پوهندوی آصف بهاند

ښونځي بندول،

نوی نسل له سواد او زدکړو محرومول،

علم، تمدن او پوهې ته نه ویل،

دا له ځان سره،

له وطن سره،

له نوي نسل سره

او له ټول بشریت سره

ستره جفا ده،

ستر بشري جنایت دی.

ټوپکي ډلو گواښ کړی دی چې د ننګرهار په جلال آباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې دې نجونې ښونځیو ته نه ځي، گواښ یې عملي شوی هم دی.

دغه راز یوې بلې وسله والې ډلې د پکتیا په دوو ولسوالیو کې دوه ویشت (۲۲) ښوونځي بند کړي دي. په څو وروستیو ورځو کې د ښونځیو د تړل کیدو په تړاو، د میډیا ځینې خواشینونکي سر لیکونه په دې ډول دي:

ــ د داعش له خبرداري وروسته په ننګرهار کې لسګونه ښوونځي تړل شوي (بي بي سي)

ــ د داعش له خبرداري وروسته په ننګرهار کې اکثره ښوونځي تړل شوي (تاند)

ــ وسله والو طالبانو د پکتیا په ۲ ولسوالیو کې ۲۲ ښوونځي بند کړي (تاند)

ــ به دنبال ‘تهدید داعش’ ده‌ها مدرسه دخترانه در شرق افغانستان تعطیل شد (بي بي سي)

زموږ په وطن کې اوس هر څه پای ته ورسیدل، د چنگیز کانې وشوې، پاتې یو ښوونځي و، دا هم غواړي وتړي او د پوهې ډیوه داسې مړه کړي چې نښه یې پاتې نه شي.

په عـذرونو هم نه کیږي چې د معارف پلویان ننواتې ورته وکړي، جرگه ورولیږي او ورته ووايي چې:
د خدای پار دی ښونځي مه تړئ او د دې وطن د ماشومانو او کوچنیانو د تعلیم مخه مه نیسئ، دا د تباهۍ لاره ده، دا د بربادۍ لاره ده، د دې وطن بچیان د بربادۍ لارې باندې مه روانوئ او…

نو باید ورته و ویل شي:

وروره نظامي یې، نظامي کارونه دې کوه، له مکتب او مکتبي سره څه کار لرې، ولې د رڼا کړکۍ د هېواد د نوي نسل پر مخ تړې؟
همدا نن مې د افغانستان د نوي نسل د روزلو د یو خواخوږي په پاڼه کې دا پوست له نظره تیر شو:

«د خپل دوښمن ماهیت وپېژنئ،
ترهرڅه ډېر، ستاسو اوستاسو د بچیانو له پوهې او لوړ شعوره ډاریږي.»

د همدې ټوپکي واک په دوره کې، د یوې لویې ټوپکي ډلې مشر د خپلو همفکره ملگرو په یوه مهمه غونډه کې هغوی ته وویل:

هوښیار شئ، دا د نوې تکنالوژۍ نسل، دا فیسبوکیان مو را چپه کوي او…»

ټوپکیان په ټول کې د نوي نسل له باسواده کیدو، هوښیاریدو او نوې تکنالوژۍ ته رسیدو نه زښته ډیر ډار لري او پر دې ښه پوهیږي چې که نوی نسل باسواده شي، او نوې تکنالوژي په لاس ورشي له هر څه خبریږي، په هر څه پوهیږي هلته ده چې بیا د ټوپکیانو او زړو پالو ببولالو ته غوږ نه نیسي او…

ټوپکیان او جگړه غوښتونکي گڼې څیرې او ډلې لري، خو ټول د یوې سکې دوه مخونه دي. پلان یې یو دی، خو تر بیلو بیرغونو لاندې ورانی کوي.

یوه په ننگرهار کې ښوونځي وتړل، بل یې په پکتیا کې مکتبونه بند کړل. دوی د رڼا په ځای تیاره غواړي.
اوسني ټوپکیان چې دا کار کوي، د دې کار تومنه او تجربه یې له خپل تیر نسل نه را اخیستې ده. همدا اوس چې کومې ټوپکي ډلې د جهاد او مقاومت په نامه په واک کې شریک دي او د جهاد او مقاومت په نامه یې دولتي څوکۍ په اختیار کې دي او خپل غنیمت یې گڼي؛ دوی اوږده موده کله چې د پخوانیو دولتونو په مسلح اپوزیشن کې وو، همدا مکتب سوزول، ښونځي بندول، د ښونکو او زده کونکو وژل او الوزول یې د ثواب او جهاد تر سرلیک لاندې په ویاړ سره کول؛ اوس چې طالب او داعش د دوی دریم او څلورم نسل شمیرل کیږي، خود به دا کار د نیکونو د رسم په نامه په ویاړ سره کوي.
له ماشومانو او کوچنیانو سره تر ټولو ستره جفا او خطرناکه تاوتریخوالی د ښونځیو تړل دي، د ښونځيو الوزول دي او کوچنیان ښونځیو ته نه پریښودل دي او دا کار مسلح گروپونه ښه په مزه تر سره کوي؛ دوی پر دولت د سیاسي نظامي فشار راوړولو له پاره دا کار کوي، خو زموږ د هیواد څو نسله یې را برباد کړل. دوی که له یوې خوا دا کار د ثواب د گټلو په نامه ترسره کوي، نو له بلې خوا د امتیازونو د ترلاسه کولو له پاره هم دا کار ترسره کوي؛ خو په مقابل لوري کې خلک او ټولنه په دوامداره توگه عذابونه زغمي.

ښونځي بندول،

نوی نسل له سواد او زدکړو محرومول،

علم، تمدن او پوهې ته نه ویل،

دا له ځان سره،

له وطن سره،

له نوي نسل سره

او له ټول بشریت سره

ستره جفا ده

ستر بشري جنایت دی.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *