ښاغلي وحید مژده یوه مقاله (از انتخابات تا انتخابات) کښلې او د تل په څېر یې د یوه دانای کل له دیده د افغانستان په موضوعاتو ظاهراً تبصره کړې خو په حقیقت کې يې د همېش په څیر خپله ورسپارل شوې استخباراتي دنده پر مخ وړې.
نن مې یو ځای لوستل چې لیکلي يې و چې نه ډاکټرعبدالله او نه هم ډاکټرغني رییس جمهور کيږي بلکه د امریکا او سعودي!!! په وسیله یو بل څوک واک ته رسول کیږي، د دغې جملې په لوستلو مې وار له واره ذهن د ایران د بې ايمانه رژیم له ویرې ډک حالت ته لاړ چې دا رنګ له توهم ډک تبلیغات يې نه یواځې د افغانستان په اړه بلکه د ټولې سیمې او نړۍ په اړه عادت دی، نو مې سرچینې وپلټلې چې ومومم قصه څه ده، په دې مطمین وم چې دا د یوه مشکوک جریان کار دی چې زما له حدس سره سم د قصې تار تر ښاغلي مژده ورسېده او هغه هم په هغه مقاله کې چې د همدغو مشکوکو هڅو په پایله کې د تر لاسه شوو پیسو پر مټ په رامنځته شوي نشراتي ارګان کې.
نوموړي په یوه مقاله کې تر پرپړه چټیاتو وروسته په ډاکټرغني په یقین سره تور لګولی چې د ټاکنو په لومړنيو پړاونو کې يې له څو نورو احتمالي کاندیدانو سره سعودي عربستان ته سفر د څه پټو معاملو په خاطر و. ښاغلی د خپلې مقالې په دوام کې د یوې معلومې موضوع هسې یادونه کړې چې ګنې له راز نه پرده پورته کوي او لیکي چې ایران ډاکټر عبدالله ته دیرش میلیونه ډالره ورکړي او د همدې په پلمه یې په ډاکټر غني هم د زړه له اخلاصه تور پورې کړی چې سعودي عربستان په دوهم پړاو کې سل میلیونه ډالره ورته مصرف کړل او له ټاکنو خپلواک کمېسیون سره یو ځای یې هغه په درغلیو بریالی کړ.
زه له ډاکټرغني دفاع نه کوم او هغه د ډاکټرغني او د هغه د ټیم کار دی چې دفاع کوي کنه، خو زه د یوه افغان په توګه غواړم خپل نظر ولیکم او څو ټکو ته د مژده صاحب توجه را وګرځوم.
ما چې کله د هغه مقاله ولوسته نو تېر کال د ملي امنیت ریاست له خوا د هغه د افشا شوو خبرو هر ټکی ټکی مې په ذهن کې را وګرځېده، د هغه د پېچلو او هوښیارانه استخباراتي اړیکو تار تار مې په نظر راغی او زور خو یې هغه وخت راکړ چې ده هڅه کړې چې دا رنګ موضوعات په خلکو ولولي نه د دې لپاره چې تحلیل کوي بلکه د دې لپاره ورسپارل شوې دنده پر مخ یوسي.
دا شخص هوښیار په دې دی چې د طالبانو په وخت کې یې په طالبانو کې کار وکړ او وروسته يې هم هڅه کوله چې طالب پاتې شي خو طالبان يې خرڅول، لکه څرنګه لسګونه قضيې افشا هم شوې، د ایران په اړه به یې په ظاهر ځان مخالف نیوه خو په حقیقت کې تر ټولو ستر کار دی ورته کوي او په ژورو استخباراتي لوبو کې ورسره ښکېل دی، لکه د بهرنیو اډو پر ضد په کار کې، د نشه يي توکو پر ضد په مبارزه کې او دا اوس د انتخاباتو په موضوع کې؛ خلاصه په لنډو به ووایم دا داسې طالب دی چې د نړۍ په هر استخباراتي سازمان چې اړیکه یې ورسره جوړه شوې طالب يې پلورلی دی او داسې شمالي وال مجاهد دی چې په هر ډول یې وس رسېدلی خپله څیره يې بدله کړې او خپلې ګټې يې تر لاسه کړې او بالاخره داسې اجنټ دی چې په ډېره سختۍ پېژندل کېدای شي.
د هغه په اړه نورې خبرې نه کوم، که څه هم خپله دی او څو ملګري یې فکر کوي چې د یوې سپینې کوترې په بڼه یې خلک پېژني مګر تېروتلي دي ډېری یې له پټو یارانو په تېره بیا له ایراني رژیم سره له یارانو خبر دي.
د ایران رژیم د ډاکټرغني پر ضد له هیڅ ډول هڅې مخ ونه ګرځاوه، حتی هغه آخوند چې د ایران او سوریې په ګډ استخباراتي جال کې ځانګي د هغه په مټ یې د اشرف غني پر ضد د فتواوو د صدور هڅې وکړې، دا چې ایران ولې دا کار کوي زه خبرې نه پرې کوم.
راځم د مژده هنر ته چې په پوره استادۍ یې هڅه کړې چې له لیرې لیرې لارو را وګرځي او خپل ډز وکړي، د عبدالله عبدالله د ټیم پر ضد يې د ډاکټرغني د ټیم د تبلیغاتو یادونه کړې او په دې ډول یې هڅه کړې چې ځینې پټې لمسونې وکړي او له ګڼو رمزدارو خبرو وروسته یې ویلي چې سعودي او د انتخاباتو کمېسیون اشرف غني په درغلۍ واک ته رسول غواړي او تر ټولو سپین سترګې خبره دا چې پیش بیني یې کړې چې عبدالله عبدالله او ډاکټرغني جوړ نه سره راځي نو لکه د ولسي جرګې د ریاست مشکل چې په یوه اوزبک حل شو نو دا ځل به هم کم اوزبک (ستارسیرت) رامخکې شي.
د نوموړي د مقالې هره کلمه چې لولې پوهېږې چې دا سړی څومره په ژور ډول د ایران له تبلیغاتي او استخباراتي چارواکو سره په تفاهم کې دی او د هغوی له تګلارو سره سم دلته د خپلو په ظاهر تحلیلونو له مخې زهر خپرول کوي.
زه په دې بیا ټینګار کوم چې د ډاکټرغني دفاع نه کوم هغه به خپله دفاع کوي خو د یوه افغان په توګه تا ته څو خبرې په لنډو ټکو کې لیکم.
ستا د امریکا مخالفت او طالب او جهاد پروري او دا رنګ موضوعات پوهېږي چې له څه خاطره دي، ستا نظر قضایاوو ته معلوم دی چې له څه خاطره دی؟ په هنرمندانه ډول ستا په دې مقاله کې د ایران په مخالفو لورو لکه امریکا، حکمتیار او نورو نورو خاورې اړول معلومداره چې څه ویل غواړې دوی هم وايي خو لږ څه په اړولې بڼه.
او
د بهرنیو اډو پر ضد د فعالیت، د نشه اي توکو او نورو ګڼو موضوعاتو پر سر دې که له ایران نه پیسې اخیستې او کار دې کاوه خو پلمه دې جوړه وه چې ولسمشر یې هم اخلي خو ګوره دا ځل دې په ډېره خطرناکه موضوع کې د دخالت هڅه کړې، دا ملي سلامت زیانمنوي په دې برخه کې له زهرجنو تبلیغاتو لاس واخله!
او په پای کې افغانستان ریښتیا هم هغه هیواد دی چې بهرنیان ستا د امثالو په مرسته د بازۍ مسیر پکې بدلولای شي خو د دې خاورې دښمن ګوره له چا نه ورکیږي!
Grana Khoday de Afghanan Poh kry,
Ka Ghani dy Ka Abdullah La yo zai saha Passi akhli,
In Iraq Nori maliki Like Ghani+Abdullah But see the Iraq today,