د ځوان، تاند، هڅاند او د ملت د خادم لیکوال مجیب الرحمن محمودي د لنډو کیسو کتاب (دوې لارې) په ۷۸ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر د کلي عامه کتابتون خوځښت له لوري د ليکوال په خپل لګښت چاپ او د پښتو ادب مينه والو ته وړاندې شوی دی.
پر کتاب د هېواد تکړه لیکوال او شاعر پیر محمد کاروان صیب څو کرښې کښلې او دا یې د لیکوال د لنډو کیسو بريالۍ ټولګه او هڅه بللې.
له لیکوال یې هیله کړې چې په همدې بسنه ونکړي او په راتلونکي کې هم د ژوند همدا ډول نورې صحنې هم په لنډو کیسو کې را وسپړي او خلکو ته يې وړاندې کړي.
ياد کتاب نولس په زړه پورې او د لوړو پيغامونو لرونکې لنډې کیسې لري چې ليکوال پکې د خپل قلم په هنري انځور سره د خپلې ټولنې د سرگردانه او لالهانده ژوند رښتینې پېښې انځور کړې دي.
ليکوال ځان نه پکې مطرح كوي٬ بلكې روايت كوي او روايت له خپل كلي پيلوي. په روانه او ساده پښتو يې وايي.
د لنډو کيسو په دې ټولګه کې د احساس تر څنګ پیغام ته هم ډېر پام شوی دی. تر ډېره يې پيغام د کیسې له عنوان، يا يې هم له صحنې او ان کله يې بیا د کرکټر له ذهن او ټولې کیسې اخلو.
د دې ټولګې کيسې له: بوټونه، چيغه، جنازه، سینګار، ړوند، ناشکري، بې وسي، دعا، غواړم نن مې زوی ووینم، د شنې چادرې څښتنه، دوې لارې، تر ټولو بدمرغه انسان، د کارېز اوبه، تورسرې، ټکسي چلونکی، مرسته، خیرات، ولور او د علم شتمني څخه عبارت دي.
دوې لارې کتاب واخلئ، ويې لولئ، له ښکلو پيغامونو يې د ژوند رازونه زده کړئ او کولای شئ د هېواد له بېلابېلو کتاب پلورنځيو يې ترلاسه کړئ.
محمودي صیب دې قلم تاند او همداسې روان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *