زمونږ د ټولنې اکثره خلک که څه هم نالوستي دي، خو بیا هم له پوهنې او زده کړې سره مینه لري او غواړي چې ماشومان یې ښونځیو ته ولاړ او راتلونکې یې ښه شي.

خو د ټولنې د همدې پوه قشرترمنځ ډیرې وړې کړۍ له دې ارزښتونو سره لاهم مخالف دي او ښونځیو ته تګ ورته لا هم عار ښکاري.

لوګر چې د علم او جهاد زانګو ده او په تاریخ کې یې د علم په ډګر کې ښې څيرې ټولنې ته وړاندې کړي اوس په کې داسې خبرونه هم ترغوږو کیږي چې هیڅ وجدان یې نه مني.

پښتو کې متل دی چې؛؛ پکه دا دې لا بله سپکه؛؛ پخوا به په یوشمیر سیمو کې د نجونو ښونځي سوځول کیدل او یا به هم ورته ماینونه ایښودل کیدل، خو اوس د لوګر په مرکز پورې اړوند د هلکانو یوه ښونځي ته اور اچول شوی دی.

دغه ښونځی د لوګر د کنجک په سیمه کې د پاخه سړک په څنګ کې پروت دی او دې سیمې ته نږدې بله لیسه هم نشته.

که څه هم ددې ډول کارونو پړه پر وسله والو طالبانو اچول کیږي، خو واقعیت دادی چې دا ډول کارونه د ټولنې هغه تور نظری او تنګ نظری قشر کوي چې د مسلمانۍ ادعا کوي خو د خپلې کلمې په معنی به هم نه پوهیږي.

نه پوهیږم دا څه ډول وجدان دی چې دې ډول کارونو ته زړه ښه کوي.

د ښونځي سوځول که څه هم له پوهنې او زده کړې سره د خلکو لیوالتیا نه کموي خو دا ډول کړنې د افغانستان او په تیره بیا د لوګر د بدنامۍ لپاره کیږي او نورو ته دا په ډاګه کوي چې ددې ولایت یوشمیر خلک لا هم د جهالت مینه وال دي.

د پوهنې وزارت وایي چې د بندو ښونځیو د خلاصولو لپاره یې کار کړی او په تیرو څو کلونو کې یې د بندو ښونځيو شمیر ډیر راکم کړی دی، خو زه وایم چې د ښونځیو ساتل د حکومت نه، بلکې د ولس دنده ده.

د ښونځي سوځول په خوله باندې اسانه دي او دا کار ډیر زیانمنونکي نه ښکاري، خو که لږ ژور فکر وشي، د ښونځي سوځول د ټولنې سوځول دي، ځکه چې د ټولنې قشر ناپوهه لویږي او بیا ولس ته یو رنځ وي.

که د سیمې او نړۍ پرمختللو هیوادونو ته وکتل شي، هغوی د پوهنې له لارې پرمختګ کړی نه د بربریت او جهل له لارې، زه وایم چې د ښونځیو د سوځوونکو منفورې څیرې باید پيدا او جدي چلند ورسره وشي.

هغه کسان چې دا کار کوي، هغوی بیا ځان له نورو بر مسلمان هم بولي، نو داسې څوک باید پيدا شي چې له دوی وپوښتي چې که مسلمان یې، نو علم خو د اسلام له نظره په نر او ښځې فرض دی، نو ولې ښونځي سوځوې.

د ښونځیو د سوځوونکو د غندلو لپاره که هرڅومره ناوړه صفتونه وکارول شي بیاهم کم دي، خو ښه ده چې نور سره یو موټي او ددې ډول اشخاصو ریښې له ټولنې پرې شي.

One thought on “د ښونځي سوځول، ویاړ که شرم/ مسرور لودین”
  1. هغوـ چا چه دا کار کړئ ،ددوئ داسې خلک په کار دي لکه معلم هاشم (معیوب) چه دلوګرد پټو په پوله ئې کښینولئ وي،دخلکو،د قامونوښځو ته سپکو سپور ووائې او دوئ په اوږدوږیرو اوسپینو جامو هاهاها کوي او خوند ترې اخلي. شته داسې خلک چه بې شماره حج او منځونه به کوي،خو د مانځه په مانا اود سپارې ټکئ به ئې نه وي زده۰
    ددریاب او دعلم مخه څوک نشي بندولئ .دادکمزوروکار ده۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *