ستړى شوم.  له کار ځايه راووتم. يو بوتل اوبه مې راواخيستې.  پيتاوي ته کېناستم. د لرگينې څوکۍ مخه چمن ته وه. شا ته يې سړک و. موټر پرې لږ و، شور يې نه درلود.. پر څوکۍ کېناستم. د ژمي لمر تود نه و خو خوند يې کاوه. څوکۍ سړه وه، ونو ته پاڼې نه وې ورپاتې.

يو غوړپ اوبه مې وڅښلې. سترگې مې پټې کړې. تکيه مې وکړه ، غوښتل مې په هېڅ فکر ونه کړم. داسې غلى شم لکه د کمپيوټر تڼۍ چې ووهې او مړ يې کړې. غلى ناست وم. هېڅ غږ نه و يا مې نه اورېد. څړپا شوه. نه مې غوښتل سترگې پرانيزم. خو غږ ورو ورو رانژدې کېده. لکه يو څوک چې پاڼې جارو کوي. يوه سترگه مې پرانيسته. کړوپ شوى بنده را روان و. يو لاس يې شاته په کړوپه ملا نيولى و په بل يې لکڼه نيولې وه.رانژدې شو. دواړه سترگې مې پرانيستې، پښې مې راټولې کړې. دى مې څنگ ته په څوکۍ کېناست. ساه ساه و ، لکه اوږد مزل چې يې کړى وي. سترگې مې بيا پټې کړې. غوښتل مې هېر يې کړم. ويې ټوخل. زگېروى يې شو، په څوکۍ کې وښورېد. غږ يې راباندې وکړ:

–          څو بجې به وي؟

–          يوه نيمه به وي.

–          نه دقيق وخت څه دى ؟

ساعت ته مې وکتل.

–          شل کم دوې دي.

–          ښه مننه، دغسې.

دغسې يې بده راباندې ولگېده. لکه راته وايي چې سمه خبره کوه. په ځاى کې وښورېدم. سترگې مې بيا پټې کړې. دى ناست و. زگيروى يې و. ټوخل يې. له  ما يې ” دغسې” نه هېرېدل. لکه د ټوپک غږ چې په غرونو کې انگازه وکړي. لا يې غږ ورک شوى نه وي چې بل ډز وشي. پورته شوم. ژر ژر رهي شوم. راپسې غږ يې کړل:

–          بکس دې پاتې شو.

شاته مې وکتل. بکس مې په څوکۍ پروت و. ده لکڼه ورته نيولې وه. ودرېدم. د ده د مخ گونځو ته مې پام شو. سترگې يې په گونځو کې پټې شوې وې. شونډې يې ځړېدلې وې. تکه سره پوزه يې غټه وه. ورغلم، بکس مې واخيست. اممممم مې وکړل لکه مننه چې ورته وايم.  دۀ وويل:

–          ولې دې داسې بيړه ده؟

غلى پاتې شوم. ځواب مې يې نه درلود. خو غوسه يې نوره هم رازياته کړه. لکه پېغور چې راکوي. خو نه مې غوښتل څه ورته ووايم. ما ويل زوړ دى. ده بې له دې چې راته وگوري ، وويل:

–          دا ځينې فکر کوي چې که دوى حرکت ونه کړي ژوند به ودرېږي.

–          مطلب دې څه دى؟

راته ويې کتل. کښته پورته يې راته وکتل. لکه احمقانه پوښتنه چې مې کړې وي. غوښتل مې ترې رهي شم، ويې ويل:

–          ټولو ځواني درلوده، ټولو ژوند کړى، يوازې ته نه وې.

–          ما کله ويل؟

–          کرار شه، عصاب دې ارام کړه، په ژوند به پوه شې.

ترې رهي شوم. نيغ دفتر ته ولاړم. کمپيوټر مې روښانه کړ. همکار مې راته وويل:

–          مزې دې وکړې، يوه شېبه ارام شوې.

هغه چابک رهي شو، راته ونه درېد چې ځواب ورکړم. بيړه يې وه. د کمپيوټر د شيشې لاندې ښي لاس ته مې ساعت ته وکتل، ناوخته کېده. کار مې پيل کړ. د مېرمنې ايميل راته راغى.

–          نن شپږ بجې له ډاکټر سره بايد ووينو، اووه بجې سودا ته بايد لاړ شو، اته نيمې بجې مېلمانه راځي، پام دې اوسه چې ناوخته نه شې.

د ريس له خونې زنگ راغى، ويل يې کارونه بايد ژر خلاص کړم، ځنډېدلى يم.

 له مېزه پورته شوم. کړکۍ ته ودرېدم. لاندې د سړک پورې غاړې مې په چمن کې لرگينې څوکۍ ته وکتل. بوډا خوځېده. ورو ورو پورته شو. د لرگينې څوکۍ لاندې د اوبو بوتل پروت و. هېر شوى مې و. تږى شوم، خو وخت نه و.

د جنوري ١٣ مه ٢٠١٥

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *