ژباړه: حمیدالله حمیدي

تل قانع اوسئ!

هېڅ وخت بل چاته سترګې مه پټوئ! د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لری او یا ورته کافي پانګه نه لری، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه پلي تګ، له دوستانو سره ناستې ولاړې او په طبيعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.

پرېږدئ چې پيسې مو جریان پیدا کړي

سمه خبره ده چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو د دې پر ځای چې پیسې سپما کړی او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي، ښه به دا وي چې پیسې مو په کار واچوئ او پانګونه پرې وکړئ، ځمکه واخلئ او یا له چا سره ګډ کار پرې وکړئ.

تل د زده کړې په هڅه کې اوسئ!

د دې لپاره چې په ژوند کې خوښ واوسئ؛ هڅه وکړئ چې د خپلې خوښې په کورسونو کې نوملیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدو کې ورشئ.

که وخت نه لری، نو ښوونيزې سي ډې ګانې واخلئ او یا یې هم د انټرنېټ له لارې خپل درسونه تعقيب کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *