لیکوال: جاوید چوهدري –
دا د پیټر کیسه ده، د ختیځې اروپا د پیټر کیسه، د پیټر عمر اته (۸) کاله و، هغه د ختیځې اروپا په یو وړوکي شان کلي کې اوسیده، والدین یې کروندګر او خوشحاله وو، پیټر د هغوی یوازینی اولاد و، ښکلی، ذهین او مهذب هم و، د کورنۍ نه علاوه د کلي ماشومان، زلمیان او لویان ټول ترینه خوشحاله و، هغه په مکتب کې هم دل عزیز و، ملګری همصنفیان ترینه خوښ و او د استاذانو د خوښې شاګرد و، هغه به همیشه د کور کار کولو سره مکتب ته تللو، په هر څه کې ګړندی و مطلب پیټر د کلي لاجواب هلک و، خو بس په ده کې یوه خرابي وه، چې دا به څه وه؟
زه هغې ته د راتللو نه وړاندې تاسې ته ويل غواړم، دا صرف د پیټر کیسه نده دا زموږ ټولو کیسه ده، موږ ټول د ژوند په یوه نه یوه برخه کې ضرور پیټر یو او موږ د پیټر د کیسې سره سره خپل ذات کې پټ پیټر ته به ضرور ورسیږو ځکه دا د پیټر سره سره زموږ کیسه هم ده، دا کیسه زموږ کیسه څنګه ده؟ موږ هغې ته تر رسیدو مخکې باید د پیټر کیسه واورو!
پیټر کې بس یوه خرابي وه هغه د ورځي د خوبونو د لیدلو ښکار و، هغه به په ناسته ناسته په ویښو سترګو خوبونه لیدل، هغه به د موجوده وخت په څپو کې نه و، هغه به وخت کله مخکې او کله شاته بوتللو، هغه به اکثر وخت په صنف کی ناست ناست په خیالونو کی به ۲۰ کلن ښکلی ځوان شو، کله به په اس سپور شو او د هوا ګانو د څپو د لذت څخه به یې خوند اخیسته، پیټر به کله د خیالونو په نړۍ کې روان و جنګونه به يې کول کله به د شهزادګۍ محل ته ورسید، کله به یې ملکه په اسونو زغلوله، کله کله به په اس ناست غرونو، ځنګلونو او میدانونو ته رسیده چې د دښمن د اسونو اوازونو به یې شا نیولې وه، کله به یې د خیالونو په دنیا کی د پولو لوبې کولې، کله به تجار شو منډيي کې به و، کله به د سمندرونو د بیړۍ ماڼو شو او د بحر له څپو سره به جنګیدلو، کله به یې د خیالونو بحري بیړۍ په دښتو – ساحلونو کې وه، هغه به کله ویګا بانډ شو او کله کله به رابن هوډ چې شتمن به یې لوټل او په غریبو به یې مالونه ویشل، هغه به کله بوډا بادشاه لیر جوړ شو او احساس به یې کاوه ګني د مرګ په بستر پروت ناروغ باچا دی او شهزادګۍ او شهزادګان یې د وصیت د اوریدو لپاره چاپیره ولاړ دي او هغه به کله کله ځان پادري هم محسوساوه، ده به فکر کاوه چې ګني د واتیکان ښار د پادري په برنډه کې ولاړ دی او ټوله نړۍ د برنډې لاندې ولاړه د ښاغلي زیارت کوي، هغه به د وخت مخکې او شاته کولود لوبې خوند اخیست، هغه به په ساعتونو ناست و او دا لوبه به یې کوله، په نړۍ کې د دې لوبې ستر لوبغاړی له ده پرته بل څوک نه و، هغه به په صنف کې ناست د لوبو میدانونو ته هم ورسید او ځان به یې د نړۍ بریالی لوبغاړی محسوساوه، هغه به په تشناب کی په کموډ ناست او خپل فارم هاوس کې کرکیله هم شروع کړه، پیټر یو شاندار انسان و، بس هغه کې هم دا یوه خرابي وه چې هلته به ذهني موجود نه و چېرته به چې جسماني موجود و، د هغه ذهن او جسم به هر وخت په جلا جلا نړۍ کې ول، هغه به هلته نه و چېرته چې باید وای، د پیټر به دا کوششش و چې په څه چل د وخت کنټرولول زده کړي، چې هر وخت وغواړي وخت مخکې او شاته کړي، هغه به هر وخت دا ارزو له ځان سره ګرځوله.
تاسي د الله ج کړنې وګورئ، پیټر یوه ورځ د ځنګله تیریده چې ولوید او بې هوشه شو، چې سترګي یې خلاصې کړې نو ګوري چې یوه بوډۍ پرې راښکته شوې، دا بوډۍ وخت و، وخت له پیټر نه د ژوند تر ټولو د لوی ارمان په اړه پوښتنه وکړه، پیټر وویل ؛ زه غواړم، زه چې کله وغواړم، وخت مخکې او شاته کړای شم، بوډۍ په کړس کړس وخندل او ځواب یې ورکړ، ناپوه ماشومه! وخت سیند دی چې مخکې طرف ته بهیږي، دا شاته نه ځي، زه صرف تا ته، وخت کې صرف د مخکې تللولار درښودلي شم؛ پیټر ورسره ومنله، بوډۍ هغه ته یو توپ ورکړ د توپ نه بهر طرف ته یو تار ځوړند و، بوډۍ هغه ته وایي ستا ژوند د دې تار په مقدار اوږد دی، دا تار چې هر څومره بهر ته کش کړې، په همدې مقدار به په وخت کې مخکې لاړ شي، پیټر خوشحاله شو، بوډۍ لاړله، پیټر لګ شان تار کش که او ټرررز، ترررز، اواز راغلو چې همدا شان پیټر لس کاله مخکې لاړ، هغه اوس د ۱۸ کالو ښکلی هلک دی چې د کلي پیغلې یې دیدن لپاره بامونو ته خیژي، اوس نو پیټر د ځوانۍ ښکلي ژوند څخه خوند اخلي، د ورځي اسونه زغلوي او د شپي نه د شرابو او کباپو محفلونه نوش جان کوي، پیټر څه ګوری چې والدین یې ضعیفه، کلي یې لوي او د کلي هوښیارخلګ یې مړه شوی، پیټر څه وخت همدلته پاتي کیږي، چې ستړي شو نو د صندوق نه یې توب واخیست او تار یې لږ نور هم کش که، پیټر څه ګوري چې ۱۰ کاله نور هم ژوند تیر دي او اوس دي ۲۸ کلن ځوان شو، د لوفرۍ وخت یې وهلي اوس غواړي چې څه وکړي او ژوند جوړ کړي، والدین یې بیمار، ساتلي مال په ختمیدو، کور او ځمکه یې ګیروي وه، د مور په ملا کې یې درد نور هم ډیر شوي و چې د ګرزیدلو لویدلي وه او پلار یې د زړه مریض و، مامورینو ماموریتونه خوشي کړي ول، پیټر د وظیفي لپاره اسناد جمع کړل خو د کم تعلیم له وجي بریالي نشو او د تجارت میدان سره سره سیاست کې هم ناکام شو، د غیر سنجیده او خراب ماضي له وجي دوستانو او خپلوانو هم پریښود، اوس نو پیټر په کلي کې ګډوډ ګرزیدلو او د بي معني ژوند خفګان به ټکان ورکولو، پیټر د دي ژوند نه هم بیزاره شو او بیا یې توپ واخیست او تار یې کش که چې د ژوند ۳۸ کالو ته ورسید، د هغي ژوند اوس جوړ شوی و، مور یې وفات او پلار یې په ویل چېیر ټوله ټوله ورځ په ناسته تیروله ، پیټر د کلي جینۍ ریټا سره واده هم کړي و، دوه اولادونه یې هم شوي ول، په ملا يې لږ لږ درد، ویښتان یې کمیدل او څڼي یې سپینیدل شروع شوي و، فارم هاوس، ځمکې او غټ کور تري تللي و او دي په یو وړوکې کورګي کې ژوند تیرولو چې میرمني به یې اچار او چکني جوړوله او په بازار کې به یې پلورله، پیټر به په ماښام کې د کلي په څنډ کې ناست و او بس دا وه د هغه زندګي.
پیټر په ویرې سره په زوره تار کش که، دا وار هغه ۲۰ کاله مخکې لاړ ۵۸ کلن سړي شوي و، بچېان یې لویان او ښارته تللي و او د هغه کور نور هم ورکوټي شوی و، د میرمني ریټا ګردي هم فیل شوي وي، د کلي مشران مړه شوي ول، او د کلي نه لوي کلي جوړ شوي و چې هر وخت به هری خواته پکې شور و، هغه تشناب کې د لویدو له وجي ډونګي هډوکې هم مات کړي و چې روغ شوي هم و خو بیا ۴ کاله روستو یې نقص پیدا کړ او د تګ توازون یې هم خراب شو، که مشر ځوي به د ښار نه ورته پیسي ولیګلي نو دواړو خاوند او میرمن به دري وخته ډوډۍ خوړله کنه په جوش الو به یې ګوزاره کوله، چې بیا کله به تیاره شروع شوه میرمني او خاوند به د بلغمو ډک ډک ټوخي تر سبا کول، بالاخره پیټر دلته هم تنګ شو او توپ یې بیا رواخیست، چې پیټر د ۶۸ کالو بوډا شو، میرمن یې مړه، کور یې خرڅ او دی خپله د بوډاګانو کور ته د پاتې ژوند د تیرولو لپاره تللي، ټول دوستان او رشته دار یې مړه، د راډیو ځاي تلویزون نیولي او تلویزون په انټرنیټ بدلیدو دي، د پیټر ګردي او سینه دواړه د کاره لویدلي او د ګرزیدو پریوتې، ولهګه به ترې هیره وه او که وګي به هم شه ډودۍ به نه وه، که به پیدا شوه د خوړولو بندوبست به نه کیده ځکه غاښ یې نه و خو که وبیخوړله نو قبض به شه چې د ولهګه نه انسان ډیر په اذیت کوي، ژوند یې عبرتناک او اذیت ناک حالت ته رسیدلي و، ټوله ورځ به په اورګاړي لیکه ناست و ، غوښتل یې چې کتاب ولولی خو نظر کار نه کاو، غوښتل یې چې څه واوري خو غوګونو کار نه کاو، غوښتل یې چې ماضي یاد کړي خو یاداشت یې ګډوډ شوي و، پیټر یوه ورځ د اورګاړي په پټلۍ ناست و چې له ځان نه یې پوښتنه پیدا شوه، پیټر! ستا د ژوند تر ټولو ښه وخت کوم یو و؟؛ د هغه په دماغو کې فوراً د ۸ کلن پیټر وخت مخي ته شو او هغه محسوس کړه چې د ژوند تر ټولو شاندار وخت هم هغه و چې په غرونو، میدانونو او پټو کې به ګرځید، لا یې هغه یاد ختم نه و چې د پیټر په سترګو کې اوښکې راغلي او په کمزورو لاسو یې د اخیري وار لپاره بیا تار کش که چې د ټک اواز راغي او تار وشکید، دا وار هغه د خپل قبر په سر ولاړ و چې هم زوړ، خراب اوهم ویجاړ و.
قبر په خپل حالاتو د خفګان اظهار کولو چې د مودو راهیسې چا نه یم لیدلی، نه مي خواته څوک راغلي، نه راباندي چا یو ګل ایښې، پیټر ساه واخیسته او سترګې یې خلاصې شوې، هغه هم هغسې په ځنګل کې و، توپ یې لاس کې او بوډۍ یې سر ته ولاړه وه او خندل یې.
پیټر توپ بوډۍ ته واپس که او بیا یې وپوښتل چې وخت څه شی دی؟، بوډۍ قهقه ولګوله او ورته یې وویل ، وخت نن دی، وخت موجوده لمحه ده، د نن نه مخکې افسوس و او دنن نه وروسته به پښیماني وي، پیټر وپوښتل، ژوند څه شی دی؟، بوډۍ وویل؛ ژوند د نن څخه خوند اخیستلو نوم دی، د نن ورځ صرف نن ده، موجوده لمحه، چې کوم خلګ نن ناست د پرون د سمه ولو کوششونه کوي او یا د راتلونکې خوبونه ویني تر هغو بل بیوقوف نشته، انسان نه تیر شوي ورځ سمولي شي او نه راتلونکې ورځ بلکه دا صرف نن سمولای شي او د نن څخه خوند اخیستلای شي، ته نن ۸ کلن هلک یې، راتلونکې کال به ۹ کلن شې که بیا هر څه وکړې واپس به ۸ کلن نشې، ددي لپاره نن پاڅه او د ۸ کلني څخه خوند واخله او خپل وخت په خیالونو کې مه بربادوه ځکه که رابن هوډ وې، رابن سن کرو سو وې او که بادشاه لَیًر د دوی ټولو پای په وران قبرونو باندې وي، په دنیا کې ماضي او راتلونکی دواړه مري، صرف نن ژوندی پاتې کیږي نوفلهذا په ژوندیو کې ژوندی اوسه،، بوډۍ بیا په کړس کړس وخندل او سره د توپ ترۍ تم شوه.
پیټر پاڅید او په وادي کې یې منډې کړي او هغه اوس د اته کلنۍ څخه خوند اخلي.
(ژباړن ښاغلی مشواڼی د جاپان د میازکي پوهنتون د انجینري پوهنځي محصل دی.)