راپورګر: وحيدالله الهام –

رالېږونکی: نقیب عزیزي –

ژوند ادبي بهير خپله پرلپسې دوه نوي يمه غونډه د ۱۳۹۳ لمريز کال د لړم میاشتې پر ۲۶مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ودانۍ په تالار کې وکړه.

یاده غونډه د وحیدالله الهام لخوا د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه او د دریځ چارې یې د نقیب احمد عزیزي پر غاړه وې.

نیازمحمد ویاړ د میلمه او صدیق روان د غونډې د کوربه پر څوکيو ناست وو، روان د تیرې ناستې راپور ولوست چې د ملګرو په پراخه نظرونو بدرګه شو.
رحمت الله جاهد د لیډ تر څنګ د راپورګر نوم او په راپور کې د شاعرانو نومونه راوړل بې ضرورته وبلل. حمیدالله حمیم راپور وستایه خو د کره کتنې په برخه کې یې د شاعر د نظر د راوړلو یادونه وکړه. د زاهد احمد په نظر راپور تشریفاتي اړخ درلود، هغه وویل راپور باید خپلواک وي خو د شاعرانو د نومونو د راوړلو پر ځای د هغوی د شمېر څرګندولو پلوی و. محب الله وصال راپور تشریفاتي نه بلکې ادبي وباله او زیاته یې کړه چې په ادبي راپور کې تشریفاتي الفاظو ته اړتیا ده.

هلال عاجز د راپور د لاښه کولو لپاره د ګډونوالو نه د تجربو د شریکولو هیله درلوده. الله محمد اتل د لومړي راپور په توګه د روان راپور روان وباله او د نورو راپورنو د لاښه والي هیله یې وکړه؛ خو د لنډې جملې پر ځای د لنډکۍ جملې لیکل یې ناسم وبلل. عزیزي راپور ښه و ارزاوه، د لېږديز/هجري لمريز قيد يې د لمريز لېږديز په اوښتي شکل د پښتو پر ليکدود برابر وباله. پر عزيزي د کاروان صاحب په حواله ويل چې ((د خوند په لحاظ په لېږديز کې د هجري ضمني او خوږه معنا نه ليدله کېږي.)) ده د راپور بې اړتيا اوږدوالی ښه و نه باله، او په لیکنه کې یې د معیاري لهجې په لیکلو ټينګار وکړ.

خاموش بیا تر هر بیت لاندې د کره کتونکو د نظرونو د راوړلو طرفدار و، ویل یې چې د ټول غزل په پای کې د نظرونو راوړل ذهني تسلسل خرابوي. صدیق روان د ملګرو نظرونه د خپلو نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټور وبلل.

(په قران کریم او احادیثو کې د مسلمانانو صفات ) تر سرلیک لاندې ځانګړې فکري موضوع شاه محمود عابد او ادبي درس چې د زورکي په اړه و اتل مشواڼي د غونډې ګډونوالو ته واورول، ملګرو د درس منځپانګه کره او پوره وبلله. خاموش د واول پر ځای د خپلواک کلمه راوړل او عزیزي((په پښتوژبه کې)) غونډ پر ځای ((په پښتو کې)) لیکل ښه وبلل. الهام د (ه) په سر د همزې لیکل د زورکي لپاره یو ښه ګرافیم وباله او ټينګار یې وکړ چې که څوک دا ناسم بولي باید تر دې ښه بدیل وړاندې کړي چې ستونزه حل شي.

جاهد او شهنواز نوري بیا د معیاري لیکدود د نه شتون نه سر ټکاوه خو دا یې د علومو اکاډیمي کار وباله چې هغه باید اقدام وکړي.

د غونډې پای په مشاعره سره رنګین شو چې: بهادرقادر، عبدالله حنیفي،سباوون مشال، رحمت الله جاهد،خلیل احمد، سمسور،اسلم زوی،عابد،خالد افغان،زاهد احمد،نوید زیری،اسدالله نصرت،همیم،عاجز،عزیزي او ویاړ خپل راوړي شعرونه واورول په پای کې میلمه غونډه ښه وارزوله د لا بریا په هیله و،غونډه نږدې ماښام په دعا سره پای ته ورسیده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *