۱ـ هېڅکله د دریم کس په شتون کې چا ته لارښوونه او نصیحت مه کوئ.
۲ـ هېڅکله مو ماشومانو ته د لوبو جنګي وسلې د ډالۍ په توګه مه پېرئ.
۳ـ هېڅکله د دغو درې څېزونو تر اغېزې لاندې مه راځئ: ۱ـ پیسې۲ـ تېر وخت۳ـ خلک.
۴ـ هېڅکله دغه درې څیزونه له چا څخه مه ځاروئ: ۱ـ صداقت۲ـ احساس۳ـ کورنۍ.
۵ـ هېڅکله په یو وخت کې د دوو سویو پسې منډې مه وهئ.
۶ـ هېڅکله په تړل یا غوټه شوي موټي نشو کولای چا ته لاس ورکړو.
۷ـ هېڅکه وړوکی چانس د ډېرو لویو موخو لپاره مه کاروئ.
۸ـ هېڅکله د یوه سیند د ژورتیا د موندلو لپاره په دوو پښتو مه ورګډېږئ.
۹ـ هېڅکله په ککړه ګوته د نورو نیمګړتیاوو ته نغوته یا اشاره مه کوئ؟
۱۰ـ هېڅکه یو ارام سیند له کوم چا څخه په ناڅاپي توګه قهرمان نه شي جوړولئ.
۱۱ـ هېڅکله مه پرېږدئ، چې له خپلو عیبونو څخه مو ووېرېږئ.
۱۲ـ هېڅکله د کوم چا د مېرمن په هکله څه مثبته وي څه منفي نظر مه ورکوئ.
۱۳ـ هېڅکله د کار یا کړنې تر پای ته رسېدو له کوم چا سره د خپلې بریا او پرمختګ په اړه خبرې مه کوئ.
۱۴ـ هېڅکله د نن ورځې پرېشاني د سبا ورځې ستونزه نه شي حلولای، یوازې د نن ورځې خوشالي مو له منځه وړي.
۱۵ـ هېڅکه له بې حیا انسان سره بحث مه کوئ، ځکه هغه د لاسه ورکول لپاره کوم شی نه لري یوازې تاسو ضایع کوي.
۱۶ـ هېڅکله درې کسان په ژوند کې مه هېروئ:۱ـ هغه څوک، چې په ستونزو کې یې پرېښي یاست۲ـ هغه څوک، چې په ستونزو او سختیو کې درسره مل وو ۳ـ هغه څوک، چې په ستونزو کې یې لا هم را ګیر کړي یاست.
۱۷ـ هېڅکله له هغه چا څخه، چې ستاسو سره هم انده دی کوم شی نه شئ زده کولئ.
۱۸ـ هېڅکله له هغې نجلۍ څخه د بریالي ګډ ژوند تمه مه لرئ، چې دوه ځلې یې په ډاډ د نه ځواب درکړی وي.
۱۹ـ هېڅکله له هغه ځوان سره د بریالي ګډ ژوند تمه مه لرئ، چې وایي مور مې له تا سره مخالفه ده.
۲۰ـ هېڅکله له مخې یوې غوا ته، له څټ یوه خره ته او له هېڅ اړخه احمق ته مه نیږدې کېږئ.
۲۱ـ هېڅکله له هغه ځوان سره د بریالي ګډ ژوند تمه مه لرئ، چې وایي اوس به سره وو بیا به وروسته وګورو، چې څه کېږي.
۲۲ـ هېڅکله پرته د کوم چا له بلنې څخه د هغو کور یا کارځای ته مه ورځئ.
۲۳ـ هېڅکله په هغه حالت کې، چې تاسې نه وئ نور مه قضاوت کوئ.
