(Stafet for Livet)
د ژوند له پاره منډې
د ډنمارک د هیدرسلیف په ښار کې د سیالۍ دا منډې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې جوړې شوې او تر اوسه لا روانې دي او له نیکه مرغه په مثبت لوري روانې دي. د منډو د سیالیو د جوړیدو ځای د اوبو یو ډنډ دی. د یو نیم کیلومتر په واټن د پیاده تگ او منډو له پاره لار ور نه را تاو کړای شوې ده، زه هره ورځ څوځلې پلی پر دې لار گرځم. د سږنیو منډو له جوړیدو نه دوې ورځې مخکې د منډو له پاره کار پیل شو، د بیلابیلو ټیمونو له پاره ځایونه په نښه کیدل او د هر ټیم مسولینو خپلې کیږدۍ درولې. ما چې دا حالت ولید، دا توري مې پر ژبه او ذهن کې کته پورته کیدل:
دلته ټول مثبت شیان په غځیدو او پراخیدو دي، له هغې ډلې دا منډې او د راتلونکي ژوند له پاره فکر او پلان، خو زما په پلرني وطن کې…؟
لومړنی مقاله مې دې منډو ته په ۲۰۱۴ کال سپتمبر کې ولیکله. د هغې مقالې سرلیک مې داسې ما وټاکه:
هغه کلی او دا کلی (په جګړې پسې منډې که په ژوند پسې منډې)
د مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«له کوم کلي نه چې راغلی یم او په کوم کلي کې چې ژوند کوم، تقریبا یو ډول هوا لري، خو د خلکو په ژوند او مزاج کې یې د مځکې او آسمان په شان واټن دی. د پلرني کلي هوا او د اوسني کلي هوا سره ورته ده. نرمه او ژوند بښونکې، خو خلک یې توپیر سره لري. زما د پلرني کلي اوسیدونکي داسې تند مزاجه دي چې لکه د چا خبره نر مچ هم په پزه نه پریږدي، اما په ډنمارک کې د هیدرسلیف اوسیدونکي لکه چې ټول د مهاتماګاندي بچیان وي. ټول نرم خویه، خولې له خندا ډکې او ټول د عدم تشدد فلسفې داسې پیروان دي چې ته وا هره ورځ به د عدم تشدد درس ګاندي ورته په غوږونو کې پو کړی وي. زما د پلرني کلي خلک هره ورځ جګړې ته تیار ولاړ وي او د دې کلي خلک نه جګړه پیژني او نه هم تاو تریخوالی…
زه د ډنمارک په جنوب کې په یوه واړه کلي کې دیره یم. دلته شا و خوا ۵۵ زره خلک ژوند کوي. په دې کلي کې د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په شپږمه او اومه نیټه د ۲۴ ساعتونو له پاره (د ژوند له پاره منډې) ترشعارلاندې د منډو سیالي تر سره شوه. خلکو له ِسني او ِجنسي توپیرنه پرته په لوبو کې د ګډون له پاره په ګڼو ټیمونو کې نومونه لیکلي وو.
توپیر یې له نورو سپورتي سیالیو سره دا و چې په نورو سیالیو کې ګټونکي یو څه تر لاسه کوي، خو په دې سیالیو کې هیڅ چا مادي څه تر لاسه نه کړل، بلکې له خپلو جیبونو نه یې په سیالیو کې د ګډون ونډه ورکوله.
په دې میله ډوله سیالیو کې چې څومره شیان خرڅ کړای شول، له ګټې نه تر لاسه شوې پیسې له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې فونډ ته ولیږدول شوې.
د سیالیو د تر سره کیدو په سیمه کې د سرطاني ناروغیو په باب مالوماتي پاڼې اوشعارونه، دنا روغیو د مخنیوي لارې چارې، په رنګه او ښکلې بڼه لګول شوی وو…»
د ۲۰۱۴ کال د منډو له پاره مې چې کومه مقاله لیکلې وه، د پایلې په برخه کې مې په خواشینۍ سره دواړه کلي (هغه کلی او دا کلی) سره پرتله کړي وو، هغه حالت اوس هم روان دی، منفي یې زما په پلرني وطن او کلي کې او مثبت یې زما د اوسیدو په وطن او کلي کې. د پرتلې یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«… زه هم له خپلې کورنۍ سره دې سیالۍ ته ورغلی ومه. د کومې خیمې په یو اړخ کې لکه د کابل د شاهي دوران د جشنونو د ګڼې ګوڼې په منځ کې چرتي روان وم، چې زموږ د کورنۍ کوم غړي پرته له دې چې زما پام وي، زما عکس واخیست. پوښتنه رانه وشوه چې پلاره بیا د څه شي په باب فکر کوې؟
ما څه ونه ویل، خو د ککرې د کومبزې په دهلیزونو کې مې د جګړې له خړو ګردو او تورو لوګو سره په سرګردانه ډول لکه ویرژلي ماشومان دغه څو جملې او توري ښکته پورته کیدل:
ــ د دوی منډې، زموږ منډې؟
ــ دوی په ژوند پسې روان دي او موږ په جګړې پسې منډې وهو.
ــ دوی د هغه چا د ژوند د ژغورلو له پاره منډې وهي چې هیڅ یې لیدلي نه دي، خو زموږ خلک یا د مرګ له پاره منډې وهي، یا د هیڅ له پاره؟
ــ دوی د اټکلي پیښیدونکي ویر د مخنوي له پاره منډې وهي، خو زموږ په کلي کور کې د دایمي ویر ټغر داسې غوړلیدلی دی چې ټولولو ته یې هیڅ امید نه شته. د چاودنې او بمباریو د قربانیانو دعا لا نه وي خلاصه چې د جنسي تیري وژونکې او داړونکې بلا داسې خوله پرانیزي چې د یو نه، دوو نه، سلو نه، زرو نه؛ بلکې د ټولنې د اکثریت جسم او روان داسې زخمي کړي چې رغیدل یې ګران نه، بلکې نا شونی وي او د ویر د ټغر د ټولیدو امید نور هم له منځه وړي.
هر څه مې چې کول، ځان مې نه شو قانع کولای. د دغو جملو بیا، بیا تکرار لکه د لړم نیش زما د ذهن آرام رانه اخیست. زه د دغو دوو کلیو د متفاوتو کلتورونو د برید پر کرښه باندې هغه ولاړ حیران انسان وم چې د سترګو او ذهن په پرده باندې مې بیا، بیا لیکل کیدل:
ــ دا کلی او هغه کلی،
ــ د دوی منډې، زموږ منډې،
ــ کومې منډې ښې دي، په جګړې پسې منډې که په ژوند پسې منډې؟
ــ زموږ خلک په څه شي پسې منډې وهي او دا خلک د څه له پاره زغلي؟
ــ هغوی په خپله ځان ته د ویر ټغر غوړولي، خو دوی د راتلونکي ویر د مخنوي له پاره په تلاش کې دي،
ــ زما د پلرني کلي کلیوال څه کوي او دا اوسني کلیوال په څه لګیا دي؟
ــ هغوی په جګړو او ویر پسې په منډو وهلو ځانونه ستړي کړل او دا خلک د ښه ژوند د تر لاسه کولو له پاره خولې تویوي.
بیا مې ځان سره وویل:
انسانان له تفاوت سره پیدا شوي دي،
چیرې هغه کلیوال او چیرې دا کلیوال،
خدای دې د هر چا مل شي.»
په ۲۰۱۶ کال کې مې دې سیالیو ته له مالوماتي رپوت سره یوه مقاله «د ژوند له پاره سیالي، د ژوند له پاره منډې» لیکلې چې په پایله کې مې د منډو دا سیالۍ د خپل وطن د منډو له سیالۍ سره پرتله کړې وې، لنډون یې داسې دی:«
ــ دلته سیالي د ژوند له پاره ده، زما په وطن کې سیالي د مرګ له پاره ده،
ــ دلته سیالي د ژوند د ژغورلو له پاره ده، خو زما په وطن کې سیالي د ژوند د بربادولو له پاره ده،
ــ دلته سیالي یو بل سره د مرستې او محبت په خاطر تر سره کیږي، خو زما په وطن کې سیالي د تاو تریخوالي او وراني په خاطر تر سره کیږي، او…
د ډنمارک د هیدرسلیف په ښار کې په جوړو شوو سیالیو کې هیڅ څوک بایلونکي نه دي، بلکې ټول ګډون کونکي ګټونکي دي. په دې لوبو کې ټولې منډې او هلې ځلې د انساني احساس له مخې، له مرګ نه د یو انسان د خلاصون له پاره دي. دلته اصلي ګټونکی هغه انساني احساس دی چې د انسان د ژوند د ژغورلو له پاره تلاش کوي، دلته اصلي ګټونکی هغه انسان دی چې د یو بل نا لیدلي انسان د ژغورولو له پاره پل اوچتوی او زغلي.»
سږ کال (۲۰۱۷) هم د منډو دا سیالۍ په خپل وخت په هماغه ځای کې د هماغې موخې له پاره تر سره شوې. په ډنمارک د ډیرې مشهورې ورځپاڼې یوسکي ویست کوستن (JydskeVestKysten) د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې په گڼه کې د دې لوبو راپور خپور شوی دی. په راپور کې راغلي دي چې په سږنیو لوبو کې ۷۸۲۳ تنو په ۱۵۲ ټیمونو کې گډون کړی و چې په ټولیز ډول دې گډونکونو ۷۵۱۹۴ کیلومتره منډې کړې دي.
له ۲۰۱۳ کال نه راپه دې خوا څه باندې شپږ میلیونه ډنمارکی کرونه (څه د پاسه یو میلیون امریکايي ډالره) تر لاسه شوي.دا مبلغ هغه فوند ته لیږدول شوي چې په سرطان اخته کسانو د تداوۍ له پاره هلې ځلې کوي.
په دې ډول لیدل کیږي چې په ډنمارک کې دغه انسان دوستانه دود کال په کال لا پراختیا مومي او د راتلونکي ژوند له پاره یو نه څو گامونه په مثبت لوري پورته کیږي، خو زما په پلرني وطن کې…
«خـرڅـوي یې رهـبران پـه سودا گــرو
خدای دې مل شي د وطن او د ملگرو»