د مور د نړېوالې ورځې په ویاړ!
ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه د ژوند ملګرې دی، ښځه ښځه ده، ښځه انسان دی، ښځه حق لري، ښځه لور دی، ښځه ښه ځای لري، ښځه احساس لري، نو ټولنیز جنسیت (Gender) یا د نر او ښځې برابر ګډون به په ټولو کارونو کې یقیني شي. که بل طرفته وګورو سړی هم ورور، پلار، مېړه، خسر، نېکه او نور دي.
لومړی پورته کلمات هېڅ نوی رهبري کوونکی پیغام مخاطب ته نه لېږدوي، بل هرڅوک پوهېږي چې ښځه او نر، یو له پورته نقشونو څخه لري او بل داچې آیا دا پورته ټول نقشونه د ټولنیز جنسیت د مساوات او تعادل (Gender Equality and Equity) لپاره قانع کوونکې توجیهات (Convincing Justification) دی او کنه؟
د همدې پوهاوي لپاره د ښځو نړیواله ورځ (International Women’s Day) او همدارنګه د مور نړیواله ورځ (Mother’s Day) په کال کې یو ځل نمانځل کېږي.
د ښځو نړیواله ورځ په ۸ د مارچ او د مور ورځ د ګڼو هېوادونو له خوا په مختلفو میاشتو کې تجلیل کېږي او ځیني هېوادونه د مور ورځ د ښځې د نړیوالې ورځې سره ګډه نمانځي، اما تر ډېره برېده د میلادي کال په مارچ او مئ کې نمانځل کېږي. همداسې د مور او پلار ورځ، د ماشوم ورځ او … هم نمانځل کېږي. د مور ورځ په لومړي ځل په ۱۹۰۸ میلادي کال کې د یوې امریکايي چې انا جیویس نومېده په ویسټ ویرجینیا کې د هغې د مور په یاد و نمانځل شوه. په پایله کې په شلمه پېړۍ کې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا ددې ورځې نمانځل پیل شول. د مور د ورځې هدف د میندو احترام، عزت او درناوی دی او د هغې نقش په ټولنه کې را ژوندي کول دي. په افغانستان کې د مور ورځ په ۲۰۱۰ کال کې د جون په ۱۲مه ونمانځل شوه او اوس د غبرګولۍ د میاشتي په ۲۴ نېټه نمانځل کېږي.
موږ هم پرته له دې چې پرې فکر وکړو دا ډول ورځې خپلوو؛ اما په دې مو فکر نه دی کړی چې دا ورځې ولې په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي او موږ یې نه نمانځو؟؟ یا ولې زموږ له اړخه د نوو ورځو وړاندیز نه کېږي چې دا ډول ورځې موږ ته ملګري ملتونه او یا نور نړیوال ټاکي؟ آیا دا ورځې نوې خبره ده، کنه د زړو موضوعاتو د ترتیب او تنظیم لپاره یو نړیوال میکانیزم دی؟
په نوره نړۍ کې فزیکي او ماشیني تمدن هغه انساني مفاهیم او ارزښتونه چې په ټولو آسماني کتابونو کې یې یاد، احترام او نقش هره ثانیه خوندي ده، دومره ځپلی او له منځه وړی دی چې که کومه ورځ یې په نوم نشي، نو په اوږد مهال کې کورنی او ټولنیز سکښت له سقوط سره مخامخ کوي.
برعکس په افغاني ټولنه کې هم دا ارزښتونه سره له دې چې د الله تعالي په کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو، اساسي قانون او افغاني غوره دودونو کې ثبت دي، اما د بې سوادۍ او تمدن څخه د لېرې والي په نتیجه کې پایمالېږي. البته غربي ټولنه یو څه توپېر له موږ سره لري، هغه دادی چې هغوی په مادي اړخ کې بشپړ عروج ته رسېدلي او دنیاوي اړخ یې ډېر غالب دی، زموږ په ټولنه کې نو بیا دنیاوي او معنوي دواړه تر ډېره حده راڅخه پاتې دي! ځکه خو هلته ښځه د اشتهارونو، تجارتي اعلانونو او نایټ کلپونو زینت ګرځېدلې ده او د انسان جنسي هوس او غریضه اشباع کوي او دلته یا د کور ده او یا د ګور! یا د پسه په څېر خرڅېږي او یا به په بدۍ کې د سړي او قوم کاذبانه غیرت او هوس اشباع کوي.
د همدې مادیاتو او معنویاتو ترمنځ عدم تعادل او توازن زموږ او په نوره نړۍ کې د نر او ښځې ترمنځ عدم تعادل، عدم عادلانه مساوات او عدم توازن رامنځته کړېدی او ټولنه یا د افراط او یا تفریط ښکار شوېده. افراط او تفریط او همدارنګه زور او زیاتی د نر او ښځې دواړو له خوا امکان لري. ډېری ځل د ښځو او نجونو له خوا داسې لباس اغوستل چې هغه متقابل جنس په غیر شعوري ډول د ځان په طرف را کش کړي، دا هم د خشونت یو ډول دی، په ځانګړي ډول د ځوانانو په اړه او دا هم خشونت دی چې ښځه مو د حجاب تر نامه لاندې په ناوړه دودونو کې کلابنده او یرغمال کړې وي او د پلار او مور کور ته يې هم نه پرېږدو.
خبره د مور او ښځې په اهمیت او نقش کې نده، خبره زموږ هغه ناوړه غیر انساني چلندونه دي چې هم یې نر او هم ښځه له بدبختۍ سره مخ کړېده. کنه په قرآن کریم د ام یا مور کلمه د یوه لوی شي د پاکوالي او تقدس د اصل لپاره استعمالېږي. مکې مکرمي ته (ام القری) د ښارونو مور ځکه وايي چې د ټولو رسولانو او نبیانو او اخرني پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم او اخرني الهي دین اسلام د خپرېدا مرکز دی. د فاتحې سورت ته ام الکتاب (د قرآن مور) وايي، ځکه د قرآن ټول اصول او لنډیز په همدې سورت کې را غونډ شویدي او محکمو آیتونو ته هم د قرآن مور ویل شوېده : “منه آيات محكمات هن ام الكتاب”( آل عمران ۷).
په قرآن کریم کې د الرجل (سړی) کلمه ۲۴ ځلي، د المراه (ښځې) کلمه هم ۲۴ ځلې تکرار شوېده. همدارنګه د ام کلمه ۲۱ ځلې او د النسا کلمه ۲۵ ځلي په مختلفو آیاتونو کې ذکر شوېده. په قرآن کریم یوازینی سورت د مریم په نوم او بل سورت د النسا په نوم ذکر شویدی. دا تصادفي ندی، دا ټول د یوه منظم پلان له مخې د کایناتو د رب له خوا اداره او رهبري کېږي.
الله تعالی په قرآن کریم له خپل عبادت څخه وروسته په سورت اسراء کې د مور او پلار په اړه داسې فرمايي: ” وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ….) یعنې: او ستا رب فیصله كړيده چې تاسې د بل هېچا عبادت مه كوئ مګر يوازې د هغه (الله تعالی) او له مور او پلار سره ښه چلند کوئ.
همدا ډول یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې په دنیا کې ډېره نیکي له چاسره وکړو نو هغه ورته درې ځل مور او یو ځل پلار وښود.
ځیني وګړي، همدا چې د مور د ورځ نوم واخیستل شي او بیا دا ورسره وویل شي چې دا په غرب کې او یا د غربیانو له خوا نمانځل کېږي نو فوراً دا حدیث شریف :((مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ)) یعنې څوک چې له کوم قوم سره مشابهت کوي د همغې قوم څخه دی، راوړي او د کفر، بدعت بې انصافه فتوا او ټاپه دې په تندي در ولګوي.
که چېري دا ورځ خلکو ته د مور حیثیت، عزت او احترام ور یاد کړي، د عبادت او ثواب په نیت نه وي، بلکې د حسن تکرار لپاره وي، په دې کې مشابهت چېرته دی؟ موږ داسې ډېر مشابهتونه لرو، کېدای شي په لباس، خوراک، څښاک، تولد او تناسل، د دفتر د وسایلو استعمال، انټرنیټ استعمال او نورو شیانو کې مشابهت راشي او هغه یو مشترک انساني عادت وي، نو دا څنګه ددې حدیث لاندې راولې؟ که په دې خاطر وي چې اول بهرنیانو نمانځلې ده، نو داسې خو ډېر شیان اول دوی کړېدي، جوړ کړېدي او بیا موږ ورڅخه تقلید کړیدی؟ نو آیا هغه هم مشابهت دی؟
دا حدیث په پټو سترګو او په ظاهر د متن محمولول د اسلام چې د اعتدال دین دی، له روح سره منافي دی. د اهل سنت او جماعت له نظره دا ډول آیتونه او حدیثونه که چېرې په رښتیا مشابهت راشي، د تغلیظ لپاره دي، نه دا چې دوی په رښتیا یهود او یا نصارا شول، ځکه د اهل سنت او جماعت له نظره د لويې ګناه مرتکب کافر نه دی.
دا د افراطیت او تفریط حد ځینو کسانو دې سرحد ته رسولی دی، چې د غرب د نوم له اورېدو سره ورته کافر ښکارې او چاته غربي ویل تقریبا په ښکنځل بدل شویدي او شرقیان او بیا په ځانګړي ډول زموږ ټولنه د غربیانو لپاره مطلقا یو غیر انساني ټولنه معلومېږي په داسې حال کې چې (ولله المشرق و المغرب)… ګناه نه د شرق ده او نه د غرب، ستونزه په انسان کې، په ما او تا کې ده. په هغه چا کې ده چې د اسلام، جهاد، دین، شریعت، عدالت، مساوات، ولسواکۍ او … شعارونه ورکوي، اما عمل یې د همدې شعارونو د وژلو او بدنامولو لپاره په کار اچولي دي.
که چېرې د قوانینو او یا ځانګړو موضوعاتو په اړه په قرآن کریم او یا حدیثو کې عمومي اصول موجود وي، لکه د مور او پلار درناوی، انساني کرامت ساتل، نو د هغې لپاره د میکانیزم جوړول نه دا چې ستونزه ده، بلکې یو اړین کار دی. دا که په تصادفي ډول له نورې نړۍ سره مشابهت راځي، د دین له نظره ستونزه نلري :(وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِين)، شیطان هم د آیت الکرسۍ د فضیلت په اړه د خپل خلاصون په شرط سپارښتنه کړې وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابي د پوښتنې په ځواب کې ورته وویل :(انَّهُ قَدْ صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ).
موږ د مور او ښځو په اړه په قرآن کریم او نبوي حدیثونو کې ډېر څرګند اوامر او ارشادات لرو، اما بیا هم زموږ په دودیزه ټولنه کې د ښځې نقش، اهمیت او رول په ټولنه کې تقریبا د جاهلیت د زمانې سره مشابهت لري، په دې اړه ولې دا قومي ټېکه داران او د اسلام ټېکه داران چوپه خوله پاتې دي؟ ښځه په بدو کې ورکوي، نکاح یې ملا صاحب ور تړي. کونډه ښځه، پیغله جینۍ او حتی یو هلک پرته له دې چې ورسره مشوره وشي، په زور یې نکاح کوي، منبر او ټغر مو چوپه خوله دی! نجونې او ښځې د همدې ټېکه دارانو له خوا زده کړې ته نه پرېښودل کېږي او هغوی د الله تعالی له دې امر څخه چې (اقرا) محروموي او ټولنه د جهالت تیارو کندو ته سپاري، هلته له جهالت سره مشابهت ګناه نه برېښي، بلکې تر ټولو لوی غیرتي بیا هم دوی دي!
نو ځکه اړينه ده ترڅو د قرآن او حدیثو په رڼا کې ورته د تطبیق میکانیزم جوړ شي او ددې میکانیزم د پوهاوي لپاره نړیوالې ورځې نمانځل هم یو ګټور فرصت دی چې د ښځو پر وړاندې داخلي او نړیوال ګواښونو کم تر کمه کمولای شي او ښځه د متاع څخه د یوه انسان حیثیت ته په تدریج سره را ایستلای شو.
له دې فرصتونو څخه باید د ولس د ويښتابه لپاره کار واخیستل شي، د ښځې او مور ورک برم ورکړای شي. دا ځکه چې مور زموږ هویت دی، زموږ اصل دی، د انساني کرامت او روزنې ښوونځی دی زما او ستا د ژوند د هر باب او هر کتاب منبع او چېنه ده. که ددې احترام، عزت، درناوی او نقش مو په خپل شخصي، کورنۍ او هېوادني ژوند کې ونکړ، بیا هرڅوک چې ددې چینې څخه سرچینه اخلي، هغوی به نه د ځان، نه هېواد او نه نړۍ په درد وخوړل شي. که غواړو چې انسانیت په سمه توګه تمثیل او تکمیل شي، نو دا تخم په اساس کې باید سم و روزل شي، که دلته توجه ونشي نو دا نه یوازې ښځه یا مور بلکې راتلونکی نسل په نطفه کې له منځه وړلای شي.
له محور ورځپاڼې څخه په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *