زما دغه اثر د وړو وړو ادبي ډوله لیکنو مجموعه ده، چې ټولنیز، انتقادي او اصلاحي برخې لري.
دفکر بیان د ځان پیژندنې او انسان پیژندنې په برخه کې ځینې فکري مسایل لري.
دغه نثري اثرکې اکثره لیکنې فکري خوا لري او ولس مو دې ته هڅول شوی، چې فکري قوت حاصل کړي، اود همدې فکر ي پیاوړتیا په واسطه کولای شو، چې په نور بدن مشري وکړو.
دافغانستان اکثروخلکو ته ددې کتاب لوستل ډېر اړین دی، چې ځان او جهان وپیژني.