تاند- یوې امریکايي کمپنۍ په ښارونو کې د ترافیک د جام کېدو د ستونزې په خاطر د هیلي ټکسي په نوم څرخکه یا هیلي کوپتر جوړه کړې چې بې پېلوټه چلېږي.
ډیلي مېل ورځپاڼې نن /سې شنبه/ په یوه راپور کې وویل چې د هیلي ټکسي جوړوونکې کمپنۍ (ایروینسي) خلکو ته دا امکان برابروي چې د عادي ټکسي په شان د ټېلفون له لارې هیلي ټکسي وروغواړي او پر واټونو له ترافیک جامه په امان ځان منزل ته ورسوي.
دا شرکت وايي چې د دې څرخکې لومړنۍ ازمېښتي الوتنې ته تیاري نیسي.
د هیلي ټکسي جوړوونکې کمپنۍ وايي چې اوس به له دې هوايي ټکسي څخه شتمن خلک کار اخیستلی شي خو وروسته وروسته به دومره عام شي چې د ټولنې متوسطه پرګنه هم ورڅخه کار واخلي.
دا هیلي کوپتر د الوتو او کښته کېدو لپاره لوی میدان ته اړتیا نه لري بلکې په کوچني ځای کې کښته کېدای او ورڅخه الوتلی شي.
د دې څرخکې په اړه همداراز ویل شوي چې څه باندې ۱۱۷ کیلو وزن تر ۱۲ زره فوټه لوړ وړلی شي.
هیلي ټکسي څرخکه پېلوټ ته اړتیا نه لري. په خپله یا په اتومات ډول الوزي او ټاکلي ځای ته ځي او ورڅخه بېرته راځي.
دا څرخکې به په ۲۰۱۷ کال د امریکا په ښارونو کې د سپرلیو وړل راوړل پیل کړي.