دویمه برخه:
۲۶- کله چې د سیند پر غاړه ولاړ اوسې او داوبو یوه کوچنۍ څپه دې راشي تر پښو لاندې.
۲۷- د روژه ماتې لومړۍ مړۍ.
۲۸- د اختر پر ورځ د پیغلو په لاسونو باندې د نکریزو رنګ.
۲۹- کله چې یوه کلیواله پښتنه پیغله ښوونځي ته روانه وي.
۳۰- د پلار په لاسونو باندې پاخه شوي خواړه.
۳۱- د انا او نیکه له خولې څخه د تېرو قصو اورېدل.
۳۲- د ونې تر سیوري لاندې له اوبو څخه ډک منګی.
۳۳- د دولت یو مخالف وسلوال چې سولې ته غاړه ږدي او ماشومان یې وروسته له کلونو بېرته غیږې ته ورځي.
۳۴- کله چې یوه بوډۍ ښځه د خپل زاړه خاوند لاس یې په مینه نیولی وي.
۳۵- داسې شپږیزه چې توپ له میدان څخه بهر کړې.
۳۶- کله چې د هېواد ملي سرود غږول کیږي.
۳۷- د مازدیګري چای او ګوړه.
۳۸- د اوړي موسم لومړۍ لمبا.
۳۹- د مساپرو له خولې د ټپو اورېدل.
۴۰- کله چې سفر ته ځې او مور دې تر شاه اوبه اچوي.