نجلۍ غبرګ لاسونه تر زنې لاندې کړل. د پروفیسور سترګو ته یې وکتل:
_ نو مرګ ډارونکی نه دی؟
استاد خپلې عینکې په مېز کیښودلې. څوکۍ کې یې تکیه وکړه:
_ کله چې روح له بدنه جلا کیږي. دا یوه نوې تجربه ده. د ژوند بل اړخ دی. زه وایم موږ نه مرو. مرګ دا مانا چې هر څه له منځه ځي. خو دلته یوازې روح او تن بېلېږي.
نجلۍ زر، زر نوټ اخیست. لوړ غږ شو. ځمکه وښورېده. ټولو یو بل ته وکتل، ښيښې ماتې شوې. کریغو فضا وپوښله. تیاره شوه. نجلۍ د کړکۍ لور ته وکتل. د پوهنتون د برنډې څراغ مړ و. کڼوونکي غږونه و، لکه د نجلۍ حجرې چې خوري. لاسونه یې له ځانه تاو کړل. ډزې شوې. خلکو منډې وهلې. هر یو له بله مخکې کېده. د کوڅې خلکو د کورونو دروازې پرانیستې؛ زده کوونکي ورننوتل.
نیم سات وروسته:
څراغ روښانه شو. سړي ټوپک شاته کړ. نجلۍ یې وخوځوله.
_ ته ښه یې؟
د ده په خړې دریشۍ د وینو څاڅکي نښلېدلي و. د نجلۍ سترګې تیاره، تیاره کېدې. سړي لاس ورکړ، د باندې د امبولانس غږ لا هم و. اسمان تور و، عسکر اوبه ورکړې. دې پښې او لاس لانده کړل. سر یې وښوراوه لکه راویښه شوې چې وي. موبایل یې له دستکوله راویوست. فېسبوک کې یې ولیکل:
_ زه ژوندۍ یم.
مور یې په فون ډاډه کړه. سړي ورته وکتل:
_ جنګ و! ته ولې ونه وتلې؟
د دې له سترګو اوښکه وښویده. یوه ډله له عسکر نه راتاو شول. پوښته یې:
_ د ټپيانو کره شمېر څه ده؟
نجلۍ ځان سره غږېده:
_ زه ډار تیږه کړې وم. روح مې جلا نه شو خو وخوږیده. داسې خوږیده لکه ازغي چې پکې راټوکېدلي وي. زه باید پروفیسور ته ووایم چې: موږ لا د ژوند د بل اړخ تجربې ته تیار نه یو.