موږ ټول په يوه ماته او سورۍ بېړۍ کې ناست وو، د سمندري توپان او اوچتو څپو يوه زړه ماتوونکي انځور راته له هرې خوا سترګکونه وهل، خو د بېړۍ سپرو هر يوه د خپل زړه او درد کيسې را اخيستې وې.
هغوى په خپلو خبرو کې دومره ګرم راغلي وو، چې په سمندر خورېدونکې تياره او وړاندې د مرګ خلاصه کړې وېروونکې غېږه يې نه ليده. د بېړۍ سوريو او ماتو دړو ته دهېچا هم پام نه و.
ډېرو لويو او هوښيارانو هم د خپلې مينې او مينه ځپلو زړونو کېسې کولې، د خپلو معشوقو سره په خبرو او ښکلو مخونو او مجازي ښايستونو په ستاينو سر وو. دوى ټولو هېره کړې وه، چې اوس د دوى مينه يوازې بېړۍ ده او بايد تر ټولو زياته مينه له خپلې سورۍ بېړۍ سره وکړي، څو له را روان سمندري توپان څخه خپلې مينې وژغوري.
کله چې د توپان لومړۍ څپې د بېړۍ په څنډو ولګېدې، نو له سرونو يې د مينې خمار او د هوسونو نشه والوته. ډېرو د خپل محبوب لاسونه پرېښودل او د بېړۍ ماتو تختو ته يې د خپل ژوند د پايښت په هيله منګولې واچولې.
هغوى ايله د مرګ په غېږه کې حس کړه، چې لا خو مينې ته نه رسېدلې، لا يې روحونو له مرګ سره د مينې ازلي پيوند نه دى اخيستى او د هغوى د مينې ساحل لا ډېر وړاندې د سمندري توپانونو او مرګوني څپو شاته د ژوند د بېړۍ ورتلو انتظار کوي.
٢٠١٤ د مې ٢١مه