افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه :١٤-٤-١٣٩٣

له ژورې خواشينۍ ډک خبر مو ترلاسه کړ چې دازادۍ راډيو تکړه او وتلى
خبريال احمد زبير ژمن د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سره دتل
لپاره دخداى پامانۍ لاسونه پورته کړل.
انالله وانااليه راجعون
احمد زبير ژمن دهېواد يو خپلواک ،تکړه او پيژندل شوى ځوان خبريال وو چې
غږ او پيغام يې تر هرچا پورې رسيدلى و. دښو اخلاقو خاوند ،دعلم او ادب د
ډګر يو مخکښ او پرځان باوري ژورناليست و، په کم وخت کې يې خپلې خاورې او
ولس ته زيات خدمت وکړ، داچې ژوند ورسره ياري ونه کړه او دژوندانه ستورى
يې پريوت ،نو مړينه يې دهېواد لپاره يوه لويه ضايعه ده.
زه دخوست د ادارې ، ولسونو ،علمي ،کلتوري او مدني ټولنو په استازيتوب خپل
دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو ، دازادۍ
راډيو ادارې او دهېواد ټولو ژورناليستانو ته وړاندې کوم دلوى خداى پاک ج
له سپېڅلي دربارڅخه ارواښاد ته دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر
غوښتنه کوم.
عبدالجبارنعيمي
خوست والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *