تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان له مخې د ښارجوړونې وزارت سرپرست جواد پیکار له خپلو صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې په تورممنوع الخروج اعلان شو.

دغه فرمان چې په دوشنبې یعني دوه ورځې وړاندې صادر شوی دی په کې راغلي چې ښاغلي جواد پیکار له خپل صلاحیت نه په ناوړه استفاده ځینې خلک په مختلفو بستونو سرپرستان ګمارلي دي.

په فرمان کې راغلي چې ښاغلی پیکار باید په ترکیه کې د خپلو کورونو د اخیستلو په اړه لویې څارنوالۍ ته معلومات ورکړي او له لویې څارنوالۍ هم غوښتل شوي دي چې د ښاغلي پيکار د شتمنۍ د ثبت فورمې دې وڅېړي.

په فرمان کې راغلي چې د پیکار په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او تر پای د رسېدو پورې به یې نوموړی ممنوع الخروج وي.

د ښارجوړونې وزارت د تاند له هڅو سره سره په دې تړاو معلومات نه ورکوي او چوپه خوله دی.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د ټرانسپورټ وزارت د خپلې استعفا پاڼه پر فیسبوک پاڼه خپره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *