په دې مطلب کې درته هغه لس قوانین په ګوته کوو چې د یو ښه او بریالي واده لپاره اړین دي.
لومړی قانون: هڅه وکړئ چې خپل خاوند ته مو څه ډالۍ کړئ، نه دا چې له هغه د ډالۍ تمه ولرئ، که ستاسې موخه دا وي چې د خاوند زړه مو وګټئ، نو ډېرې لارې شته چې دا کار وکړئ. په دې کار به تاسې د خاوند مهرباني او مینه زیاته کړئ، ځکه انسانان په طبیعي توګه په دې لټه کې وي چې د نورو ښه والی جبران کړي.
دوهم قانون: له خاوند مو له فکره او اندازې زیاتې هیلې او تمه مه لرئ، دا کار به تاسې له ورځنیو جنګونو، قهر، ستونزو وژغوري.
تل په دې هیله مه اوسئ چې خاوند به مو کامل او هېڅ ستونزه ونلري او تل هغه له نورو سره مه پرتله کوئ.
درېیم قانون: تل مو باید هڅه دا وي چې دهر څه په اړه مثبت و اوسئ.
څلورم قانون: په داسې لارو چارو غور وکړئ، هغه څه چې ستاسې خوښېږي مېرمن مو ورته وهڅوي.
پنځم قانون: خپلې موخې مو طبقه بندي کړئ او افکار مو د یوې مهمې موخې یعنې د یوې ښې، ارامه او خوښې کورنۍ درلودو ته واړوئ.
شپږم قانون: هېڅ وخت مو له مېرمن سره ترخې خبرې او جنګ ته زړه مه ښه کوئ، د دې کار پر ځای له هغې سره دخبرو له لارې یوې حل ته ورسېږئ.
اووم قانون: مېرمن مو د تېروتنو له امله ډېره مه رټئ. په بدل کې یې کوښښ وکړئ له داسې سلوک کار واخلئ، څو په راتلونکي کې ترې داسې تېروتنې تکرار نه شي.
اتم قانون: که مو چېرې مېرمن ستاسې سپکاوی وکړ، تاسې ورسره ورته عمل مه کوئ.
په دې کار به د ورځینو پېښدونکو بې ځایه جنجالونو ځان وژغورئ، ځکه دا شېبه به ډېره ژر تېره شي. تاسې باید هغې ته به یو مناسب وخت کې د هغه د بد چلند په اړه ووایئ. (( دا په دې مانا نه ده چې مجبور یاست د یوې بد چلنده مېرمن سره داسې وکړئ او تل به د هغې ناجایزې زغمئ. دا یوه بېله ستونزه ده او ډېرې د حل لارې لري.)).
نهم قانون: په اوسنۍ زمانه کې ژوند وکړئ. تېرې تېروتنې او پېښې هېرې کړئ او هڅه وکړئ د ژوند اوسني شرایط مو بدل کړئ.
لسم قانون: هر وخت له خپلې مېرمن وپوښتئ: د دې لپاره چې زموږ ژوند په خوښۍ او ښه تېر شي کوم کارونه دې چې زه یې باید وکړم؟