نيټه ١٣٩٢،٩،٣
کندهار افغانستان- د کندهار ښار يو شمېر نانوايانو د اوړو او ګازو د نرخونو د زياتوالي له امله مرستيال والي ته شکايت وکړ او اندېښنه يې وښوده که چېري د دې ستونزي د حل په موخه کار ونه سي، نه يوازي د دوی کاروبار بلکي ګڼ ښاريان به هم ورسره په ستونزو کي ګير سي.
د کندهار ښار يو شمېر نانوايانو نن تر غرمي وړاندي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي له مرستيال والي عبدالقديم پتيال سره د ليدني پر مهال شکايت وکړ چي په ښار کي د ګازو بيه له ٤٠ افغانيو څخه تقريباً اويا افغانيو ته لوړه سوې او د اوړو بيه له ٢١ سوه افغانيو څخه ٢٨ سوه افغانيو ته لوړه سوې ده.
دوی زياتوي له کوم وخت راهيسي چي د دولت له خوا دوی ته ويل سوي چي د ښار په ټولو نانوايانو کي به د لرګيو پر ځای له ګازو څخه استفاده کېږي له هماغه مهال راهيسي د ډوډۍ وزن پر ځای پاته خو د اړتيا وړ توکو بيي ډېرې لوړي سوي دي.
مرستيال والي او کندهار ښاروال غونډي ته د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چي د دوی د ستونزي په اړه ډېر جدي دي او هڅه به وکړي چي د يادې ستونزي لپاره يو داسي حللار پيدا کړي چي ښاريان او نانوايان دواړه راضي وي.
مرستيال والي د غونډي برخوالو ته ډاډ ورکړ چي څو ورځي وروسته به په همدې اړه يوه بله غونډه چي د ګازو مسوولين، د ګمرک، ښاروالۍ او تجاران به هم پکي برخه ولري جوړېږي تر څو له هغوی سره په ګډه يادې ستونزې ته يو داسي حللار ولټول سي چي ښاريانو او نانوايانو ته د منلو وړ وي.