د ارواپوهنې په برخه کې د پیاوړي لیکوال او ژورنالیست “حضرت عثمان نوري” (د ژوند اووه رازونه) کتاب، د زر ټوکو په شمېر په نړیوال معیاري نمبر (ای ایس بن) شمېرې د کتاب خپرندویې ادارې له لورې په ښکلي او لوړ صحافت چاپ او بازار ته وړاندې شو.

د کتاب ژباړن ښاغلی “نوري” لیکي: د ژوند اووه رازونه کتاب د ارواپوهنې برخه ده او د اوسنۍ نړۍ پرمختګونو ته په پام سره یې مطالعه او زده کړه زموږ د نوې کهول لپاره ستره اړتیا بلل کیږي. زموږ په هېواد کې د پخوا په پرتله اوس له ښه مرغه ډېرو ارواپوهانو تر خپلې وسې کار کړی دی او په دې برخه کې کوچنۍ رسالې او ستر کتابونو لیکلي دي. د ارواپوهنې په برخه کې کار کول بېل مهارت غواړي، که څه هم په دې برخه کې له ما وړاندې د پوهنتون بېلابېلو استادانو او ارواپوهانو ډېر زیار وېستلی دی، خو د الله (ج) په فضل ما په دې کتاب کې د بهر هېوادونو د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو او ارواپواهانو ګټور او اړین مطالب خپلې مورنۍ ژبې ته راوژباړل او په دې کتاب کې مې ځای پر ځای کړل.
نوري صاحب په کتاب کې د همکار ملګرو نومونه هم ذکر کړي دي او زیاتوي: زه له خپلو درنو ملګرو دروند استاد پوهنیار محبوب شاه محبوب، پوهنیار فرید ساحل، استاد خیرشمال شینواری، نقیب سهار، اسدالله هدایت، عطا محمد میاخیل او له خپل ګران ورور حضرت عمر نوري څخه هم د زړه له تله مننه کوم، چې ما سره یې د کتاب لوستنې، لېکنې او په بېلابېلو برخو کې هلې ځلې کړپ او تل یې هڅولی یم چې مطالعه وکړم او زده کړو ته دوام ورکړم، زه یې د مینې پوروړی یم.
دغه راز د زړه له تله له تکړه لیکوال “اختر محمد ژوندون” څخه هم ډېره مننه کوم چې زما د کتاب د بیا کتنې او سمونې لپاره یې خپل قیمتي وخت راکړ او پر هغه یې څو کرښې وکاږلې.
ښاغلی ” نوري” زیاتوي: ما خپلې خوږې ژبې سره د مینې په پار دا کتاب د پښتو ژبې د پرمختګ او په ځانګړې ډول د ځوان کهول د پرمختګ په نیت لیکلی، نور قضاوت به نقادان کوي.
په کتاب بیا کتنه او سمونه درانه ملګري او پیاوړي لیکوال “اخترمحمد ژوندون” کړې ده، دغه راز یي پرې په څلورو مخونو کې تقریظ هم ښاغلي “ژوندون” صیب کښلی دی. نوموړي په څلور مخه تقریظ کې دې ټکو ته هم اشاره کړې ده: (زه د يو ځوان په توګه د درانه او پر تلاشه ملګري حضرت عثمان ((نوري)) دا هڅه ستایم او ده ته په دې برخه کې د لابریالیتوب هیله کوم. نوري صاحب د انګلیسي ژبې ادبیات لولي، له ده ډېره تمه کیدلای شي چې خورا مهم او اړین توري پښتو ژبې ته را وژباړي؛ ترڅو زموږ ژبه لا هم غني شي. دی لا ځوان دی او په دې برخه کې د ((ژوند اووه رازونه)) لومړنۍ تجربه ده، دده دا لومړنۍ هڅه به ضرور له ستونزو سره مله وي؛ خو د ګټو پله یې تر تاواني هغې په کافي اندازه درنه ده.)
دغه راز د ژباړن لنډه پېژندنه پرې بیا دروند استاد “خیرشمال غمشریک شینواري” لیکلې ده. نوموړی لیکي: (نوري صاحب په پښتو ژبه بېلابېلې لیکنې کوي، له انګلیسي او فارسي ژبې بېلابېل اړین معلومات را ژباړې، د نوموړي هر اړخېزې لېکنې او ژباړې په بیلابېلو مجلو او ويپاڼو کې خپریږي.
خوښ یم، چې ښاغلي نوري د ((ژوند اووه رازونه)) کتاب چاپ شو. د ده د لا بریاوو هیله کوم.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *