دا اثر د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کي د هیواد د نومیالي شاعر او موءرخ ښاغلي عبدالباري جهاني د ژورو او مفصلو تاریخي څېړنو ټولګه ده چي د لومړي ټوک (لمریز کال، ۱۳۹۳چاپ) په تعقیب خپرېږي.

 ښاغلي جهاني په دې څېړنو کي تر ډېره پر افغان، لوی افغانستان، تاریخي شالید او مهمو خو له قلمه پاته تاریخي پېښو او پدیدو، په علمي او کره کتنیز ډول تمرکز کړی دی.

 دغه راز یې د سیمي اړوندو تاریخي روایتونو ته له نوو زاویو کتلي، د سموني او افغاني ارزښتونو څرنګوالی یې څېړلی او د افغان ملي هویت د خوندیتوب روایتونه یې وړاندیز یکړیدي.

په ۶۵۶ پاڼو کي دا اثر، د لومړي چاپ په توګه زر ټوکه، د صداقت خپرندويي ټولني لخوا چاپ سوی دی. تمه کېږي چي په لوی افغانستان او نوره نړۍ کي به یې تر درنو لوستونکو ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *