کندز ښار د اوسېدونکو په یاد

لومړۍ شپه

وړمه ورځ یې راته وویل چې له ښاره ووځم. باور مې نه کېده. نه مې غوښتل ویې منم. ولې به دلته جنګ راځي. بیا ما څوک څه کوي؟ جنګ راورسېد. ډزې وې. بې درېغه. لکه نینې چې پخیدې. په کوټه کې پټ شوم. له هر لوی درز سره له چته خاورې راتوېدې . وډار شوم. په وره کې ودرېدم. انا به مې ویل په وره کې باید ونه درېږو چې تور راپورې کیږي. له وره تېر شوم. د توت د ونې لاندې ودرېدم. کښېناستم. ټېکه مې نه کېده. ډزې وار په وار ډېرېدې، رانزدې کېدې. موبایل مې مړ کړ. ما ویل څوک زنګ راونه وهي. نه مې غوښتل څوک راپوه شي چې په دې کور کې یم. ټول څراغونه مې مړه وو.

د موټرو غږ شو. موټر سایکل ورپسې و. د کور وره ته ورغلم. نه مې پرانیست. ما ویل له کومې چولې به دباندې وګورم. درز شو. نژدې کوم ځای ولګېد. په شا شوم. دېوال ته ودرېدم. زړه مې دربېده. نه پوهېدم چې وبه مرم که وبه پایم.

ډزو تمام نه درلود. کله به نژدې وې کله لیرې. خونې ته ستون شوم. تر کټ لاندې مې د خوب ځای جوړ کړ. بړستن مې راباندې واچوله. غوښتل مې هېڅ وانه ورم. ویده شم، هر څه بخت ته پرېږدم. فکرونو نه پرېښودم. ځان مې ملامتاوه. باید له دې ښاره وتلی وای.

دویمه شپه

برق ولاړ. په لالټین کې لا تېل شته. د ګازو ډبه په تشېدو ده. اوړه لرم. د مالګې کڅوړه ډکه ده. څاه کې اوبه شته. د قربانۍ د ورځې یو څه راپاتې غوښه مې وچه کړې وه. تر څو ورځو لا ګوزاره کېږي.

د ورځې دباندې ونه وتم. ډزې لا هم شته. کله په کوڅه کې شور شي. کله تر هدیرې ډېره کراري وي. ډېر وږی کېږم. چایو ته مې زړه کېږي.د ګازو په ډبې ډارېږم. که تشه شوه بیا یې ډکېده نشته. موبایل مې چارج نه لري. رادیو ټیټه اورم. وايي جنګ لا روان دی.

درېمه شپه

غوړي لږ پاتې دي. ورېجو ته مې زړه نه کېږي. په چايو ډارېږم چې خلاص نه شي. لالټین کې تېل ختم شوي دي. رادیو مې نه ده مړه کړې. له ښاره خبرونه څوک نه لري. دباندې دي. له دباندې یې وايي ښار کې حالت ښه نه دی. وايي جنګ روان دی. ډزې زه هم اورم. خو نه پوهېږم کوم لور ته ډزې کېږي.

څلورمه شپه

نن یې سهار د کور دروازه راوټکوله. پښې مې وچې شوې. حرکت مې نه شو کولی. پوهېدم چې پسې راغلي دي. دروازې ته مې کتل خو نه ورتلم. ډېره یې ونه ټکوله. ما ویل په دېواله به را اوړي. راوانه وښتل. حویلۍ ته ونه وتلم. اوبه مې په سطل کې خلاصې شوې وې. خو تر تیاره ماښامه ورنه غلم. بیا مې ورو ورو له څاه اوبه را وایستلې. سطلونه مې ډک کړل. د ګازو ډبه تشه شوه.

پنځمه شپه

نن یې بیا ور راوټکاوه. خو ډېر یې نه ټکاوه. ژر ولاړل. د رادیو بېټرۍ کمزورې شوې دي. د قربانۍ غوښه په ختمېدو ده. غوړي نور نه لرم. اوړه لا شته. د توت ونې څانګې مې راماتې کړې. اور یې نه اخیست. کور کې مې کاغذونه وپلټل. په بې کاره کاغذونو مې اور بل کړ. د توت څانګې ژر نه بلېدې. ایله یې د چايو اوبه واېشولې.

شپږمه شپه

د توت د ونې لاندې مې یوه خښته په لرګي تکیه کړه. تر خښتې لاندې مې ورېجې واچولې. لرګی مې په تار وتاړه، لیرې ورته کښېناستم مرغۍ راغلې. ورېجې یې خوړې. چې تر خښتې لاندې شوې. تار مې کش کړ. دوه مرغۍ یې لاندې کړې. وینو یې خښته سره کړه. دواړه مرغۍ مړې وې. حلالېده یې نه غوښتل. سرونه یې چیت شوي وو. بڼکې مې یې پاکې کړې. د توت څانګې مې ماتې کړې. بې کاره کاغذونه خلاص شوي وو. اخبارونه هم سوځېدلي وو. کتابونه مې وسوځول.

اوومه ورځ

رادیو مې له کاره لوېدلې وه. د توت ونې سیوری نه درلود. څانګې یې پرې شوې وې. مرغۍ ډيرې نه راتلې. د ډزو غږ و. دروازه بیا وټکېده. زه د توت د ونې په وهلو اخته وم. حتمآ یې زما د تبره غږ اورېدلی و. د پټېدا امکان نه و. ورغلم. دروازه مې په پوړېدلو لاسونو خلاصه کړه. ګاونډی مې و. وار له واره په کور راننوت ور یې بند کړ. غېږ یې راکړه. پټ یې په غوږ کې راته وویل:

– شکر ژوندی یې. دا څوومه ورځ ور در ټکوم نه یې خلاصوې.

– جنګ دی.

– هو بد جنګ دی. د خوراک څه نه لرې؟

ورېجې مې ورکړې. سړی لاړ. جنګ مې ورو ورو لا یوازې کوي. مرغۍ نه راځي. غوښه نه لرم. د توت ونه مې ډېره وهلې. کتابونه مې سوځېدلي. چې وېدېدم د اور په فکر کې شوم. کټ ته مې پام شو. د لرګو و. ښه اور به یې اخیست. بړستن کې هم پنبه وه.

د ماخوستن نهه بجې او ۲۴ دقیقې
د سپتمبر ۳۰ مه ۲۰۱۵
کابل

2 thoughts on “د ښار جنګ/ لنډه کیسه/ لیکوال: ایمل پسرلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *