۱- له ځان سره فکر وکړئ، څو اوونۍ به نور ژوندي نه یی؛ هغه وخت به بیا څه کوی؟ څوک به مو یادېږي؟ هغه کړنې چې تر ټولو درته مهمې دي اوس یې ترسره کړې.
۲- همېشه ځوان واوسئ، څېړنو ښودلې ده چې ۶۰ کلنی وروسته په يو کال کې انسان يوازې يوه ذهني وړتیا له لاسه ورکوي؛ نو خپل ځان په فکري ځواک سره ځوان وساتئ.
۳- ټول هغه کارونه مو چې په مخ کې دي، لېست کړئ او د هغو د ترسره کولو لپاره پلان جوړ کړئ، له وخت نه ګټه واخلئ.
۴-یوازې په خپله واوسئ، کله چې تاسو مبالغه کوی او هڅه کوی چې داسې يو څوک واوسئ چې تاسو نه یی خلک درباندې پوهېږي او بې باوره کېږي، ښه اغېز هغه وخت کولای شی چې څنګه یی، هماغسې واوسئ.
۵- خپل بریالیتوبونه ولمانځئ، د هرې کامیابی پېژندل مو رضایت پیاوړی کوي او د کامیابۍ لار راښیي، که چېرې یوازې هڅه وکړو او یو بر بل پسې کامیاب شو، دا هېروو چې بریالي کسان یوو او دا هم شونې ده چې ستړي شو.
۶- دا عبارت هر وخت له ځان سره ولولئ، زه د خوښۍ وړ یم، دا ولیکئ او په زوره زوره یې ولولئ، خوشبختی د انسان د وجود یوه برخه ده، بسنه کوي پر هغې باور وکړو او حس یې کړو، په هغه څه چې لری یې شکر وکړئ.
۷- موږ د خپل ژوند د ښایسته کولو هنر هېر کړی، د هغه څه په اړه فکر وکړی چې لری یې، نه هغه چې ستاسو په لاس کې ندي، که چېرې د ژوند ښکلاوو ته وګورو، ژوند به د ښکلاوو په تجربو بدل شي.
۸- موږ حیرانوونکي خلک یو، داسې خلک چې غالباً په خپلو وړتیاوو نه یو خبر.
هر کله چې ستونزه لری او نه پوهېږی چې له چا مرسته وغواړی، سترګې مو پټې کړئ او آرامه ساه واخلئ، خپله ستونزه په ذهن کې انځور کړئ، د حل لپاره یې له خپل ځانه مرسته وغواړئ، سترګې مو پرانیزئ، مرسته نیږدې ده.