د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۳/میزان/۲۲
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رییس ډاکټر اشرف غني احمدزي، په لارښوونه د هېواد په لسو مهمو ښارونو کې، د ښاري انکشاف لپاره د نویو طرحو پر رامنځته کار پیل کړی دی.
دا طرحې د ښارونو د مشورتي بورډونو او د ښاري صنفونو د استازونو لخوا، په یوه دوه ورځني ورکشاپ کې تر بحثونو او خبرو اترو وروسته، د ورکشاپ د هغو شلو تنو ګډوالو لخوا جوړېږي، چې د ورکشاپ د غړو له منځه ټاکل شوي وي.
یادې طرحې د سیمه ییزو اورګانونو له خپلواکې ادارې سره شریکېږي او د شلو طرحو له جملې څخه، درې طرحې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لخوا غوره کېږي او د هېواد له جمهور رییس سره شریکېږي او جمهور رییس به یوه طرحه، د اړوند ښار د انکشافي طرحې په توګه ټاکي.
دا کار د ښارونو د پرمختګ، د خدمتونو د عرضې د بهیر د بهبود، زېربناوو رغولو، د خدماتو په عرضه او د چارو په نظارت کې د خلکو د حضور د زیاتولو لپاره، مهم نوښت بلل کېږي.
افغانستان هغه هېواد دی، چې د ښارونو نفوس یې په ګړندۍ توګه مخ پر ډېرېدو دی او د دې نفوس د سمبالول او هغو ته د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کول، د ښارونو د انکشاف په طرحو کې، د خلکو او په ځانګړې توګه د مسلکي اشخاصو د نظریاتو شاملول، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه ادارې ته خورا ډېر ارزښت لري.
د دې ادارې د ښاروالیو چارو لوی رییس عبدالباقي پوپل وایي: (( د ښارونو پرمختیایي طرحې د ښارونو د ستونزو د تشخیص په رڼا کې جوړېږي. دا لومړی ځل دي، چې خلکو ته د ښارونو د مختیایي طرحو په جوړولو کې په دومره کچه د ګډون فرصت ورکول کېږي.))
د یادولو وړ ده، چې په لومړي پړاو کې به د هرات، بلخ، چاریکار، میدان او جلال اباد په شمول د هېواد په لسو مهمو ښارونو کې، د ښارونو د پرمختیایي طرحو ورکشاپونه جوړ شي او وروسته به نورو ښارونو ته هم وغځېږي.