موږ خپل چاپېريال، شخصي او اجتماعي ژوند تر دې حده ولاړ، وچ، بېزاره، ګورمجن او له ښايست او خونده بې برخې کړې دى، چې د حيوان په توګه پر کومو غريزوي او جبلي خوشاليو زموږ حق جوړېداى شواى، موږ له هغوى نه په دې خبره ځانونه بې برخې کړي دي، چې موږ خو حيوانان نه انسانان يو او د انسان په توګه مو چې پر کومو خوشاليو حق جوړېداى شواى، هغه مو په دې خبره رد کړې، چې موږ انسانان نه مسلمانان يو.

دا زموږ کلتوري غميزه ده. موږ په حيوانانو کې شمېرل کېږو نه په انسانانو کې. کلتور د حيوانيت او انسانيت په دايره کې دننه بايد وده وکړي، خو نتيجه دا شوه چې موږ په اجتماعي توګه د ښايست له احساس او د خوشاليو له خونده نه يوازې خبر نه يو، بلکې دښمني مو ورسره اخيستې ده. اوس جديت ځپلو، تياره خوښوونکو او د ښکلاپېژندنې له حسه بې برخې زيات شمېر خلکو د نوي نړيوال تمدن په خلاف خپلې کلتوري، سياسي او اقتصادي دښمنۍ ته ملا تړلې ده. د مرګ او بربادۍ په سمبولونو د خپلو لارو او سړکونو په سينګار د وياړ احساس کوو. د خپلسرو اخلاقي قوانينو او برم مينې مو چاپېريال دومره مړپړ، ساتنګى او بېخونده کړى دى، چې هيڅ پکې د ژوند او د نړۍ د ښايسته کولو او وده ورکولو تنده او لېوالتيا نه ليدل کېږي.

يوې خواته زموږ د واک پر ګدۍ ناسته ځواکمنه اشرافي طبقه ده، چې د هر ډول حيواني او انساني غريزو د تندې ماتېدو زمينه ورته برابره ده، هغوى د اخلاقو او پاکلمنۍ ټول درسونه عادي خلکو ته ور پرېيښي دي، د دې لپاره چې د عام ولس د برخې خوشالۍ پخپله ولکه کې وساتي. بل لور ته په ميلينونو ولس دى، چې جهالت او غربت يې مقدر دى او د دوى دا مقدر همدې ځواکمنې طبقې ليکلى دى. هغوى د ښکلا او خونداخيستلو په اړه فکر هم نه شي کولاى.

د هرې ټولنې ټوله هڅه، مبارزه او د هيلو څرک يوازې منځنۍ طبقه وي. هغه به څنګه انسان وي چې خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو ته به ښايست او خوشالي نه غواړي، نو که همداسې وي بيا به موږ له خپله ځانه د ځبېښل شوي او تحريف شوي انسان څرمن غورځوو او د ښايسته کېدو، د چاپېريال د ښايسته کولو او هر څوک پخپل زړه د خوشاله اوسېدو د حق غوښتنه به کوو. که د دې طبقې په خلاف مبارزه ونه کړو، چې د ثواب او زهد په نامه ټوله ټولنه تهديدوي، هغوى د رجعتي، سالنډي او بدرنګه ژوند تېرولو ته اړ کوي، نو په ټولنه کې به مو د تهذيب او تمدن دا پاتې آثار هم له منځه لاړ شي.

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *