(ژباړه)
۱ – هر ورځ درې کسه وستایئ.
۲ – دې لمر راختل وګورئ .
۳- لومړی تاسې سلام ورکړئ .
۴- له نور خلکو خپله تمه کمه کړئ.
۵- څنګه چلند چې له نورو د ځان پر وړاندې غواړي، هغه ډول چلند له نورو سره تاسې هم کوئ.
۶- له هېچا مه ناهیلي کېږئ؛ ځکه معجزه ناممکنه نده .
۷- له نورو سره بخيلي مه کوئ .
۸-د مادياتو د لاس ته راوړلو لپاره نه بلکې د علم او شهامت د تر لاسه کولو لپاره دعا وکړئ .
۹- کلک دې وی، خو مهربان .
۱۰- د هغو کسانو نومونه مه هېروئ چې ناسته ولاړه ورسره لرئ .
۱۱- څنګه چې ښايې دومره مو زړه نرم وساتئ .
۱۲ – دا مه هېروئ، چې دې انسان تر ټولو لويه عاطفي اړتيا د هغه په قدر پوهېدل دي.
۱۳ – پر خپله وعده وفا وکړئ .
۱۴- هڅه وکړئ چې خپله غوسه کنټرول کړئ. ان دې خواشينۍ په وخت کې .
۱۵- دا مه هېروئ چې بريا په یو وار نه تر لاسه کېږي .
۱۶ – مه هېروئ ګټونکي هغه کارونه کوي چې بايلونکي یې نه کوي .
۱۷ – هڅه وکړئ د نورو د خوښۍ لامل شئ.
۱۸ – د نورو خوښي له منځه مه وړئ .
۱۹- خپلو ملګرو او دوستانو ته مینه ورکړئ.
۲۰- ځينې شيان له ځان سره وساتئ، څو د هغه چا احساساتو ته تاوان ونه رسيږي چې تاسې ته ګران دي .