۱- د شپه بې له کوم خپګان او وېرې ویده شئ
مخکې له دې چې د شپې ویده کېږئ، داسې یو څه ترسره کړئ چې د ورځې تېر شوو کارونو په اړه مو فکر بدل کړي. جسم ته مو اجازه ورکړئ چې ارام وکړي؛ دغه کارونه کېدای شي د یوه په زړه پورې کتاب لوستل وي، کېدای شي حمام کول وي او یا هم له یوه مخلص او امین کس سره خبرې کول.
۲- پر ځان مهربان و اوسئ او پر فکري ارامۍ مو فکر وکړئ
که مو دا اونۍ په سم ډول نه وي تېره شوې، هڅه وکړئ داسې لارې چارې ولټوئ چې راتلونکې اونۍ مو په ښه ډول تېره شي؛ د بېلګې په ډول د خوښې وړ جامې مو واغوندئ او یا مو هغه دوست ته یو مسيج ولیکئ چې ډېر وخت کېږي اړیکه مو ورسره نه ده نیولې. کېدای شي ستاسو په اند دا ډېر واړه کارونه وي، خو مهمه دا ده چې تاسو خپلو روا غوښتنو ته احترام ولرئ، کېدای شي همدا واړه کارونه مو د دې اونۍ د نېکمرغۍ لامل شي.
۲- په سختو ورځو کې د ځان ملګري و اوسئ
خپل ځان مه رټئ؛ ځکه په دغه کار سره مو یوازې خپل عزت نفس تخریبوئ او له منځه یې وړئ. د ځان د رټلو پر ځای د ځان لپاره نږدې ملګري و اوسئ، له خپله ځانه ننګه وکړئ او پر خپل ځان مهربانه و اوسئ.
