مسعود عمر

په افغانستان کې د فساد او له دندو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په هکله ډېر رپوټونه خپاره شوي او نړيوالې ټولنې هم د فساد په هکله پر افغان دولت ډېر تورنه لګولي دي، چې ګويا ډېری دولتي افغان چارواکي په فساد کې ښکېل دي. په داسې يوه ټولنه کې چې کلونه کلونه يې وګړو ژوند په جګړه کې تېر کړی وي، لوړ پوړي چاواکي او مشران يې خپله هم په فساد کې ښکېل وي، نو دا لرې خبره نه ده، چې د ټول هېواد په نوم دې اغېز ونه کړي.

ددې تر څنګ داسې هم پېښ شوي، چې افغان دولت او چارواکو دې نړيوال تورن کړي وي، چې ګويا په فساد کې ښکېل دي، ان داسې خو هم ويل شوي، چې د نړيوالو له لوري له افغان حکومت سره شوې مرستې ۸۰ سلنه بهرنيانو فساد کړې دي. په دې کې دا هم ويل شوي، د همدوی له لاسه ځينې دولتي چاراکو او زورواکو ته د فساد لاره اواره شوې او ستر اقتصادي تړونونه فاسدو کسان تر ګوتو کړي دي او يا يې هم تر ګوتو کوي.

څو میاشتې مخکې د روڼتیا نړيوال سازمان په خپل تازه کلني رپوټ کې د فساد له درکه د نړۍ د ډېر شمېر هېوادونو وضعیت تر څېړنې لاندې نیولی و او په یادو هېوادونو کې یې د فساد د ډېروالي کچې په هکله اندېښنه څرګنده کړې وه.

د روڼتیا نړيوال سازمان د رپوټ پر بنسټ افغانستان بیا هم تر نورو هغو مخکې ځای نیولی دی.  د رپوټ پر بنسټ، افغانستان د ۱،۵ نمرې په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې د ۱۷۶ هېوادونو په ډله کې تر ټولو فاسد هېواد شمېرل شوی او د نورو فاسدو هېوادونو په سر کې راغلی دی.       په افغانستان کې به داسې څوک نه وي، چې په هېواد کې دې له پراخ اداري او مالي فساد څخه سترګې پټې کړي، ډېر شمېر دولتي چارواکي ودانیز شرکتونه لري، تړونونه د ځان په ګټه اخلي او هڅې يې هم دا وي، چې له خپل نفوذ څخه په کار اخیستنې تړونه د ځان په ګټه تمامه او وکاروي او یا هغه شرکتونه چې په نورو کسانو پورې اړه لري، تر هغو پورې، چې اړوندو دولتي چارواکو او زورواکو ته حق ور نه کړي، نشي کولای پروژه تسلیم کړي.

په دې لیکنه کې هڅه کېږي، چې د بل اړخ (نړيوالې ټولنې د فساد) په هکله خبرې وشي.

 په دې لیکنه کې د نړيوالې ټولنې د فساد یوې برخې ته نغوته شوې، چې د افغانستان په څېر دردېدلې هېواد ته یې زیان رسولی دی او تر اوسه پورې هېڅ یوې نړيوالې ادارې او حتی خپله افغان دولت هم پرې غوږ نه دی ګرولی.

دا فساد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) کې د فساد موضوع ده، چې تمه ده په هکله يې څېړنه وشي او هغه نړيوال سازمانونه، چې له افغان ولس سره د دوی په وینا د مرستې لپاره راغلي او د مرستې په نامه د خپلو جېبونو د ډکولو په هڅه کې دي او هېڅ کله هم دې ته چمتو شوي نه دي، چې خپله ګناه ومني، په دې تړاو وپوښتل شي.

يوازې افغان چارواکي نه دي، چې په فساد کې دې ښکېل وي، بلکې د نړيوالو ادارو لوړ پوړو چارواکو او قرارداديانو ته هم ګوته نيول کيږي، که څه هم چې دوی دا نه مني چې ګويا په فساد کې دې ښکېل وي، خو تر لمر روښانه ده، چې چا څه ډول په کومو برخو کې څومره درغلۍ کړې دي.

(FAO) یا د خوړو او کرنې نړيوال سازمان د ۲۰۱۱ زېږديز کال د سپټمبر میاشتې پر ۳۰ نېټه کابو ۹۰۰۰ ټنه د ژویو خواړه (کنجاره) چې لګښت یې د جاپان لخوا ورکړل شوی و، له ترکیې هېواد څخه پېرل شوې وه، هېواد ته را دننه کړه. دا حيواني خواړه چې بايد د مرستې په توګه د هېواد په شمالي ولایتونو کې کابو ۵۰۰۰۰  وچکالۍ ځپلو کروندګرو او مال لرونکو ته چې له سخت وضعیت سره مخ ول، رسول شوي وای، ونه رسول شول.

د کرنې وزارت ځینو کارکوونکو خوا لا دا هم ویلي وو، چې سم نیمی توکي تاریخ تېري وو او یاد نړيوال سازمان چې د متخصصینو د لرلو ادعا کوي او تل پر افغان دولت نیوکه کوي، چې د پروژو د پلې کېدو وړتیا نه لري او ددوی په وینا د متخصصوکارکوونکو له نشتوالي سره مخ دي، د تاریخ تېر توکو په هکله یې هېڅ ډول څېړنه ده ترسره کړې او چوپه خوله پاتې شوي دي.  د یاد سازمان د کارکوونکو په وینا، دغه خراب شوي توکي باید بېرته مسترد شوي وای. دوی په دې برخه کې د کرنې وزارت کارکوونکي هم ګرم ګڼي؛ خو دلته داسې پوښتنه راپيدا کېږي، که چېرې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان د یادو تاریخ تېر توکو په هکله چوپه خوله پاتې شوی؛ نو ولې د افغانستان په ګمرکونو کې هغه چاره پرې نه ده تر سره شوې، چې بايد دغه توکي د کرنې وزارت د متخصصينو لخوا څېړل شوي وای او بیا هېواد ته را دننه شوي وای.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوو اسنادو له مخې کله چې د ژویو لپاره خواړه هېواد ته را دننه شوي، سم وو وروسته په زېرمته تونو کې ډېر وخت ساتل شوي او وراسته خراب شوي دي.

دا خبره هم د سيمې خلکو را پورته کړه، که چېرې یاد توکي نه وای وراسته شوي، د حشرو د ډېروالي او بد بوی له امله د سیمې خلکوغږ نهوای اوچت کړی خبره پټه تېرېده.

سره له دې، چې د خوړو نړيوال سازمان د یادو توکو له ناوړه توب څخه خبرول او بې له دې، چې افغان دولت سره موضوع شریکه کړي او یا له هغو اړوندو ادارو سره، چې د یادو توکو د پېرلو لپاره یې پیسې ورکړې وې، هغوی ته خبر ورکړي، له یوې کورني شرکت سره تړون کړی، ټول توکي یې په مفته توګه ورکړي دي او د کمپوست کود (سرې) د جوړولو په نامه یې له کابل ښار څخه بهر کړي دي، چې د یاد شرکت په وینا هغه توکي ننګرهار او کندوز ولایتونو ته لېږدول شوي دي.  دلته پوښتنه رامنځته کېږي، که چېرې دا توکي وراسته وو او ددې وړ نه وو، چې نورو سیمو ته ولېږدول شي، ولې ننګرهار او کندوز ولایتونو ته ولېږدول شول؟ ولې یې دولتي بنسټونو په هکله نیوکه ونه کړه؟ آیا په ریښتیا هم له یادو توکو څخه کمپوست سره جوړه شوه. آیا په دې هکله د کرنې وزارت په جریان کې وو؟ آيا کرنې وزارت هم په دې موضوع کې د خوړو او کرنې له نړۍ وال سازمان سره هوکړه کړې وه، چې یاد توکي، د لسو میلیونو ډالرو څخه یې ډېر ارزښت وو، په مفته توګه یو شرکت ته ورکړي ؟ آیا دا توکي چې ویل کېږي، بیمه شوي وو، بېرته یې بیمه اخیستل شوې او په دې هکله له ترکي شرکت سره خبرې شوي دي که نه؟

سمه ده، هر هغه مهال، چې په افغان دولت کې د فساد یوه موضوع ولیدل شي، ټول بهرني هېوادونه چېغې وهي او پر افغان دولت خپلې مرستې بنده وي او دا موضوع مطرحه کوي او وايي افغا دولت له فساد سره پر مبارزه کې ژمن نه دی؛ خو اوس دلته پوښته رامنځته کېږي، که چېرې په افغانستان کې فساد وي، شاید د سمو او هېواد سره د مینې او ژمنو کارکوونکو نشتوالی وي؛ اما که چېرې په یو نړيوال سازمان کې چې د ملګرو ملتونو یوې مهمې برخې پورې اړه لري، په فساد کې ښکېل وي او ددې وړتیا ونه لري، چې دا ډول کارونه په سمه توګه ترسره کړي، نو څوک به يې په اړه وپوښتي، څوک به دا مسئله راپورته کړي.

 د هغې ورځې په هیله، چې په هېواد کې ټول کورني او بهرني مفسدين چې د افغانستان نوم يې په نړيواله کچه بد کړی افشا  او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *