ګل رحمان رحماني

     زموږ د ښار ماڼۍ د نړۍ د نورو ښارونو د ماڼيو غوندې نه دي چې په ليدو يې د ښاريانو سترګې خوږې او زړونه ارام شي، ژوند ته غېږه ورکړي او د يوه رنګين خوب غوندې يې په ذهن او خيال کې را ونغاړي.

   زموږ د ښارماڼۍ په خپلو ښيښو زموږ سترګې برېښوي او زهرجنې وړانګې يې د غشو په څېر د سترګو په رپ کې د زړه تل ته ځي او له هر پوړ نه يې  د مرګ بدرنګه سوداګر ستومانه لارويانو ته سترګکونه وهي.

    د نړۍ د نورو ښارونو ټولې دنګې ښيښي ماڼۍ او قصرونه د هغوى د اوسېدونکو او خلکو په خولو اباد شوي، د هغوى د لاسونو خاپونه په کې ښکاري، جونګړو ته سلام کوي او د هر زيارکښ په نوم يې يو پټ خو زرين څلى هم پر بام ولاړ دى چې هر څوک يې حس کولاى شي.

     خو دلته خبره بل ډول وه، د دې ښار ټولې دنګې ماڼۍ د خلکو له وينو، غوښو، تازه او ورستو هډوکو جوړې شوې دي. د هغوى له وينو او غوښو يې رنګ اخيستى، په هر پوړ کې يې شناختو ته ورته کټارې لګېدلې.

پرې شوي لاسونه او پښې ترې راوتلې چې خاوندان يې نه ګوري، خو عادي لارويان يې ډېر په روښانه ډول ويني، مګر کله چې د خپلې وېرې بيانولو لپاره شونډې وخوځوي، نو له وړاندې پرې يو د چوپتيا مهر لګېدلى وي.

   د نړۍ د نورو ښارونو له ماڼيو د تازه او ښکلونو ګلونو هارونه او لړونه را ګرځېدلي وي او له هر پوړ نه يې ځولۍ ځولۍ ګلونه دباد له نرمو څپو او سهارني نسيم سره ټالونه وهي، کوڅه په کوڅه وږمې شيندي، دروازې يې د هر ستړي او نا اشنا لاروي پر مخ بې وېرې او قيده خلاصې وي.

   خو د دغه ښار له ماڼيو د ګلونو د هارونو په ځاى اغزن سيمونه او اوسپنيز تور برېښنايي جالونه ګرځېدلي، په مخکې له راشنو اغزيو يې له تابوتونو د خلاصو شوو دړو کټارې تاو دي، په درازو يې  د وېرې او کرکې تور کلپونه را ځوړند دي، ښکلې ښکاري خو زړه راښکون په کې نه شته او که څوک ورته ښه ځير شي، نو د غم سرود او د مرګ شپېلۍ په کې غګېږي.

   دلته ستړي انسانان څه چې د هوا مرغان هم څوک کښېناستو ته نه پرېږدي، ځکه چې خاوندان يې دا د ځان د مزاحمت په مانا ګڼي، دعيش عشرت او عصمتونو د لوټ خوند او نشه يې کموي.

 دلته هره ورځ د ښار په بېلابېلو برخو کې نوې او دنګې ماڼۍ سرونه اوچتوي، يو له بل سره په ښکلا او دنګوالي کې سيالي کوي، ورځ تر ورځې پراخېږي، خو هلته ډېر لرې کلي ورانېږي او هديرې پراخېږي.

   هلته چې کلي د مرګ په خوب ويده شي، نو د دې ماڼيو خاوندان په ورېښمو کې له پټو چړو او تورو سره  ورځي د هغوي دپېغلو له غاړو هارونه را خلاصوي، د ناوې ګانو خزانې لوټي او له وينو يې د دې ښار د ماڼيو خاورو او دېوالونه ته رنګونه جوړوي.

   د دې ښارماڼۍ د داسې خلکو دي، چې هغوى د دې ښار نه پردي شوي، د خپلې مور په زيوراتو او د پلار په توره او تاريخ يې سوداګري کړې، خو ځانونه دهمدې ټاټوبي اصلي مالکان او واکمنان ګڼي

      دوى شپه ورځ د خوارانو د جونګړو په لوټلو بوخت دي او د شپې په خوبونو کې هم د عزتونو او ارام ژوند په لوټ پسې ګرځي. دوى په اوسنۍ زمانه کې اوسي خو دغلامۍ او مريتوب د زمانې خيالونه لري، دوى ځانونه  خدايان ګڼي او غواړي چې خپلې ماڼۍ په غلامانو او وينځو ډکې کړي.

   د دې ښار د ماڼيو خاوندانو لاهم د هغه زلزلې وژونکې او مرګونې څپې نه دي حس کړې چې د دوى په لاس د ځمکې تل ته د کوزو شويو او خښو شوو وګړو له اهونو او زندۍ شوو فريادونو څخه راپورته شوې دي.

   دا مه هېرو‌ئ چې  يوه شپه به دوى په همدې ماڼو کې د ناز په خوب وي، خو دغه زلزله به راځي او دوى ټول به  په همدغه ښيښه يي قبرونو کې د ځمکې تل ته کوزېږي.

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،

مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،

د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،

 بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…،  پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،

ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *