راپور: کيهان حماس

د روان کال د حمل پر ۱۹ تاريخ د ژوند ادبي بهير۱۲۰مه غونډه ترسره شوه، د دريځ چارې احسان الله درد پر مخ بيولې او غونډه د شاه محمود عابد په تلاوت پرانيستل شوه. د غونډې راپور کيهان حماس  او ځانګړې موضوع د ماشوم روزنې تر سرليک لاندې  چې مدثر ساحل چمتو کړې وه، محمد الله شاکر واوروله.

د تېرې اوونۍ راپور چې کيهان حماس ليکلی و، وړاندې شو. ګډونوالو خپل نظرونه ونه سپمول.

جمال ثاقب  راپور د لومړي راپور په توګه ښه ياد کړ، زياته يې کړه: «[چا راپور ته د انتقاد ګوته نيوله، چا ښه ياد کړ.] داسې مبهمې جملې بايد پکې نه وي، بايد جملې صريحې وي چې اورېدونکي ور څخه مطلب واخيستلای شي.»ده د جملو د اوږدوالي يادونه هم وکړه، ويل يې چې «[احسان الحق راپور ښه وباله او د دقت ښېګڼه يې ځانګړنه ياده کړه.] دا جمله په لنډو الفاظو کې هم راتلای شوه چې بايد راغلې وای.» د جملې د اوږدوالي تر څنګ يې د خيالي جملو  راوړل هم د راپور خلاف وباله لکه: «شاعرانه تندو ته يې د خيال په وزرو کې اوبه راوړې.» ثاقب دا هم ويل چې په راپور کې بايد دومره تسلسل نه وي چې لومړی تلاوت وشو بيا ادبي درس او ورپسې مشاعره وشوه او دا کړۍ بايد ماته شي چې راپور خوندور راشي.

عبيد الله امين ويل راپور ښه و، لنډ و؛ خو تر قوس مخکې د (خو) راوړل د ګرامر خلاف دي، دا يې هم ويل چې راپور نسبت نورو ته خيالي نه و او پر واقعيت ولاړ و.

شاه محمود عابد د لومړي راپور په توګه ښه وارزاوه او ويې ويل  چې په راپور کې بايد ډېر دقت وشي او د (هر اړخيز) ترکيب مجرد استعمال يې د راپور ليکنې خلاف وښوو؛ ځکه چې مرجع بايد ورسره راغلې وای.عابد له دې امله پر راپور انتقاد کاوه چې په تېره اوونۍ کې پر دې جمله باندې چې «د اسمان تور رنګه جامې په تن وې» ډېرې خبرې شوې وې؛ خو په راپور کې ټولې خبرې نه دي راوړل شوې. عابد د راپور پر ښو لوستلو ټينګار وکړ، د «ټټر وهلو» ترکيب يې هم پر ځای و نه ګاڼه؛ ځکه چې ټټر سړی په ميدان کې وهي او دا خو دومره غټ کار نه و چې سړی ورته ټټر وهي.

احسان الحق پر «په داسې حال کې» ترکيب باندې نيوکه کوله او ويل يې دا د پاړسي تحت اللفظي ژباړل شوی شکل دی.

هميم د دې جملې له کارولو سره همغږی نه و «د ژوند ادبي بهير (۱۱) کړۍ د شاه محمود عابد په تلاوت خلاصه شوه.» ده ويل چې د ځنځير کړۍ ته بايد بل معادله کلمه راوړل شوې وای.

بخت مرجان بختيار هم د عابد خبره تاييد کړه چې ويل يې، په راپور کې بايد خبرې پوره او دقيقې راوړل شي، په روانه ژبه وي او اسانه ولوستل شي.

د غونډې بله برخه کره‌کتنې ته ځانګړې وه چې د مسکين عاجز پر غزلې وشوه.

د خلکو بدګمان مې زړه په اندېښنو غوڅوي

لکه مرۍ چې د حيوان  خلک په چړو غوڅوي

له چا نه ستړی يم په دغه زمانه کې د ژوند

څوک مې په تور د مينې څوک د مينې په نارو غوڅوي

محمدالله شاکر  په لومړي بيت کې د «بدګمان» کلمه درنه وبلله او ويل يې سکته‌ګي راولي.

امين بيا په لومړي نيم بيتي کې «د خلکو استعمال»ترکيب ښه ونه باله؛ ځکه چې په دويم نيم بيتي کې هم راوړل شوی او باربار راوړل د نثر تخنيکي اړخته تاوان رسوي.

هميم ويل چې په لومړي نيم بيتي کې بايد د «زړه» کلمه سرته راوړل شي، خو د خانولي کامران نظر دا و چې که زړه سرته راوړل شي وروسته ترې کمزوری ضمير «مې» راځي او دوې معناوې ورکوي.

بخت مرجان په شعر کې د قافيې اهميت ياد کړ او ګرامري جوړښت يې تر ډېره حده مهم وښوو؛ خو په شعر کې يې د ضميرونو مخکې وروسته کول معمولي او پېښېدونکې چاره وګڼله؛ ځکه هنريت راولي. په شعر کې موسقيت بايډ ډېر په نظر کې ونيول شي.

جمال ثاقب ويل د شعر پر الفاظو بايد ډېر تاکيد وشي، ځکه که الفاظ ښکلي وي او معنا کې هومره قوت نه وي بيا يې هم خلک په مينه اوري او د هميم د نظر تاييد يې کاوه چې د زړه کلمه بايد مخکې راوړل شي لکه «زړه مې د خلکو بدګمان په اندېښنو غوڅوي» او عابد هم همدا نظر تاييداوه.

بس دی جانانه! په ګرېوان مې اوښکې مه تويوه

سينه يې وڅيرله زړه په ښکته تلو غوڅوي

امين په پورته بيت کې يو ځل بيا د زړه ذکر د شعر بې‌خوندي وګڼله، خو ثاقب ويل چې که په يو بيت کې يوه کلمه دوه وارې راوړل شي بې‌خوندي رامنځ ته کوي او دا چې په پورته بيت کې راغلې او په دې کې بيا راغلې دا پروا نه لري. هميم ويل که چېرته د زړه کلمه په قافيه کې راغلې وای، بيا د امين خبره پر ځای وه خو دلته په قافيه کې نه ده راغلې.

ثاقب بيا په همدې بيت کې د «ښکته تلو» ترکيب غيرهنري وښوو، ويل يې چې د دې پرځای بايد د «قطرو»  کلمه راشي او همدا بيت يې د غزل د اوج بيت وباله.

زه ورته وايم بې‌ګناه يم قناعت نه‌ کوي

داسې ظالم زموږ سرونه په پيسو غوڅوي

ثاقب ويل چې په دې بيت کې د «داسې» پرځای«دغه»اشاري وييکی ښه راځي.

په اخېري برخه  کې مشاعره وشوه، بېلابېلو شاعرانو خپل شاعرانه ذوق خړوب کړ.

په پای کې غونډه د عابد په دعايې پای ته ورسېده، راتلونکې غونډې ته حميدالله تسل د کره‌کتنې لپاره د نثر راوړلو او زيارت ګل توتاخېل د ځانګړې موضوع ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *