درکوم او نه د هم کوم قرض راباندې ده.
له همدې سره مې رخصت کړل. او بېرته دفتر ته ورڅخه راغلم.
له دې موضوع وروسته هر څوک د همدې عینکو تر شاه راته ښکاري، هغه ټول اعتبار مې، چې په ځان او د ژورنالېزم په دنده درلود راته شکمن ښکاري، ژورنالېزم ماته یوه سپېڅلې دنده وه، چې یواځې د ټولنې د پرمختګ او د ټولنې د غوښتنو مطرح کېدلو لپاره یې هڅه کوله.
که چېرې څوک غواړي چې په ژورنالېزم کې د خپل جیب لپاره کار وکړي، نو لطفا د دې دا برخه پرېږدي، او کومه بله برخه دې ونیسي، دا ځل خو یې ما د عزت د ساتلو لپاره نوم وانخیست، خو کېدای شي له داسې کس سره سر وخوري چې په یوه لیکنه یې پزه ور پرېکړي.