نوربادشاه يوسفزی –

نن د ښوونکی يا استاذ ورځ ده، ورته دې مبارک شي، زه په نړۍ کې تر ټولو ډېر قدر او درناوی ښوونکی ته لرم خو افسوس چې د خپلو ښوونکيو بيخي ښه خاطره نه لرم، تل مې د ښوونکي نه سپکول، توهين او تشدد ليدلی، که د يو څه په اړه مو ترې پوښتنه کړې يواځې رټل او سپکول يې راکړي چې ته ولې پوی نه شوې؟ ته انسان يې او که ځناور، دغه شان رټل او سپکول زده کوونکی يا شاګرد بې جراته کړي، نه د ځان د پوهولو همت لري نه د سوال کولو، ډېر هلکان هم د دې لاسه اکثر سکول ته هم نه ځي، خو مور پلار يې دا خبره نه درک کوي چې ماشوم يې په سکول کې څومره د تشدد او سپکاوي سره مخ دی.

زمونږ د سکولونو د استاذانو يوه بله غلط فهمي دا ده چې دوی فکر کوي چې که ماشوم ته په درس ويلو دوی په ماشوم احسان کوي خو دې ته فکر نه کوي چې دوی ته حکومت پيسې ورکوي نو په دغه اساس که دوی د ماشوم پوهولو لپاره هر رقم تشدد وکړي، دوی ته روا ښکاري.

کله چې ما جرمن ژبه زده کوله، نو زه به د ژبې زده کولو لپاره لينګويج سينټر ته تللم، زمونږ په کلاس کې به د افغانستان، پاکستان، برازيل، سپين، عرب او د بيلا بيلو هيوادونو خلک ناست وو او جرمن ژبه يې زده کوله، دوی به ډاډه هر رقم پوښتنه د ښوونکی څخه کوله، خو زما په ګډون د پاکستان او افغانستان زده کوونکيو به ډېر په ګرانه پوښتنه کوله، او که پوښتنه به هم وکړه نو بې جراتي او ډار به پکې ښکاره ښکارېده، که څه هم پوښتنه کول کوم جرم نه وو.

يوه ورځ مې فکر وکړو که زه په ټولګي کې تر ټولو کمزورۍ او د پوښتنې کولو جرات نلرم خو لاعمل يې د ماشومتوب د سکول د ښوونکيو سلوک دی، تشدد سپکاوی او توهين دی خو چې د افغانستان او پاکستان دا نور زده کوونکي ولې د پوښتنې جرات نلري، کله چې مې د دواړه هيوادونو د هلکانو څخه وپوښتل نو هغوی راته هم دغه لامل وښودلو چې د سکول تشدد او توهين ترې زړه وباسلی چې وس پرې کړېږي.

مهمه نه ده چې تاسو دې زما د دې خبرې سره موافقه يئ چې ګني په وهلو او تشدد د يو زده کونکي په لويې والي کې بې جراته او بې همته کوي، که څوک په دې فکر وکړي کيدای شي په کومه نتيجه ورسېږي.

تعليم په وهلو نه په مينه زده کېږي، که د ماشوم سره د ترخې پرځای خوږه و ويل شي هغه کار بيا ماشوم په مينه کوي، د ښونځۍ ښونکی که هر رقم وي ډېر د عزت او احترام وړ وي، که ښونکي نه وې نن به ما دا ليکنه نه وه کړې، نه به تاسو دا ليکنه لوستلې وه، ښونکي پېشه په ټوله کې د هرې پېشې ستره ده ولې چې د دې پېشې روسته بيا نورې پېشې پېل کېږي، ښوونکی د ټولنې د سر ګل دی.

ګران استاذه ورځ دې مبارک شه.

One thought on “د ښونکی ورځ، تعليم په وهلو نه په مينه زده کول کېږي”
  1. محترم معلم صاحب !
    السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته.
    معلم دبشریت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی:
    انما بعثت معلما ،
    انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق.
    زه معلمی هغه چاته مبارکی وایم چه پورتنی مفهوم په درک سره د آنحضرت صلی الله علیه وسلم لار په مینه او اخلاص تعقیبوی، علم ښه دی دانسانیت ګاڼه ،بینایی، قوت او بلاخره برلاسی ده خو دا هلته مفید،مثمراو نافع واقع کیدای شی چه سالمه روزنه او تربیت هم ورسره وی ،ځکه وایی چه تعلیم ښه دی خو سالمه روزنه ډیره ضروری ده او که سالمه روزنه نه وی کیدای شی چه بیا تعلیم یافتګان بی تربیه سر اوچت، په حکومت او ټولنه کی فساد ،رشوت،انحصار،جاهلی تعصبات،ورور وژنه او جنایت به یی زیږنده او پیشه وی ،کور،کلی او بالاخره هیواد به ټول په غم او تباهی لړلی وی لکه تیر ۳۸ کاله چه زموږ اداره او تربیه شړیدلی او اوس اکثریت په فساد کی مسابقه کوی که سالم تربیت وای نوبیا دا مسابقه په خیر او خدمت کی ترسره کیده او متأسفانه بله لویه خلا چه زموږ جهادی تنظیمونه یی وشرمول هغه هم اسلامی تربیت ته نه پاملرنه او دضوابطو په ځای روابط وو چه تر ټولو معامله ګر لوی غله په دوی کی پاڅیدلی او په خپل فساد او غلا افتخار کوی،امن او بقا ته چلنج ورکوی،مسلمان تحقیروی او مشران او سپین ږیری رټی حال داچه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
    لیس منا من لم یرحم صغیرنا و لم یؤقر کبیرنا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *