عصمت الله سلام / غزني –
ژوندمدني ټولنې نن شنبه د۱۳۹۳ هـــ ل کال دکب میاشتي په نهمه (۹) نيټه داونیزوناستوپه دوام خپله اتلسمه اونیزه ناسته وکړه .
په غونډه کې درهبري شورا دغړیوترڅنګ لسګونوکسانوګډون کړی وه ، د غزني ولایت ، دریم پلان دیادې ټولنې په مرکزي دفترکې جوړه سوې وه ، پیل یې په دوه بجي له اجنډاسره سم تکړه ژورنالیست اوفرهنګي کمیټي مشر ښاغلي واحیدالله جمعه زاده دپاک قران په مبارکوایتونووکړ.
غونډه په دوه برخي ویشل سوي وه ، لمړۍ هغه یې دتیرې غونډي دګزارشونواوریدل اوپرې خبري کول وه ، د تیرې غونډي ګزارش دتکړه شاعرښاغلي نقیب الله حمیدي له لوري ولوستل سو، راپوردغونډي دګډونوالوله لوري خوراوستایل سول اودحمیدي راپورلیکنه یې دتیرپه پرتله ډیره ښه وګڼله .
ورپسې دټولني دڅارکمیټي له غړې انجنیرسیف الرحمن شفق څخه هیله وسوه ترڅودغونډي ګډونوالوته دهغه راپورلنډوکی واوروي کوم چې په تیره غونډه کې ورته دنده سپارل سوي وه.
ښاغلی شفق وویل چې موږله تردې دمه له څلوروهغوتعلیمي مرکزونوڅخه لیدنه کړي کوموته چې دژوندمدني ټولني له لاري دښوني ریاست درانه مقام زده کونکي ورپیژندلي.
داښونیزمرکزونه چې بهزادنوین ، شاداب ، کابل سنټراوبهزادپه کې شامل دي له زده کونکي څخه پوښتني وسوي چې د ښونیزمرکز اداره ورسره څه ډول چلند کوي؟، ددرس میتودیې څه ډول دی ؟ اوداپروګرام څه ډول ارزوﺉ؟
چې زده کونکي دښونیزومرکزونوله اداری اوتدریس څخه خوښ ول اودژوندمدني ټولني له رهبري شوراڅخه یې دمنني ترڅنګ دداډول نوروپروګرامونودجوړویدل وغوښتل .
ښاغلي شفق زیاته کړه چې د دوو نورښونیزومرکزونوڅخه به په راتلونکې اونۍ کې لیدنه کوي .
دغونډې په دویمه برخه کې له اجنډاسره سم په لاندي دریوټکواوږد بحث وسو.
الف : دا چې د ژوند مدني ټولني رهبري شورا په تیروغونډوکې پریکړه کړي وه چې دنوي ښونیزکال په پیلیدوسره ژوندمدني ټولنه باید یوښونیزمرکزولري ددې ښونیزمرکز دښه پرمختګ اولاښه والی لپاره باید یوبلاعوضه مرسته راجلب کړي نواړینه وه چې یومیعیاري پروپوزل ورته جوړسي.
په دې تړاوله اوږده بحث څخه ورسته پریکړه وسوه ترڅویوپنځه کسیزکمیسون جوړسي اورا تلونکي غونډي ته دې پروپوزل تیارکړل سي .
کمیسون له لاندي کسانوڅخه جوړسو.
۱ – احسان الله اسدزی مشر
۲ – محمدفاروق بویا غړی
۳ – سیف الرحمن شفق غړی
۴ – عزیزاحمدعظمې غړی
۵ – نقیب احمدحمیدي غړی
ب: داچې روان کال مخ په ختمیدودی اونوی کال پیل کیدونکی دی نود ټولني دمالي کمیټي له مسول اسدالله سیال څخه هیله وسوه ترڅو دروان کال مالي راپوردغونډي ګډونوالوته واوروي .
اسدالله سیال دموضوع په تړاواوږدي خبري وکړي اودراتلونکي کال لپاره یې دټولني دلاپرمختګ اوپه ځان دمتکي کیدلو په موخه د ټولني له رهبري شوراڅخه غوښتنه وکړه ترڅو درهبري شوراهرغړی دمیاشتي ( ۱۰۰۰) زرافغانی دبسپني په توګه دټولني دفترته ورکړي .
دښاغلي سیال داغوښتنه دټولني رهبري شوراپه پراخه ټنډه ومنله اوهغه ته په خپلوکارونوکې دلابریاغوښتونکي سول .
ج : داړیکوکميټي ته دنده وسپارل سوه چې یوپنځه کسیزکمیسون جوړکړی یادکمیسون چې لاندې کسان به کې شتون لري په دې موخه جوړسوترڅودغزني ولایت له نوروټولنواوشوراګانوسره دښي همغږۍ لپاره کاروکړي .
۱ – عصمت الله سلام مشر
۲ – ډاکترعمرعیان غړی
۳ – ډاکترسیداحمد غړی
۴ – وحیدالله جمعه زاده غړی
۵ – اسدالله سیال غړی
غونډه مازدیګر۴:۰۰ دټولني دتکړه غړی انجنیرشمس ددوعایې په لوستلوسره پای ته ورسوله .
له غونډي ورسته ازاد بحث وسو.