د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
Jan.28.2014
د سه شنبه پر ورځ د ختیځ او سویل ختیځ لپاره، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په چوکاټ کې د ښاروالیو د ملاتړ پروګرام یا رمپاپ، د ارزونې غونډه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي په پرانېستل شوه.
د ماموندزي په وینا د ختیځ او سویل ختیځ زونونو په ښاروالیو کې د رمپاپ پروژې د پلي کیدو له امله د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په ظرفیت لوړونه، ودانیزو چارو او د ښاري خدماتو د عرضې د بهیر د ښه کولو په برخه کې، له ښاروالیو سره د دې برنامې همکاري د ستایلو وړ ده. د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین، د متحدو ایالتونو د نړېوالې پراختیا له ادارې هم د رمپاپ برنامې سره د مالي مرستې له کبله مننه وکړه. ماموندزي وویل، د رمپاپ برنامې تر پایته رسیدو وروسته به د شهر په نوم د متحدو ایالتونو نړېوالې پراختیا ادارې په مرسته د ښاروالیو په چوکاټ یوه بله مهمه پروژه پیل شي او د ښاري خدماتو د بهترۍ په برخه کې به له ښاروالیو سره مرسته کوي.
ورپسې د ښاروالیو لوی رییس عبد الباقي پوپل خبرې وکړې او د رمپاپ برنامې بریالی تطبیق یې د خپل ریاست لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله. ښاغلی پوپل، په هغو ښارونو کې د خدماتو د عرضې بهیر تر پخوا ښه وباله، چې یاده برنامه پکې پلې شوې ده. د ښاروالیو لوی رییس د ښاري خدمتونو د عرضې د بهیر د ښه کولو لپاره د ښاروالیو د کارکوونکو لوړ ظرفیت اساسي شرط وګڼلو. نوموړي په دې برخه کې هم په ښاروالیو کې د رامنځته شوي بدلون یادونه وکړه او په ښاروالیو کې یې د روان ریفورم د دوام لپاره خپل هوډ په ډاګه کړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د یادو شویو زونونو ښاروالانو د رمپاپ برنامې په چوکاټ کې د ترسره شویو فعالیتونو پرېزېنټېشنونه وړاندې کړل او د شهر پروژې لپاره یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په ډاګه کړل.
د یادولو وړ ده، چې د رمپاپ برنامه درې کاله وړاندې پیل شوې وه او د متحدو ایالتونو د نړېوالې پراختیا ادارې په څه د پاسه دوه سوه ملیون ډالره مالي مرسته د هېواد په درې دېرشو مرکزي او شاوخوا شلو د ولسوالیو ښاروالیو کې پلې شوه. د سوېل او سوېل ختیځ زون په ښاروالیو کې پر شویو فعالیتونو څوارلس ملیونه ډالر لګول شوي دي.