تل به یې ویل: هرکله، چې د وېرې (ډار) خبره اورم د هغه ملګري کیسه مې را په یاد شي، چې څه موده وړاندې یې راته کړې وه. تره مې د ترکاڼۍ دوکان درلود، کیسه به یې کوله، چې یوه ورځ په کار بوخت وم، ناڅاپه مې د ماشومانو شور تر غوږ شو، که ګورم، چې دوه ماشومان په په دوکان را ننوتل، سلام یې راکړ او په ډېر احترام څنګ په څنګ سره ودرېدل، ترې ومې پوښتل، څه غواړئ؟ دوی بې له دې، چې وېره او عاجزي احساس کړي وویل: مور مې ویل، چې له دوکاندار نه لس افغانۍ راوړئ. په غوسه مې ورته وویل، ځئ ولاړ شئ، دا خو څه خیریه بنسټ نه دی، او بېرته مې په خپل کار پیل وکړ، له څو دقیقو وروسته مې، چې کله سر پورته کړم، ګورم، چې ورور او خور هماغسې په خپلو ځایونه کلک ولاړ دي. ورته ومې ویل، لکه، چې تاسو په خبره پوه نه شوئ، درته ومې ویل، چې له دې ځایه ولاړ شئ، څپېړه مې ورته پورته کړه، ومې ویل ته صبر، چې اوس مو مخونه درته شنه واړوم، خو دی بیا هم په خپل ځای ولاړ و او را غبرګه یې کړه، له موږ نه مو مور لس افغانۍ غوښتې دي. د دې خبرې په اورېدو سره مې لاس جېب ته کړ او لس افغانۍ مې ورکړې، ماشومان په خوشالۍ له دوکانه ووتل او زه په چورت کې ډوم شوم، چې څمره په اسانۍ دې وړو ماشومانو تسلیم کړم؟
اصل خبره داده، چې «شجاعت» له «ډار» پرته کېږي، نو کولای شو، چې د « فقر» پر وخت هم خپل سجاعت او مېړانه له لاسه ور نه کړو. تل باید په دې هڅه کې و، چې فقر مو د دې سبب نه شي، هغه چې نه یې غواړو په موږ باندې وتپل شي.
د فقر او ثروت تر منځ توپیر د پیسو او نورو مادیاتو په درلودلو کې نه دی. په ژوند کې ۱۱ سترې شتمنۍ شته، چې یوه له هغې څخه مادي او معنوي شتمنۍ ده او پاتې نورې یې د انسان له ذهني قوې سره اړیکه لري.
د دې لپاره، چې فقر مو په ثروت بدل کړی وي، لاندې ۱۱ شتمنۍ په ترتیب سره درته خلاصه کوم.
۱- د ذهني لیدلوري شتمني:
د ذهني لیدلوري شتمنۍ درلودل د ژوند د یولسو لویو شتمنیو د نوملړ په سر کې ځای لري. ځکه ټولې مالي شتمنۍ یو ذهني حالت دی او له ذهنه پيلېږي. او دا هغه څه دي، چې کولای شي انسان پرې پوره کنټرول ولري. د انسان ذهن او لید لوري د «جذب د قدرت» جوړونکی دی، چې ټولې هیلې، ارزوګانې، غوښتنې، شکونه، وېرې او باورنه په خپل لوري جذبوي.
۲- د ایمان او عقیدې شتمني:
ایمان او عقیده د انسان د ذهن هغه حاصل خېزه ځمکه ده، چې په هغې کې د انسان ټولې شتمنۍ وده کوي. ایمان او عقیده په انسان کې لوی خلاق او ذهین فکر رامنځته کوي، د مهمو او اړینو کارونو د تر سره کولو لامل ګرزي. ایمان یوه حیاتي قوه ده، چې هېڅ ډول محدویت نه لري.
۳- په انسانۍ اړیکو کې د انډول ساتلو شتمني:
د یوه کس تر ټولو لومړۍ دنده دا ده، چې په خپل وجود کې د ټولو قوو ترمنځ انډول وساتئ.« په ډار باندې غلبه، د ذهن او لید لوري په خپل کنټرول کې ساتل په ژوند کې تر ټولو لومړۍ موخه ده» په انساني اړیکو کې انډول ساتل په انسان کې راسخه عقیده قوي کوي، بریا او موقف ته یې رسوي. که ذهني ارامي او مثبته روحیه ولرئ، نو له نورو سره به په دې برخه د اړیکو پیاوړي کولو په برخه کې کومه ستونزه ونه لرئ.
۴- له ډار څخه د خلاصون شتمني:
په نړۍ کې به داسې څوک پیدا نه شي، چې د ډار اسیر وي؛ او وکولای شي په ژوند کې آزاد او شتمن پاتې شي. ډار د بدبختۍ پیغام راوړنکی دی، نو مخکې له دې، چې له ډار څخه د خلاصون په برخه کې خپل ځان ته نمرې ورکړئ، ځان ډاډه کړئ، چې لومړئ خپل ځان په پوره دقت سره له ډاره خلاص کړی او بیا دغه چاره تر سره کړئ، ځکه که ستاسو په زړه کې ډار ننوتی وي، څنګه به وکولای شئ د ځان په اړه پرېکړه وکړئ.
۵- په راتلونکې کې د بریا تر لاسه کولو د تمې شتمني:
دا چې موږ یوه ورځ د بلې په تمه تېروه دا خپله یوه شتمني ده. که چېرته موږ د سبا لپاره تمه ونه لرو، نو لرې نه ده، چې ډېر ژر به مو په وجود کې ډار ځای ونیسي او را باندې حاکم به شي. په اصل کې تر ټول غریب او فقیر هغه څوک دی، چې له راتلونکې څخه مایوسه وي او تمه ورته ونه لري. ښه ده، چې په خپل ذهن کې د ځان لپاره یوه روښانه راتلونکې ترسیم کړو او په عملي بڼه باندې د بدلولو لپاره یې چټک ګامونه واخلو.
۶- د جسمي سلامتیا شتمني:
سالم فکر په سالم بدن کې دی او همدا سالم فکر دي، چې بیا د یوه سالم وجود په اړه فکر کولای شي او په دې پوهېږي، چې څنګه وکولای شم خپل وجود سالم وساتم، تل د روغتیا په اړه فکر کوي نه د بېمارۍ. دا ډول ذهن د غذا خوړلو پر وخت فکر کوی، چې څه ډول په ډوډۍ کې توازن او میانه روي په نظر کې ونیسي تر څو روغ وجود ولرم. د مثبت ذهني لیدلوري درلودل، د روغ وجود د لرلو لپاره تر ټولو ښه پرهېز او له ناروغیو لرې والی دی.
۷- له نورو سره د مرستې د میل شتمني:
هغه کسان، چې تر اوسه یې له نورو سره د مرستې هنر نه دی زده کړی، دوی تر اوسه د تل پاتې خوښۍ لاره او مسیر هم نه دی پیدا کړی. ځکه په انسان کې تل پاتې خوښي له نورو سره د مرستې په کولو کې تر لاسه کېږي. کله، چې تاسو له نورو سره مرسته کوئ، د هغوی په زړونو کې ځای پیدا کوئ او په دې سره یې زړونه لاسته راوړلای شئ.« د خلکو زړه لاسته راوړه، چې حج اکبر دی، له زر کعبو یو زړه بهتر دی»
۸- د اګاه ( پوه) ذهن درلودلو شتمني:
صبر او حوصله تل په هغه کسانو کې را بر سېره کېږي او لیدل کېږي، چې اګاه ذهن ولري، ځکه اګاه ذهن انسان تل زده کړې کولو ته هڅوي. دا ډول کسان کولای شي په خپل ځان پوره کنټرول ولري، او کولای شي، خپل ذهن په هغه ډول وکاروي، چې غواړي یې او په ګټه یې دي.
۹- د ځان کنټرولولو شتمني:
هغه کسان، چې پر ځان بر لاسي نه وي هېڅ کله هم نه شي کولای له ځانه بېرون پر نورو او یا بل څه بر لاسی شي. هغه کسان، په خپل ځان کنټرول لري او بر لاسي دي، په زیات احتمال سره کولای شي، هغه څه یې پرو وړاندې راځي پرې بریالی او بر لاسی شي. دغه راز دغه کس کولای شي، چې د خپل تقدیر فرمان ورکوونکی او د خپل ذهن د کښتۍ کفتان هم و اوسي.
۱۰- د نورو د درک کولو شتمني:
هغه کسان، چې غواړي نور درک کړي، لومړی باید خپل ځان درک کړي. ځکه څه، چې ته غواړې او پر وړاندې یې خپل ځان ته انګېزه ورکوې، دغه څه ته نور هم اړتیا لري او غوښتنه یې ده. که خپل ځان، خپلې ستونزې، او خپلې غوښتنې په پوره دقت سره درک کړئ، نو په ډېره اسانۍ سره کولای شي نور او د هغوی غوښتنې درک کړې.
۱۱- د اقتصادي امنیت شتمني:
تر ټولو وروستۍ شتمني، زدکړې او پیسې دي، چې کولای شي د یوه کس اقتصادي امنیت تضمین کړي. یوازې پیسې هم نه شي کولای، چې یوه کس ته اقتصادي امنیت ور په برخه کړي، ځګه ډېر ګټور خدمتونه شته، چې په پیسو او یا هم بې له پیسو تر سره شي او و کولای شي انساني ضرورتونه رفع کړي او د شخص اقتصادي امنیت تضمین کړي.
«انروکارنګي» چې د خپل وخت تر ټولو شتمن کس و، ویل به یې:« هر څوک باید د پیسو د ګټولو او مصرفولو چل زده کړي» ده د خپل عمر په وروستیو کې د خپلې شتمني لویه برخه، چې نېږدي یو میلیارد ډالر کېدل خلکو ته وبښل. ده له خپل مرګ څخه مخکې وویل نن ما د خپلې شتمنۍ ډېره برخه هغه کسانو ته ورکړه، چې همدا دوی د ې باعث شوي وو، چې زده دومره شتمن شم، خو زه فکر کوم، دا پیسې د هغه بریاو او تجربو په پرتله ډېرې کمې دي، چې ما مې په خپل ژوند کې تر لاسه کړې دي.»
تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده، چې دغه ۱۱ لویې شتمنۍ، چې پورته ورته اشاره وشوه، په ډېره اسانۍ سره تر لاسه کېدای شي او هر څوک کولای شي، چې په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلي او ښه راغلاست ورته و وایي.
هڅه وکړئ له دغه ۱۱شتمنیو څخه په خپل ژوند کې ګټه واخلئ، تر څو په یوه بریالي کس بدل شئ، ځګه بریا یوازې او یوازې د دې ۱۱ شتمنیو په لرلو کې ده او بس.