لیکوال: ډاکتر محمود –
ـ چې د غیر دولتي رسنیو شمېر حد اقل د دولتي هغو په پرتله دوه برابره وي.
ـ چې د لویو لارو تقریباً په هر سل کیلو مترۍ کې د لارویانو لپاره ارام ځای جوړ شوی وي.
ـ چې ښاریان یې په عامه سطحه یو په بل باور ولري.
ـ چې خلک یې د اقتصاد، علم، هنر او سیاست په برخو کې خپلمنځي سالم رقابت کوي.
ـ چې خلک یې په کوچني والي کې ټولنیز اخلاق او مسوولیت منل زده کوي.
ـ چې د خلکو د عوایدو تقریباً ۳۵ سلنه پیسې په غذا او کور مصرفې شي.
ـ چې په هوایي ډګرونو کې یې تقریباً د ۷۰ ملیتونو خلک او هوایي شرکتونو الوتکې ناسته ولاړه ولري.
ـ چې ښاریان یې کله څلور لاري ته رسېږي د خپل موټر سرعت راکموي او په احتیاط تېرېږي.
ـ چې نرخونه پکې تقریباً په یوه حالت کې وي.
ـ چې د پوهنتون استادان یې استادي یوازې د نوم لپاره ترسره نه کړي، بلکې مسوولیت او ټولنیز رسالت یې وبولي.
ـ چې ښاریان یې د سالمو او منظمو کارونو ترسره کولو لپاره مالي تعادل ساتل خپل عادت وګرځوي.
ـ چې د عمراني پروژو کارونه پکې حد اکثر ۳ کاله وخت واخلي.
ـ چې ډنمارک یې له ښاریانو دغه هېواد ته د سفر پرمهال د ویزې غوښتنه ونه کړي.
ـ چې ټولنه او مجموعي سیستم یې پوره امنیت ولري.
ـ چې که ښاریان یې د موټر چلوولو پرمهال له کومې ستونزې سره مخ کېږي، نو خپل مقابل لوري ته حد اقل یوه بده کلمه هم ونه کاروي.
ـ چې ټولنیز مدیریت یې له لویو تېروتنو لرې وي.
ـ چې ښاریان یې د لویو لارو، سړکونو او سواحلو نظافت د خپل کور او موټر له نظافت سره برابر وبولي.
ـ چې اقتصاد یې حد اقل درې په سلو کې د پرمختګ په حالت کې وي.
ـ چې اجراییوي مامورین یې د حقایقو په اساس کار پرمخ وړي، نه خیالي.
ـ چې لیکلی مکتوب پکې تر شفاهي هغه غوره وي.
ـ چې ښاریان یې د اخلاقي حریم له مراعتولو خوند واخلي.
ـ چې د عالم حیثیت پکې تر مالک (مالدره) غوره وي.
ـ چې په ښاریانو کې یې په عامه توګه د (وبښئ، بښنه غواړم، تېروتنه مې وکړه) کلمې ډېرې عامې وي.
ـ چې ښاریان یې سالم غاښونه ولري.
ـ چې که پکې د چا په سیاست او فکر انتقاد وشي، جنجال او غوسه پرې جوړه نشي.
ـ چې د ملي ګټو ساتلو او پاللو لپاره یې مخالف سیاستمداران هم یو لاس شي.
ـ چې کله پولیس موټر چلوونکي ته د ودرېدو اشاره وکړي او پولیس موټر چلوونکي ته ورشي، نه دا چې هغه ځانته را وغواړي.
ـ چې د وطن ګټې ورته تر هر څه لومړیتوب ولري.
ـ چې په هغې ټولنه کې خلک د لوړ دولتي مقام غوښتونکي ونه اوسي، بلکې د لوړ فکر، همت او وړتیا په لټه کې واوسي.