تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ ناوخته /اګست ۱۶/ ولسمشر ټرمپ او امنیتي چارواکو ته یې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړل.

خلیلزاد دا معلومات په داسې ورځ ورکړل چې د کانګریس غړیو له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه ولسمشر ټرمپ ته یو لړ شرطونه کېښودل.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره د خبرو پای ته رسېدو ته نژدې شوی دی.

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ولسمشر ټرمپ ته د هغو مسلو په اړه معلومات ورکړل چې امریکا په نړۍ کې ورسره مخامخ ده.

دا غونډه په نیوجرسي کې د بیډمنسټر د ګلف میدان په تفریحځای کې وشوه. ولسمشر ټرمپ په دې ځای کې رخصتي تېروي.

په همدې حال کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې له ټرمب سره په غونډه کې د افغانستان د سولې موافقه نهايي نه شوه ځکه چې په هغې کې ځینې کلیدي عناصر نه و ځواب شوي.

مخکې ویل شوي و چې په دې غونډه کې به د طالبانو او امریکایانو د سولې د موافقې مسوده نهايي شي او ورپسې به د اګست په ۱۹ خلیلزاد دوحې ته لاړ شي چې له طالبانو سره یې لاسلیک کړي.

د نیوجرسي په غونډه کې مرستیال ولسمشر مایک پینس، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم حاضر ول.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له اوږدو خبرو سره سره لا هم د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلافات په خپل حال پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *