۱- روغتیا ته مو پام وکړئ
تاسو یوازې یو وجود لرئ، پر قدر یې ځان پوه کړئ. کله چې خدای مه کړه ستاسو روغتیا له ګواښ سره مخ شي، هغه وخت بیا هېڅ هم نه شئ ترسره کولای. هڅه وکړئ د کارونو په اونیز مهالوېش کې ورزش ته وخت ځانګړی کړئ. له بې ګټې خوړو چې یوازې وزن زیاتوي، ډډه وکړئ.
ښکاره ده چې عادتونه پرېښودل ستونزمن کار دی خو د وخت په تېرېدو سره به له هغه څه سره عادت شئ او د خوښۍ احساس به وکړئ.
۲– وړتیاوې مو له نورو سره شریکې کړئ
که له ځانګړو مهارتونو برخمن یاست، کولای شئ له خپلو خپلوانو، کلیوالو او ګاونډیانو سره مرسته وکړئ او ان د هغوی لپاره کورس ونیسئ او خپل مهارت هغو ته هم ور انتقال کړئ. که له مالي اړخه پر ځان بسیا یاست کولای شئ هغه کسان چې له زده کړو سره مینه لري، خو د بېوزلۍ له کبله نه توانېږي، مرسته ورسره وکړئ، څو هغوی هم له دغه نعمته برخمن شي.
تاسو چې هر ښه کار ترسره کوئ، له یوې خوا د خدای پاک رضا لاسته راوړئ او له بلې خوا ستاسو د خوښۍ سبب هم ګرځي. اړ او مجبور کسان په ټولنه کې کم نه دي، مالي وضعیت ته مو په کتو له هغوی سره مرسته وکړئ.