(د ژوند له پاره منډې)
(Stafet for Livet)
د ډنمارک په ځینو ښارونو کې د ستفیت فار لیفت (Stafet for Livet) تر شعار لاندې هر کال د سپتمبر د میاشتې په لومړۍ لسو ورځو کې د منډو سیالۍ جوړیږي.
زه له خپلې کورنۍ سره د ډنمارک په جنوب کې په داسې یو واړه ښار کې اوسیږم چې د پنځه پنځوس زره (۵۵۰۰۰) خلک ژوند په کې کوي، دا ښار هیدرسلیف(Haderslev) نومیږي.
زه د اوس له پاره مالومات نه لرم چې د منډو دغه سیالۍ به د ډنمارک په څو ښارونو کې تر سره کیږي، خو په ډنمارک کې د ډیرې مشهورې ورځپاڼې، یوسکي ویست کوستین
(JydskeVestkysten) د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر د میاشتې د شپږمې نیټې د راپور پر اساس په هیدر سلیف ښار کې د د ستفیت فار لیفت (Stafet for Livet) سیالۍ، نه یوازې د ډنمارک په سطح، بلکې د نړۍ په کچه تر ټولو لویه او ستره سیالي ګڼل شوې ده.
دا لوبې ما د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې ولیدې، ورغلی وم او له نږدې مې یې د څو ساعتونو له پاره ننداره وکړه. له دې سیالۍ نه ما خپل برداشت هغه وخت د یوې لنډې مقالې په چوکاټ کې له دقیقو ارقامو سره لیکلی و او د دې وطن شرایط، او له پیښو سره د خلکو برخوردونه، د خپلو اړو هیواد والو په باب د دوی د مسؤلیت احساس او ځینې نور عیني حقایق مې د خپل وطن له خلکو او ورته شیانو او مسؤلیتونو سره مقایسه کړي وو. د هغې مقالې په یوه برخه کې داسېراغلي وو:
« له کوم کلي نه چې راغلی یم او په کوم کلي کې چې ژوند کوم، تقریبا یو ډول هوا لري، خو د خلکو په ژوند اومزاج کې یې د مځکې او آسمان په شان واټن دی. د پلرني کلي هوا او د اوسني کلي هوا سره ورته ده. نرمه اوژوند بښونکې، خو خلک یې توپیر سره لري. زما د پلرني کلي اوسیدونکي داسې تند مزاجه دي چې لکه د چا خبرهنر مچ هم په پزه نه پریږدي، اما په ډنمارک کې د هیدرسلیف اوسیدونکي لکه چې ټول د مهاتماګاندي بچیان وي.ټول نرم خویه، خولې له خندا ډکې او ټول د عدم تشدد فلسفې داسې پیروان دي چې ته وا هره ورځ به د عدم تشدددرس ګاندي ورته په غوږونو کې پو کړی وي. زما د پلرني کلي خلک هره ورځ جګړې ته تیار ولاړ وي او د دېکلي خلک نه جګړه پیژني او نه هم تاو تریخوالی.
دا پوښتنه باید رامنځ ته کړو چې زموږ خلکو ولې تشدد او تاو تریخوالي ته مخه کړه؟ دوه ځوابونه ورته ورکوالی شو:
ــ په ټولنه کې بیسواده او نا پوه اکثریت،
ــ او زموږ د وطن د سیاسیونو پرله پسې تیروتنو او د نورو په افکارو تکیه کول.
زموږ په هیواد او هیواد والو باندې دغو دلایلو داسې حالت راوستی دی چې زموږ وطن یې د پردیو افکارو او دهغوی د وسلو په یوه لابراتوار او پولیګون باندې بدل کړی دی، پردي خپل منفي افکار او وژونکې وسلې په کېآزمیي…»
د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې ما په خپله خپره کړې مقالهکې د لوبو د موخې په باب او د دې لوبو په هکله د اضافي مالوماتو له پاره داسې لیکلي وو:
« 2014 کال د سپتمبر په شپږمه او اومه نیټه د 24 ساعتونو له پاره (د ژوند له پاره منډې)ترشعارلاندې د منډوسیالي تر سره شوه. خلکو له ِسني او ِجنسي توپیرنه پرته په لوبو کې د ګډون له پاره په ګڼو ټیمونو کې نومونه لیکلي وو.
توپیر یې له نورو سپورتي سیالیو سره دا و چې په نورو سیالیو کې ګټونکي یو څه تر لاسه کوي، خو په دې سیالیوکې هیڅ چا مادي څه تر لاسه نه کړل، بلکې له خپلو جیبونو نه یې په سیالیو کې د ګډون ونډه ورکوله.
په دې میله ډوله سیالیو کې چې څومره شیان خرڅ کړای شول، له ګټې نه تر لاسه شوې پیسې له سرطاني ناروغیوسره د مبارزې فونډ ته ولیږدول شوې.
د سیالیو د تر سره کیدو په سیمه کې د سرطاني ناروغیو په باب مالوماتي پاڼې اوشعارونه، دنا روغیو د مخنیويلارې چارې، په رنګه او ښکلې بڼه لګول شوی وو.»
سږنۍ (۲۰۱۶) لوبې هم د ورته پروګرام په چوکاټ کې د سپتمبر د میاشتې په لسمه او یولسمه نیټه د هماغې پخوانۍ موخې په خاطر تر سره شوې. په لوبو کې عاید ټول هغه فوند ته ورکول کیږي چې په راتلونکو کې په سرطان اخته کسانو د تداوۍ له پاره هلې ځلې کوي، خو توپیر یې له تیر کلونو سره په دې کې دی چې د ګډون کونکو او مینه والو شمیر یې ډیر شوی دی.
په ۲۰۱۴ کال کې د منډو وهونکو ټولیز شمیر۵۲۵۵ تنه وو،
په ۲۰۱۵ کال کې د منډو وهونکو شمیر ۷۶۵۱ تنو ته لوړ شو،
او په ۲۰۱۶ کال کې د منډو وهونکو شمیر۸۰۲۷ تنو ته لوړ شو، چې په ۱۵۸ ټیمونو کې سره تنظیم شوي وو.
د ۲۰۱۶ کال د سیالیو ګډون کونکو په ۲۴ ساعتونو کې ۸۸۹۱۲ کیلو متره واټن وهلی دی،
په سږنیو لوبو کې د تر لاسه شوو پیسو په مبلغ کې هم د تیرو کلونو په پرتله زیاتوال زیاتوالی راغلی دی او ۱۳۳۳۳۳۴ ډنمارکي کرونه ټول شوي دي چې څه د پاسه دوه سوه زره امریکايي ډالره کیږي.ټوللاسته راغلی عاید د سرطان پرضد د مبارزې ځانګړي فونډ ته لیږدول کیږي.
د سیالیو په سیمه کې په لسګونه وړې او غټې خیمې درول شوې وې او هر ټیم ځان ته جلا جلا شعارونه لیکلي او ځړولي وو چې ټول د سرطان په باب مالومات او له سرطاني نا روغیو سره د مبارزې د څرنګوالي په باب وو.
دې سیالیو، منډو او دې خلکو ته په لیدو سره مې چُرت واهه چې دا خلک او دا ټولنه څومره د خپلو ستونزو د حل په باب مخکې له مخکې فکر کوي او د ستونزو د مخنیوي له پاره یې لارې چارې لټوياو بیا مې د خپل وطن په زرګونو رنګارنګ نا خوالو په را یادولو سره، په خپل خیال کې ځان په یوه لویه څلور لاره کې ودراوه، له دریدو سره سم مې او دا توري او دا جملاتد ذهن په بیدیا کې ښکته پورته تلل را تلل:
ــ دلته سیالي د ژوند له پاره ده، زما په وطن کې سیالي د مرګ له پاره ده،
ــ دلته سیالي د ژوند د ژغورلو له پاره ده، خو زما په وطن کې سیالي د ژوند د بربادولو له پاره ده،
ــ دلته سیالي یو بل سره د مرستې او محبت په خاطر تر سره کیږي، خو زما په وطن کې سیالي د تاو تریخوالي او وراني په خاطر تر سره کیږي،
او…
د ډنمارک د هیدرسلیف په ښار کې په جوړو شوو سیالیو کې هیڅ څوک بایلونکي نه دي، بلکې ټول ګډون کونکي ګټونکي دي. په دې لوبو کې ټولې منډې او هلې ځلې د انساني احساس له مخې، له مرګ نه د یو انسان د خلاصون له پاره دي. دلته اصلي ګټونکی هغه انساني احساس دی چې د انسان د ژوند دژغورلو له پاره تلاش کوي، دلته اصلي ګټونکی هغه انسان دی چې د یو بل نا لیدلي انسان د ژغورولو له پاره پل اوچتوی او زغلي.