نن د هغه چا پرشخصيت خبرې کول غواړم ، چې دا مهال يې زمو ږ او ستاسې په مېنځ کې نه شتون د چا په زېرې کې هم نه ګرځېده، خو دا د الله ‘ خپلې پرېکړې دي موږ د هغه په پرېکړو کې څه نه شو ويلاى.
انسان د الله ‘ مخلوق دى، الله ‘ پيد اکړ ى او الله ‘ به يې بېرته خپل ځان لوري ته بولي.
زه نن د ارواښاد نصير الله مومند نيک خويونه او نيک اخلاق چې په ښاغلي کې موجود و د هغه بيانول غواړم .
نصير الله مومند يو هغه له ځوانو فرهنګپالو شخصيتونو څخه و ، چې تل به يې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ او بډاينې لپاره هڅې او هلې ځلې کولې، له تېرو ١٠ کالو راهيسې د مومند خپرندويې ټولنې جوړول او د هغې له لارې د هېواد د ځوان نسل روزلو لپاره په زرګونو کتابونو چاپول يوه لويه لاسته راوړنه بولم .
ارواښاد نصير الله مومند يو له هغه اشخاصو څخه و ، چې تل يې به د هغه ځوانانو چې د خپل فرهنګ او کلتور ستاينه يې کوله ملاتړ کاوه، او هر هغه چا چې به يې د بل فرهنګ او بل کلتور سټايلونه کول بد يې راته او نصيحت به يې ورته کاو ه.
د دغې خبرې د تاييد لپاره زه تاسې ته يوه ښه بېلګه وړاندې کوم :
يوه ورځ چې ژمى تازه را بر شوى و، او زه د ده دوکان ته راغلم نو ما د ځان لپاره نوي بوټان اخيستي و، زه چې کله د ده دوکان ته د ننو تو په حال کې وم ، نو دى د د وکان مخې ته ولاړ و او زما پښو ته ځير و، کله چې ما ترې پوښتنه وکړه، چې نصيره څنګه نن زما پښو ته ګورې بوټان …
نو راغبرګه يې کړه چې دا د نرۍ څوکې بوټانو والا چې ګورم نو غصه مې ورته راځي.
ما ورته وويل چې ولې :
ويل يې دا زموږ د ټولنې لپاره مناسب نه دي.
ما هم ورسره ومنله چې سمه ده نو.
په همدې څېر هغه نخرې چې زموږ ځوانانو به د هندي فلمونو څخه زده کړې وې، او پرځان به يې تطبيقولې نوموړى د دې نخرو ډېر سخت مخالف و.
هغه ځوانان به چې د قرآن حافظان به ول، د پوهې څښتنان به ول ده به يې ډېر قدر کاوه او تل يې له هغوى سره ډېر ښه چلند کاوه .
دا چې زه له ارواښاد نصير الله مومند سره له ٧ کالو راهيسې همکار پاتې شوى يم ، ډېرې خاطرې او ډېرى نصيحتونه يې له ما سره په خپل زړه کې پاتې دي، د ټولو يادول ډېر زيات وخت نيسي ،
خاطره يې دا سې ده چې
کله به زه له ده څخه مرور شوم اويا به مو په کومه خبره تېره او زياته وکړه ، نو ده به راته ويل :
چې
لغمانيه بچو !
سم شه ګنې نو سم به دې کړم .
دا و د ارواښاد يو له هغو سختو الفاظو و چې ما ته به يې په سخته غوصه کې تکرارول.
دا چې هغه نه غوښتل يو څوک په ابدي شکل له ځان خفه کړي، نو ځکه خو يې په زړه کې چاسره کينه هم نه ساتله او د تل لپاره به يې د مشرانو ډېر قدر کاوه ، دا چې په مشرانو استادانو کې يې ډېره زياته مينه له استاد محمد اصف صميم سره وله ، نو زه د ده له مشرانو ورونو دا هيله کوم چې د استاد محمد اصف صميم هغه قدر چې ارواښاد کاوه دوى يې هم هماغه شان قدر وکړي او د هغه ارواوې په قبر کې خوشحاله وساتي.
درنښت
ارواښاده
ستا کشر
لغمانى
هدايت الله عادل