ژوند د ډېرې پرمعنامرحلې نوم دی. ځینې ژوندي انسانان له معناډک ژوندکوي او ځینې بې معناژوندي انسانان د ژوندله مفهومه ناخبره وي.

ژوندی هغه نه دی چې د ژوندي په نوم یاد شي خوکارونه یې دمړه وي، ژوندی انسان باید د ژوند له معنا خبر وي.

ژوندي وګړي بایدپه حرکت کې وي. ډېر شیان په حرکت کې دي، لکه اوبه چې په بهرونو، سیندونواو ویالوکې روانې دي، د دوې خوځښت د انسانانوله پاره ګټورتمامیږي خوبیاهم د انسانانوحرکت بایدد نړۍ د ټولوشیانوله حرکاتوسره توپير ولري.

موټرې، کشتۍ، ریلګاډي اوطیارې پروازونه کوي،ګرزي راګرزي خو ژوندي ورته ځکه نشو ویلای چې د انسان له حرکت سره د دوی ګرزیدل توپیر لري.دانسان کار، زحمت، فکر، پوهه اوحرکت دی چې همدغه توکي د خدمت مصدرګرځیدلي دي.

اکثره ژوندي موجودات د پیدايښت له ورځې وروسته په تدریجي ډول د لویوالي پړاوونه وهي. په نباتاتوکې ونې لوېيږي خودانسان سره یې لوېیدل توپیرلري، یعني ژوندیوازې د غټوالي، جګوالي اولوېیدلوپه معنانه دی. ژوند یوازې د پیدا کېدلو، لوېیدلواو مړکېدلوپه معنا هم نه دی، ځکه چې دغه حال د اکثروتوکو دی.

که ژوندی هغه ته ووایو چې حافظه ولري، په فکر او ذهن کې د ډېروخبرو ساتلوتوان ولري نوبیاخودکمپیوټرمیموري هم ډېرشیان په خپله حافظه کې ساتلی شي خوژوندی ورته نه شو ویلای.

که هرنفس لرونکي او روح لرونکي څيزته ژوندی ووایو، بیاخوټول حیوانات د سا او نفس درلودونکي دي چې د دوی د ژوند فلسفه د انسان د ژوندله مفهوم سره توپیر لري او لکه څرنګه چې هر انسان انسان کیدای نشي دغه شان هرژوندي ته ژوندی نه شوویلای.

ډېر انسانان په خوب کې اړخ په اړخ اوړي او خبرې کوي او یا په پرندوو کې طوطیان او شاروګانې ښې ښې خبرې کوي خوژوندي ورته نه شو ویلای.

ژوندد کلونوتیرول نه دي، بلکې هره لحظه خدمت کول دي، د ژوندکلونه خو د نړۍ په هرشي تېریږي، لکه: په نباتاتو، حیواناتواو جماداتوخو د انسان ژوندتیرول د نړۍد ټولوشیانوسره توپیرلري.

ژوند د وخت تېرولو په معنا هم نه ده، دغه وخت خود نړۍ په ټول کایناتو تېریږي خوبیا هم د انسان ژوندد هغوی له ژوندسره توپیر لري.

ژوندي هغوی دي چې خدمت کوي. خپل ځان او ټولنې ته خیر رسوي او دنیوي ژوندیې د عقبی ګټه وي.

هو! ژونددکړنو له مخې شمېرل کېږي نه د کلونوله مخې.

د لیکوال نورې لیکنې

One thought on “د ژوند فلسفه / سید اصغر هاشمي”
  1. سلام
    ډير عالي مطلبب داخبره سمه ده چې ډير کسان د ژوند له مانا، اهميت، اثر، او موجوديت نه بې خبره پاتې دى او يا ژوند يوازې د کلونو، مياشتو شپو اوورځو محاسبه هم نه ده. ژوند هغه ورځنۍ الګو نه ده چې دهرچا په خوله، تعريف، سوچ لکه ورځنۍ سياست له هرې ورځپاڼې، جريدې، تلويژن، افغان ستوري، فس بوک، يوتيوب، او ګوګل په قاموس کې خلاصه شي ستا د يادونې په ملاتړ ژوند ستره مانا ، مفهوم، معيار او هغه فرصت دى چې ډير کم خلک ېې په ارزښت پوهېږي.داچې ښارو، طوطيان لوى او غټ ملاکان، بيا څه واېي دابيا د قضېې بله برخه ده.تاسې وګوري چې انسانان له ژوند نه څه ډول پيغام لري چې له هيهات او له هرډول افسوس نه وتلې خبره ده. واېې چې : هرنفس که فرو مېرود ممد حيات است وچون بر ميايد مفرح ذات! دلته ممد او مرح بيا په کاناتو او موجوداتو کې ستر بحث دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *