شپه او سکوت
شپه او سکوت سره سکني دي،
دواړه يو ځای،
په یوه کور کښي ژوند کوي،
شپه په ګيډه کي ماران ساتي،
لړمان زیږوي،
د تاواني حشرو یوه لویه لړۍ،
په شپه کي ځان پټوی،
سکوت د شپی ورور دی،
نه پریږدي،
د لړمانو او مارانو د وحشت خبره،
پاڅون ته ور سي،
او د سهار ماشوم،
و زیږي.
——————————
مځکه هغه سوزی چی . . .
که زه نورشاعرنه یم ،
ته لیلا،
نو،
ستونزه څه ده ؟
هغه اور چی دی ،
د تلو په وخت کی بل کړی و،
اوس تر ایرو لاندی سکر وټي دی،
یوازی ما سوزی او بس،
ځکه ته هغه وخت لا نه پوهبدی،
،، مځکه هغه سوزی،
چي اور پر بل وی،،
زه اوس،
بیله مینتوب نه سل کاره لرم،
یو یي،
له ټاټوبي سره زما مینه . . . ،
اوس هلته داسی اور بل دی چی،
چی ستا مچی،
بیخی رانه هیری دي.
فدا ،، نظری،،
———————————-
مځکه هغه سوزی چی . . .
که زه نورشاعرنه یم ،
ته لیلا،
نو،
ستونزه څه ده ؟
هغه اور چی دی ،
د تلو په وخت کی بل کړی و،
اوس تر ایرو لاندی سکر وټي دی،
یوازی ما سوزی او بس،
ځکه ته هغه وخت لا نه پوهبدی،
،، مځکه هغه سوزی،
چي اور پر بل وی،،
زه اوس،
بیله مینتوب نه سل کاره لرم،
یو یي،
له ټاټوبي سره زما مینه . . . ،
اوس هلته داسی اور بل دی چی،
چی ستا مچی،
بیخی رانه هیری دي.
فدا ،، نظری،،