خبریال : علي محمدنظري ـ پکتیکا، ښرنه

 د پکتیکاولایت په مرکز ښرنه کې د لنکن ښوونیزمرکز څخه تراوسه د دې ولایت۳۰۰۰۰(دېرش زره) ځوانانو او ماشومانو ګټه پورته کړې ده.

داخبره دیاد ښوونیز مرکز مسؤل اوښوونکي سیدانورشاه سادات نن ددې مرکز په رول اوغېز جوړې شوې غونډې ته وکړه.

په راټوله شوې ناسته کې دپکتیکایوشمېر ځوانانو،دمدني ټولنو او رسنیواستازو اودیاد مرکز یوشمېر زده کوونکو برخه درلوده.

سیدانورشاه سادات جوړې شوې غونډې په خبرو کې وویل،یاد مرکز یو بې لورې ښوونېزه اوروزنیزه اداره ده، زرګونه ځوانان اوماشومان یې له انټرنیټ اوپرمختللې ټکنالوژۍ سره اشنا کړي‌ دي.

نوموړي زیاته کړه، یاد مرکز ځوانانو اوماشومانو ته په بېلابېلو برخوکې دعامه پوهاوي او زده کړې ۳۰ پروګرامونه ترسره کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دلنکن مرکز ټول پروګرامونه ټولنیزه بڼه لري، اویوازینۍ موخه یې دځوانانو لپاره سالمه بوختیا ده.

دولایت دسکټور رییس اوفرهنګپال ځوان واصف الله واصفي خوښي وښوده، چې دغه مرکز ځوانان دنوې ټکنالوژي سره اشناکوي.

نوموړي وویل، نړیوالو دپولې دواړو غاړو ته پښتانه تر مستقیم اغېزلاندي راوستي، اودهغوی موخه داده ترڅو دغه غیرتي قوم دزده کړې،انکلیسي ،کمپیوټر او نوې ټکنالوژي څخه بې برخې پاتي شي.

نوموړي انګلیسي زده کړه ډېره اړینه وبلله، او ویې ویل چې ددغې ژبې په واسطه موږ دانټرنیټ څخه ګټور او په هره برخه کې مالومات ترسه کولای شو.

واصفي وایې، موږ باید دانټرنیټ اونوې ټکنالوژي څخه په ګټې اخیستنې دخپل دین اوهیواد لپاره ډېرکار وکړو.

ده زیاته کړه : (( زموږ پلرونو اوکورنیو دخپلو بچیانو په روزنه کې لازم رول نه دی ترسره کړی، همدا وجه ده چې دمهارتونو څخه بې برخي یو.))

دپکتیکا داطلاعاتو اوفرهنګ رییس بشیر محمدي ددې مرکز په فعاله کېدو دخپل ریاست له مهم رول اوهلو ځلو څخه دیادونې ترڅنګ دلنکن مرکز په څنګ کې عامه کتابتون ته هم اشاره وکړه.

هغه وویل، په دې کتابتون کې ګټور،اغېزمن او په هره برخه کې مالوماتي کتابونه شته، چې یوشمېر مراجعین یې له مطالعې څخه ګټه اخلي.

هغه غوښتنه وکړه، چې ځوانان خپل فکرونه په کار واچوي،ترڅو دلوړو خلکو مقام ته ورسېږي، او دیوه اغېزمن شخصیت په توګه یې خلک په ټولنه کې وپیژني.

دمدني ټولنو اوځوانانو په استازیتوب رحیم خوشال اوغلام الرحمن همدرد دځوانانو اوماشومانو په سالمه بوختیا اروزنه کې دلنکن مرکز رول اغېزمن او دستاینې وړ وباله.

دوی غوښتنه وکړه، چې دغه مرکز دښار کومې ازادې برخې ته انتقال شي،ترڅو ټول ځوانانو اومراجعین په اسانۍ سره ورته لاس رسی ولري.

ددوی وویل، زموږ ځوانانو دمخکي په پرتله ډېر پرمختګ کړی، خو لاهم دنورو ولایتونو په پرتله له ډېرو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

دیادونې وړده چې دغونډې په وروستۍ برخه کې هغو ۵۰ تنو زده کوونکو ته بریلیکونه ورکړل شول چې په دې مرکز یې کې دانګلیسي ژبې،انټرنیټ اوکمپیوټر په برخه کې زده کړې ترسره کړې دي.

لنکن ښوونیز مرکز په پکتیکا سربېره دهیواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم فعالیت لري، چې ځوانانو ته دانټرنیټ ، کمپیوټر اوانکلیسي زده کړې په برخه کې وړیاخدمتونه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *