ژباړه: حسیب الرحمان نورمل
۱: ښه پلار خپلو اولادونو ته لومړی د صادقت او ريښتنولۍ درس ورکوي.
۲: ښه پلار د خپلو اولادنو د ښه او خوشاله ژوند لپاره زمینه برابروي.
۳: ښه پلار د خپلو اولادنو په روزنه او پالنه کې کې پوره ونډه لري.
۴: ښه پلار سخت کار کوي څو اولادونه یې آرامه او هوسا ژوند ولري.
۵: ښه پلار پدې پوهیږي چې اولادونه یې د زده کړو په برخه کې کومو امکاناتو ته اړتیا لري.
۶: ښه پلار له خپلو اولادنو سره د مینې لپاره پوره وخت لري.
۷: ښه پلار د خپلو اولادنو مثبتو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.
۸: ښه پلار د زوی او لور ترمنځ توپیري چلند نه کوي.
۹: ښه پلار پدې پوهیږي چې اولادونه یې له ده نه څه تمه لري.
۱۰: ښه پلار د خپلو اولادنو په ټولو ستونزو خبر وي او په حل کولو کې یې ورسره مرسته کوي.
۱۱: ښه پلار خپل اولادونه هڅوي چې له مور سره یې د کور په کارونو کې مرسته وکړي.
۱۲: ښه پلار له خپلو اولادنو سره په رخصتیو کې بهر ته د چکر او لوبو لپاره ځي.
۱۳: ښه پلار له خپلو اولادونو سره د کور ځینې ستونزې نه شریکوي هڅه کوي چې له خپلې مېرمنې سره په ګډه حل کړي.
۱۴: ښه پلار خپلو اولادنو ته احترام لري هغوي هېڅکه نه تحقیروي.
۱۵: ښه پلار په زړه خوږ په خوله تریخ وي.