راپور: رحمت الله جاهد –
د ژوند ادبي بهير ۱۰۴ غونډه د ننګرهار پوهنتون په انګړ کي ترشنو ونو لاندي د ماسپښین پر۳ بجو د شا محمود عابد په تلاوت پیل شوه.ژوند ادبي بهیر، چې په اونۍ کې يوځل غونډه لري چې له ادبي درس، ځانګړې موضوع، پرنظم یا نثر کره کتنه او د غونډي په پای کې له مشاعرې څخه عبارت دي.
د هر کله په څیر د تلاوت څخه وروسته د غونډي مینوالو ته د تېري اونۍ یاني د۱۰۳ غونډي راپور د نقیب احمد عزيزي له خوا وړاندي شو.
د راپور د اوریدلو څخه وروسته پرراپور باندي بحث وسو، چې الله محمد اتل د عزیزي راپور وستایه او یادونه يې وکړه، چې ادبي راپور باید همداسي جوړ سي څنګه، چې عزیزي ترتیب کړی وو.
و حیدالله الهام وویل که د ادبیاتو ودانۍ پرځای د ادبياتو پوهنځی یاد شوی وای ښه به و.
شا محمود هم په خپل وار سره یادونه وکړه، چې په راپور کي هغه څه وویل شول، چي ما په کي هيڅ داسي څه پیدا نه کړه، چې هغه دې له عزیزي څخه پاته وي.
د غونډي یوبل برخوال صدیق روان د عزیزي راپور وستایه او یادونه یې وکړه، ادبي راپور ځکه اوږد و، چې کلنی راپور و.
خو دین پاچا مسعو بیا د عزیزي راپور ځکه وستایه، چې په راپورکې هغه څه وویل شول، چې هغه باید وویل شي.
دنظرونو په پای کې عزیزي د یاوني په شکل وویل چې ژورنالیستک راپور ځانته اصول او قاعدې لري او ادبي راپور ځانته. ادبي راپور هم اورو اوهم ترې څه زده کوو.
په دوه همه برخه کې ځانګړې موضوع دین پاچا مسعود او ادبي درس د الله محمد مشواڼي له خوا د غونډي برخوالو ته وړاندي شوه. د مشواڼي د درس سرليک (علامه اقبال، خوشحال بابا او د خودۍ فلسفه) و
ليکلي و، چې : (د علامه اقبال د شعر ډېر برخه د منځپانګې له مخې د خودۍ فلسفه وړاندې کوي.خودۍ چې انا هم نومول شوې انګلسي کې يې ego بولي.د نورو ډېر شعري او فلسفي مفکورو په څېر خودي هم پېچلې موضوع ده، چې لنډ جوت تعريف او پولې ټاکل يې ستونزم برېښي.علامه اقبال د وخت حالات او ټولنه دقيقه مطالعه کړې وه؛ ځکه خو يې رنځ موندلی و او وړ دارو يې هم ورته پيدا کړل.له اقبال وړاندې په اردو ژبه کې دوه ستر شاعران تېر شوي،چې دواړو ټولنه مطالعه کړې او پر اړه يې نظر ورکړی.حالی و، چې د سوز او درد په ژبه يې مسلمانانو ته تېر برم ور ياد کړ او نوي زوال ته يې متوجې کړل.دویم اکبر و چې مسلمانان يې د ظرافت په ژبه خپل پالنې ته راوبلل او د نورو له تقليده د ژغورلو درس یې ورکړ.حالی جدت پسند و، د تېر تهذيب وړه نيمګړتيا یې هم بې نيوکې نه پرېښوده؛خو دواړو خپل مهالې تيارې د اميدونو په څراغو څېرې کړې او ولس ته يې نوی ژوند ور وباښه.)
په دې اړه د انانيت يا خودي موضوع له ګڼو اړخونو وڅېړل شوه. عزيزي د فرويډ د ارواپوهنې له نظره د شخصيت سازمان په دې برخو چې له ايډ، ايګو او سوپر ايګو څخه عبارت دي، تشريح کړ. مشواڼي زياته کړه چې: (خوشحال بابا په خپل سياسي اجتماعي نښير دستارنامه کې لومړی هنر د ځان د پېژندګلوۍ تر سرليک لاندې راوړی.دستار نامه د خوشحال خان د نثري لیکنو معتبر کتاب دی، چې د یوې ډلې، قوم،هيواد د مشر ځانګړتياوې یې پکې بيان کړي.خوشحال ځان پېژندې ته دومره پر منښت قایل و، چې دا یې د ټولو هنرونو په سر کې لومړی هنر راوړ.د خان همدا پېژندنه د اقبال خودي ده، يوازې دنومونو توپير لري.د خوشحال خان په څېر هر اړخيز شاعر همدومره وخت لري، چې موضوع په ټوله کې بيان کړي، که دهرې موضوع سپړيزه يادونه کړې وای ښايي ډېر څه ترې نيمګړي پاتې شوي وای.پر دې مانا چې خوشحال هم خودي څېړلې خو د ټولې شاعرۍ او مبارزې هدف يې نه دی ټاکلی.)
په دریمه برخه کې د خالد فغان پرشعر کره کتنه پیل سوه:
د سیلۍ شور د خیال پروازکاڼي دي زه او ونه
روان وویل که دسیلۍ شور پرځای د پاڼو شور وویل شي بیت به ډيرښه راسي او په ویلو کي به هم ښه وي.
عزیزي وويل، په دې بیت کې داسي الفاظ دي چې د ردیف ښه کارونه يي پکې کړه ده او مهمه ده چې په شعر کي له نور بيت سره پخلا راوړل شي.
مشواڼي په دې نظر و چې دشعر مهم اصل دادي چې خیال، فکر او تخیل پکې موجود وي.
د غره لمن د ژوند غرمه رڼې اوبه او ونه
مشواڼی ويل چې شاعر دغره لمن کې ځان تنها ښه يې دغره لمن کې رڼې اوبه دي الهام وویل شاعر ډير ښه تصویر وړاندي کړی.او له هر څه ډير ناهیلی دی.
ماته مقام ماته شهرت او دولت مه راکوه
ماته غزل، ماته جواري، ماته سابه او ونه
شاعر دلته د خپل شعر سره مینه لري. او د شاعر فطرت تنهایې او یواځي والی خوند ورکوي. د عزیزي نظر دا و چې شعر يې روان او په رديف کې يو رنګارنګي راوستې ده.
مینې! په خدای د دې احسان دي پور وړی یمه
روان وايې شاعر له مینې سره پالنه او پښتني دودونه ښکاره کړي
د پښتو ملک د چم کاته د جانان خوله او ونه
عزیزي: د پښتنو ملک څیړل شوی او قناعت ورکول شوی هغه وايي مخکی داحالت وو او اوس ځیني مفاهیم یادوي.
پرون چې ډېر مزدورۍ ستړی کړم نو ومي ویل
عزیزي: معنی یې څرګنده ده او د ټولني ناخوالو ته یې توجه کړې.
پرش د مزورو وای او زه وای پرې ویده او ونه
زه هم پوه نه یمه، چې څنګه په ماښه لګېږي
اتل وایې شاعر دلته کوم اځور چې وړاندي کړی زیان یې نه دی ورسېدلی یو دلیل داهم کیدای شي چې الفاظ یې روان دي.
عزیزي په خپل وار سره وویل چي د ښه شعر یو خاصیت دادي چې ډير مستقیم نه وي، غیر مستقیم بيان ولري چې په دغه بیت کې داکار شوی دی.
کېږدۍ، باران او ستا دسترګو مړه کاته او ونه
زه چې د دې وطن په غم ژاړم ګواه خو پاتي
عزیزي: شاعر په دې بیت کې د وطن مشکل په ونه کې ښکاره کړی او شاعرانه دي او کیدای هم شي.
اسمانه! ځمکي! ای زما غزله! ته او ونه
بس خدای درکړي دي او خدای به په دې ښه پوهیږي
که نه زما په عقل نه لګي ستازړه او ونه
بېد یا ده دلته پرې د چا پابندي هم نشته ده
خالده! بیا نو ولي غلې دي تیاره او ونه
غونډه د خالد افغان پرشعر کره کتني سره سم د شامحمود عابد له خوا په دعا پای ته ورسیده.
او دراتلونکې غونډي د ادبي درس لپاره عزيزي او ځانګړي موضوع لپاره الهام او د کره کتني لپاره روان د خپل نثر راوړلو ژمنې وکړې.
با ید یادونه کړو چې د غونډي ویاند رحمن الله وو.